د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

افغانستان

افغان پيلوټ معين خان وردګ له څلوېښت کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو

د معين خان وردګ وروستی دنده د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.
د معين خان وردګ وروستی دنده د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.

د هېواد تکړه پيلوټ معین خان ودرګ له شاوخوا څلوېښت‌ کلن خدمت وروسته پرون تقاعد شو.

ښاغلي وردګ د بېلابېلو دولتي او خصوصي هوايي شرکتو سره د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده او وروستی دنده یې د کام ایر خصوصي هوايي شرکت سره وه.

د کام ایر خصوصي هوايي شرکت مسوولینو پرون یک‌شنبه د کابل په هوايي ډکر کې په‌‌‌‌دې اړه جوړو شویو مراسمو کې معین وردګ خدمتونه وستایل.

میعن خان همداراز نن د کابل په هوايي ډګر د خپل مسلکي ژوند وروستی پرواز په ترسره کولو سره وویل، هڅه کوي چې خپلې تجربې له ځوانو افغان پیلوټانو سره شریکې کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

منیژه صدیقي: په یوه ګاونډي هېواد کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوم

منیژه صدیقي
منیژه صدیقي

د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي چې څو میاشتې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړي، وايي، دا مهال په یوه ګاونډي هېواد کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي.

مېرمن صدیقي په هغه ویډیو کې پرون یکشنبه د ښځو د حقونو ځینو فعالانو پر ایکس شبکه خپره کړې، ویلي چې د استوګنې د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله افغانستان ته د خپل اخراج د احتمال په باب اندېښنه لري.

هغه وايي: "دا مهال په یوه ګاونډي هېواد کې په بد وضعیت کې له اقتصادي، امنیتي ستونزو سره او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوم. د بشري حقونو له هر بنسټ، د بشري حقونو او ښځو د حقونو له هر فعال سره چې مې اړیکه ونیوله، غوښتنه مې ور وړاندې کړه، خو زما غوښتنو ته یې پام ونه کړ."

معترضه مېرمن منیژه صدیقي د سږکال په وري یا حمل میاشت کې د طالبانو په زندان کې د شاوخوا اوو میاشتو له تېرولو وروسته خوشې شوه.

هغې ویلي چې د بند پر مهال په جسمي او رواني لحاظ شکنجه شوې او بد چلند ورسره شوی دی.

د طالبانو حکومت په دې باب څه نه دي ویلي.

طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د ښځو د حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو، د پوهنتون د استادانو او خبریالانو په ګډون لسګونه کسان نیولي او بندیان کړي دي.

د دوی ډېری له څه مودې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپلسرې نیونې ودروي.

طالبان: په بدخشان کې تر ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي

ارشیف
ارشیف

بدخشان کې د طالبانو یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، پرون په دغه ولایت کې تر ۱۰۰ زیات کسان د کوکنارو د کښت په تړاو نیول شوي دي.

د بدخشان په امنیه قوماندانۍ کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره د طالبانو مدیر شفیق اله حفیظي پرون ویلي چې په دغو نیول شویو کسانو کې د څو کلیو اوسېدونکي شامل دي چې د دې ادارې مدیریت د عملیاتو پر مهال د کوکنارو د کښت په وخت کې نیولي دي.

حفیظي ویلي چې نیول شوي کسان د بدخشان ابتدائیه محکمې ته ورپېژندل شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د ۱۴۰۱لمریز کال په وري یا حمل میاشت کې د یوه فرمان له لارې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، دغه راز د مخدره موادو تولید او قاچاق منع اعلان کړ.

په داسې حال کې چې طالبان وايي، د اخندزاده فرمان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید مخه نیولې ده، خو د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې تېره میاشت وویل چې سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله له نیپال سره سیالي لري

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه سیالي سبا سې شنبه د نیپال په وړاندې کوي.

افغانستان تېره جمعه د دغو مسابقو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه بنګله‌دېش ته وبایلله او پرون یې د سریلانکا پر وړاندې خپله دویمه لوبه هم وبایلله.

افغانستان په بيB ګروپ کې له بنګله‌دېش، سریلانکا او نیپال سره یوځای دی. په اېA ګروپ کې د پاکستان، متحده عرب اماراتو، هند او جاپان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې برخه لري.

د متحده عرب اماراتو په کوربه توب په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې شاملې دي او دا سیالۍ تېره جمعه پیل شوي چې پایلوبه به یې د لیندۍ یا قوس پر ۱۸مه وي.

