د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

پاکستان کې د عمران خان د پلویانو لاریونونه؛ ملګري ملتونه: افغانان دې په سیاسي فعاليتونو کې ګډون نه کوي


د عمران خان د پلویانو د اعتراضو له کبله پولیسو لویې لارې تړلي.
د عمران خان د پلویانو د اعتراضو له کبله پولیسو لویې لارې تړلي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا "یو این ایچ سي آر" په دې هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې له هر ډول سیاسي فعالیتونو ځانونه وساتي.

په داسې حال کې چې د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان پلویانو د پراخه لاریونونو ګواښ کړی، په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتني چې هر ډول سیاسي فعالیتونو کې له ګډونه ځانونه وساتي.

یاد سازمان تېره شپه ناوخته په خپل واټس اپ چینل په یو بیان کې لیکلي چې افغان کډوال باید د کوربه هېواد د ټولو قوانینو دروناوی وکړي او د نظم د ساتلو لپاره اخیستل شوي ګامونه ومني.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند یا پي ټي آی د غړو د لاریونونو د مخنیوي لپاره له پرون راهیسې پراخه تدابیر نیول شوي او اسلام اباد ته ورغلې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

پولیسو په اسلام اباد کې ګزمې هم پيل کړي دي.
پولیسو په اسلام اباد کې ګزمې هم پيل کړي دي.

"یو این ایچ سي آر" ویلي، د کوربه هېواد په وړاندې په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخیستل جرم ګڼل کېږي او په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو دې د خپلو ځانونو او خپلو کورنیو لپاره په هر ډول ګډوډۍ کې له ګډون ځانونه وساتي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا سرپرست میوند عالمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې له کډوالو غوښتنه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې دې له اړتیا پرته له کورونو نه وځي.

هغه وویل: ""نن ورځ په اسلام اباد کې وضعیت خوار خراب دی او حالت حساس دي، موږ له ټولو اسلام اباد مېشتو افغان کډوالو نه غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې له خپلو کورونو ونه وځي، ځکه وضعیت خراب دی، تېره شپه یې هم په ځینو ښارګوټو کې عملیات کړي او یو شمېر افغانان یې نیولي دي."

دی وايي٬ تېره شپه هم د اسلام اباد په یو شمېر ښارګوټو کې د عملیاتو پر مهال ځینې افغان کډوال نیولي، خو دې یې د شمېر په اړه دقیق معلومات نه لري.

د یو شمېر نیول شویو افغان کډوالو د کورنۍ ځینو غړو ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پولیس له قانوني اسنادو سره سره افغان نیسي.

د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې یو مېشت افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي٬ ازادي راډيو ته وویل چې پرون ناوخته یې یو ورور چې ویزه یې هم درلوده پولیسو له ځانه سره وړی او تراوسه نه دی راخوشې شوی.

هغه وايي: "د عمران خان پلویانو په اسلام اباد مې لاریونونه شروع کړي دي، ټولې لارې بندی دي، له کورونو نه شو وتلی، ناروغان روغتونونو ته نه شو وړلی، کار روزګار په ټپه ولاړ دی، پولیس کور په کور ګرځي او افغانان نیسي، زما ورور یې وړی، سره له دې چې ویزه یې هم لرله، خو له تېرې ورځې راهیسې ورپسې تاڼه په تاڼه ګرځو ځای یې نه معلومېږي چې چرته بندي دی."

د اسلام اباد یوه څنډه
د اسلام اباد یوه څنډه

د اسلام اباد په بې۱۷ سیمه کې مېشت افغان کډوال مجیب الرحمان ازادي راډيو ته وویل چې دغلته مېشت افغان کډوال له سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.

هغه وویل: له یوې خوا د پاکستان داخلي حالت هم خراب دی، د افغانانو وضعیت هم ښه نه دی، خو افغانان بله لاره نه لري، دوی مجبور دي چې په دې ورځو کې په کورونو کې پاتې شي او ان د کور اړین توکي په پټه، پټه واخلي، ځکه پاکستاني پولیس اوس په شخصي جامو کې ګرځي او د عامو خلکو سره یې توپیر هم نه کېږي، نو دا حالت افغانانو ته ډېر سخت دی او ټول له سختو ستونزو سره مخ دي."

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې هم د اسلام اباد په بي۱۷ او ډي ۱۷ سیمو کې نږدې ۳۰ تنه افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي وو چې په اسلام اباد کې د کډوالو د شورا د معلوماتو پر بنسټ یو شمېر یې راخوشې شوي او ځینې یې لا هم د پولیسو په توقیف خونو کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG