د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

پاکستان کې لاهم د ګوزڼ د ناروغیو مثبتې پیښې لیدل شوي


په داسې حال کې، چې په خيبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې نژدې په هرو دوو میاشتو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ترسره کیږي، خو له دې سره سره بیا هم د دې ناروغۍ مثبتې پيښې مخ پر زیاتیدا دي.

د پاکستان د روغتیا وزارت له لوري په یوه تازه اعلامیه کې راغلي په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ مثبتې پيښې دوه سلنه زیاتې شوي، چې ډيری يې په خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې مخې ته راغلي.

د روغتیا وزارت دغه اعلامیه په داسې کې خپره کړې، چې د اپريل پر دریشتمه په پښتونخوا او قبائلي سیمو کې د دې واکسین نوی پړاو پيل او ټاکل شوې، چې تر درې ورځو به دوام ومومي.

د پولیو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه مسوول ډاکتر ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې نوي کمپاین کې د دوي زیات تمرکز پر جنګ ځپلو قبائلي سیمو دی هم او هغه خلک چې د جنګ جګړو له وجې نورو سیمو ته کډه شوي دي:

"په خیبر او نورو قبائلي سیمو کې چیرته چې په یوه او بل نوم جګړې او نا امنۍ دي، یو خو به موږ هڅه کوو چې دغو سیمو ته ډير ټيمونه واستوو، بل دا چې له دغو سیمو نه چې کوم خلک پيښور او نورو سیمو ته کډه شوي هلته هم دا بیمارۍ زیاته ده نو موږ به په لومړي سر کې دغه سیمې تر پوښښ لاندې نیسو."

که څه هم نوموړی وايي، د نورو دورو پشان دا ځل به هم د خیبر اجنسۍ د باړې په ګډون ټولو قبائلي سیمو ته خپل ټیمونه استوي خو ددې سیمې اوسیدونکي بیا شکایت کوي، چې کلونه وشول چې ددوی سیمو ته د پولیو ضد واکسین ټیمونه نه دي ورغلي :

"باړه پيښور ته څيرمه سیمه ده، خو له تیرو دوو کلونو راهیسې چې پوځي عملیات پکې روان دي زموږ سیمې ته دغه ټيمونه ندي راغلي، ځکه چې د پوځ د بندیزونو له وجې څوک تګ راتګ نشي کولی، لارې ټولې تړلې دي، نو دوی به څنګه راشي؟"

"نوم مې حشمت او د شین رنګ اوسیدونکی یم. ډیر کلونه وشول چې زموږ سیمې ته د پولیو واکسین ډلې ندي راغلي، اخوا تیره کې خو بلکل خلک ددې ټیمونو له نومونو سره نا اشنا دي ځکه چې هیڅکله نه دي ورغلي. حکومت باید دې مسلې ته توجه وکړي او په هرډول چې کیږي ټولو قبائلي سیمو ته د پولیو ډلې ولیږي"

د روغتیا مرکزي او صوبايي وزارتونه په ډیری قبائلي سیمو کې پوځي عملیات، د سخت دریزو وسله والو ډلو فعالیتونه، په خلکوکې ددې واکسین په باب منفي تاثر او دنا امنیو له وجې د قبائلو کډوالي ددې ناروغۍ د زیاتیدو عمده دلایل ګڼي.

بل خوا د لیډي ریډنګ روغتون د ماشومانو د څانګې مشره پروفیسر ډاکتره اسمی خټک بیا په ډیری مواردو کې پر روغتیا وزارت او د پولیو ضد ادارې باندې اعتراض کوي :

"د دې واکسینونو ساتنې ته سمه توجه نه کیږي، کله چې له بهره واردیږي نو له هوايي ډګره نیولې تر د روغتیا وزارت د ګودامونو یا هغو ځایونو پورې چیرته چې دا ډول دارو درمل پکې ساتل کیږي ډیر وخت له یخچال پرته پرې اوړي.

بیا چې کله له دغه ځایه نورو سیمو او مراکزو ته انتقالیږي، مثلا لومړی ښاروالیو بیا ناحیو او کلیو او بانډو ته او چې کله هلته ولیږدول شي نو هغه خلک چې له ځانه سره يې پر کورونو ګرځوي هم چندیانې پاملرنه ورته نه کیږي"


ننوموړې وايي، ددغو ادارو د لاپرواهۍ له وجې واکسینونه د اتقال پر مهال په سړه هوا یا یخچالونو کې د نه ساتلو له وجې خپل موثریت له لاسه ورکوي او همدا وجه ده چې د واکیسن سره سره بیا هم په ماشومانو کې مثبتې پيښې مخې ته راځي.

په پښتونخوا او قبائلي سیمو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاين په داسې حال کې پيل شوی، چې د روغتیا مرکزي وزارت وايي په روان میلادي کال کې تر اوسه پنځلس مثبتې پيښې ثبت شوي، چې اووه يې په خیبر پښتونخوا او قبائلي سیمو کې مخې ته راغلي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا حکومت له دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي دي چې د پولیو د واکسین په عملي کولو کې دې مرسته وکړي، چې افغان بچیان د ګوزڼ له دې ناروغۍ خوندي شي.
XS
SM
MD
LG