حال‌وش: د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي

ارشیف
ارشیف

د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي چې د یوه افغان ځوان په ګډون درې کسان د ایران د یزد په زندان کې اعدام شوي دي.

دغه بنسټ پرون یکشنبه په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې د قتل او د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د دغو کسانو د اعدام سزا تېره پنجشنبه اجرا شوې ده.

وړاندې ویل شوي چې د افغانستان وګړی اسماعیل بارکزی نومېده چې د فراه ولایت اوسېدونکی و او په ۱۷ کلنۍ کې په یزد کې د قتل په تور نیول شوی و.

تر دې مخکې په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو بل بنسټ ویلي وو چې د سږ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د ۱۳ افغان وګړو په ګډون ۱۶۶ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د لړم یاعقرب میاشتې په وروستیو کې ویلي وو چې د ایران په زندانونو کې د افغان وګړو شمېر د پام وړ زیات دی.

هغه د افغان بندیانو شمېر په ډاګه نه کړ، خو ویې ویل چې زیات دغه کسان د مخدره توکو اړوندو جرمونو له کبله نیول شوي او بندیان شوي دي.

د بشري حقونو ډلو په دې باب چې په ایران کې ګڼ بندیان مدافع وکیل نه شي ګمارلی، اندېښنې ښوولې دي.

د افغانستان روغتونونو ته د زړه په سوري ۲۳ اخته ماشومان ته د درملنې لپاره معرفي شوي

ارشيف
ارشيف

افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، خبر ورکړی چې د زړه په سوري ۲۳ نور اخته ماشومان د افغانستان داخلي روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شول.

افغاني سرې میاشتې ټولنې پرون یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه خبر ورکړی چې دغه ماشومان په کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي چې هلته یې درملنه وشي او لګښت به یې سره میاشت ورکوي.

سرې میاشتې د لګښت د اندازې په باب څه نه دي ویلي.

هر کال لسګونه ماشومان چې د زړه په سوري اخته هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي چې هلته یې "د سولې کلي" په نوم بنسټ په نوم یې درملنه کوي.

د ملک سلمان خیریه بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ وايي چې په افغانستان کې یې د ګوزڼ یا پولیو ختمولو لپاره د اسلامي پراختیا له بانک سره یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

دغه بنسټ تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر د دې تفاهم‌لیک د لاسلیک اعلان وکړ. په همدې حال کې اسلامي پراختیایي بانک پر ایکس شبکه لیکلي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه تفاهم لیک د ګډو هڅو د یوې برخې په توګه لاسلیک شوی دی.

بانک زیاته کړې چې د دې مرستې موخه د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ملاتړ او د لومړنیو روغتیایي خدماتو ښه کول دي.

دا مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو په له منځه وړلو نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو په پاکستان کې یې د مثبتو پېښو شمېر ۵۶ ته رسېږي.

ګوزڼ یا پوليو يوه ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي ماشومان ترې وژغوري.

د کاپیسا د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د کاپیسا ولایت د باغدرې د برښنا بند د تخنیکي مطالعاتو لپاره له یوه چینایي شرکت سره تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باخترآژانس د خبر له مخې، دغه تړون د يکشنبې په ورځ د انرژۍ او اوبو د سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور او د ایم‌سي‌سي چینایي شرکت د رييس سونګ وين بينګ ترمنځ لاسليک شو.

ایم‌سي‌سي شرکت د مس عینکو د استخراج تړون هم مخته وړي.

د دغه قرارداد له مخې چینايي کمپنۍ ۸ میاشتې وخت لري چې د باغدرې د برښنا بند تخنیکي مطالعات ترسره کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د عینک د مسو کان د برښنا د تولید لپاره ډېره مهمه ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چين د طالبانو له حکومت سره نږدې اقتصادي اړيکې ټينګې کړې او تر دې دمه د چينايي شرکتونو او طالبانو ترمنځ د کانونو او نورو اقتصادي پروژو ګڼ تړونونه لاسليک شوي دي.

طالبانو په خوست کې څلور نارینه او یوه ښځه په دُرو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې د یکشنبې په ورځ په خوست کې څلور نارینه او یوه ښځه په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د حکومت دغې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دوه تنه د نامشروع اړیکو په جرم هر یو په ۳۹ دُرو او درې نور د زنا په جرم د خوست ولایت د ابتدايي محکمې له‌خوا په بند محکوم شول.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلاميه کې راغلي چې دغه کسان له لسو مياشتو تر څلورو کلونو بند هم محکوم شوي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو په ټول افغانستان کې بدني سزاوې زیاتې کړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې پورې ۱۱۱ کسان چې ۱۶ یې ښځې دي په درو وهل شوي.

د طالبانو د حکومت له‌خوا جسمي مجازات تل د بشري حقونو د بنسټونو له کلکو نیوکو سره مخ شوي.

افغان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د شل اوريزو لوبو لپاره لوبډله
د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د شل اوريزو لوبو لپاره لوبډله

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه د زمبابوې پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.

کرکټ بورډ ویلي دي، ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پيل کړي او بیا به د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.

د شل اوریزو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن‌‌الله ګربز، صدیق‌‌الله اتل، حضرت‌‌الله ځاځی، محمدنبي، دروېش رسولي، ذبید اکبري، ګلبدین نایب، کریم جنت، عظمت‌‌‌الله عمرزی، محمداسحاق، مجیب‌‌الرحمن، ننګیالی خروټی، نوراحمد، فضل‌‌حق فاروفي، نوین‌‌الحق او فریدملک شامل دي.

دغه‌‌‌راز په یو ورځنیو سیالیو کې بیا حشمت‌‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمن‌‌الله ګربز، صدیق اتل، رحمت‌شاه، محمدنبي، راشدخان، عبدالمالک، دروېش رسولي، اکرام علي‌خېل، ګلبدین نایب، عظمت‌‌الله عمرزی، مجیب‌‌الرحمن، ننګیالی خروټی، فضل‌حق فاروقي، الله محمد غضنفر، نوید ځدراڼ، فریدملک او بلال سمیع شامل شوي دي.

کرکټ بورډ په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي دي، د زمبابوې پر وړاندې دوه ټېسټ سیالیو ته به لوبډله وروسته اعلان کړي.

دغه‌شان په خبرپاڼه کې د ابراهیم ځدراڼ د نشتون په تړاو ویل شوي دي چې، هغه لا هم بشپړ نه‌دی رغېدلی او لوبو ته چمتو نه‌‌دی.

په اعلان شویو لوبډلو کې په لومړي ځل ذبید اکبري د شل اوریزو سیالیو په نوم‌‌لړ کې ځای ورکړل شوی دی، نوموړي د اسیا ایمرجینګ جام په سیالیو کې د افغانستان په اتلولۍ کې مهمه ونډه ولوبوله.

همدارنګه مجیب‌‌الرحمن چې له ډېره وخته د ګوتو د ټپونو له امله له ملي لوبډلې ليرې و، یو وار بیا په شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو کې اخيستل شوی دی.

د ویلو ده چې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر په ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه نېټه وي، دغه‌راز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه ترسره شي.

د دې ترڅنګ لومړۍ ټېسټ سیالي به د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل او تر ۳۰مې به دوام وکړي او وروستۍ ټېسټ لوبه به د نوي ۲۰۲۵ ز کال د جنورۍ په ۲یمه نېټه پيل او تر ۶مې نېټې به دوام وکړي.

د نولس‌کلنو اسیا جام؛ سریلانکا د ۱۳۱ منډو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله.

د نولس‌کلنو ځوانانو د اسیا جام په ترڅ کې نن شنبه د ډسمبر په لومړۍ نېټه افغانستان له سریلانکا سره سیالي وکړه، چې د ۱۳۱ منډو په تفاوت یې وبایلله او په اسیا جام کې له مخکې تګ پاتې شول.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې وه، سریلانکا د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه.

د سریلانکا توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۴۳ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې شارجن شنمګناتن ۱۰۲ او پولینډو پرېرا ۵۳ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې الله محمد غضنفر ۳، عبدالعزیزخان، نصرت نورستاني، نصیرخان او محبوب خان یوه یوه وېکټ واخیسته.

افغان لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې ۲۸.۲ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او ۱۱۲ منډې یې وکړې.

په‌‌دې سیالۍ کې هيڅ افغان توپوهونکی ونه توانید چې نیمه‌‌سلیزه ووهي، یوازیني مخکښ منډه جوړونکي نظیف‌‌‌الله امیري او حمزه علي‌خېل و چې په ترتیب سره یې ۳۳ او ۳۲ منډې وکړې.

سریلانکا ته پروین منیشا ۳ او راجیت کومار، ویرن او ویهاس دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دا د اسیا جام په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله‌‌‌پسې دویمه سیالي ده چې ويې بایلله او په‌‌دې سره په دې سیالیو کې له مخکې تګ هم پاتې شول.

افغان لوبډلې لومړۍ سیالي بنګله‌‌دېش ته بایللې وه او ټاکل شوې ده چې خپله وروستۍ سیالي د ډسمبر په ۳یمه نېټه له نیپال سره ترسره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG