نړۍ
جنرال محمد عاصم ملک د آیایسآی نوی مشر ټاکل شوی
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستانی جنرال محمد عاصم ملک د دې هېواد د پوځي استخباراتي ادارې یا "آیایسآی" د نوي مشر پر دنده ګومارل شوی دی.
د پاکستان دولتي خبري آژانس اېپيپي او دولتي تلوېزیون نن د سپټمبر ۲۳مه راپور ورکړ چې جنرال ملک به د روانې سپټمبر میاشتې له ۳۰مې وروسته د آیایسآی د اوسني مشر ندیم انجم پر ځای خپله دنده پیل کړي.
رویټرز خبري آژانس هم د یوې امنیتي سرچینې له قوله دا خبر ورکړی، خو د ازادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم دفتر د دې موضوع په اړه تراوسه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.
له ۲۰۲۱م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې مهمې ادارې مشر بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د آیایسآی پخوانی مشر جنرال فیض حمید څه وخت مخکې د پاکستان د لیرې کړل شوي صدراعظم عمران خان چې اوسمهال په بند کې دی، د سیاسي اهدافو د ملاتړ په تور ونیول شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په سوډان کې کولرا ناروغۍ لږترلږه ۳۸۸ کسان مړه کړي
په سوډان کې په تېرو دوو میاشتو کې لږترلږه ۳۸۸ تنه د کولرا په ناروغۍ مړه شوي دي.
د روغتیایی چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
کولرا په ځانګړی توګه په ختیځ سوډان کې چې میلیونونو کسانو له جګړې پهکې پناه اخیستې، ډېره خپره ده.
دا سیمې په وروستیو کې سختو بارانونو او سېلابونو هم ځپلې دي.
د سوډان د روغتیا وزارت پرون دوشنبې وویل، دا ناروغي د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کَسَلا و القَضارِف کې ثبت شوې دي.
په سوډان کې د کولرا ناروغي بې سارې نه ده.
اووه کاله پخوا یوازې په دوو میاشتو کې دې ناروغۍ ۲۲ زره خلک اغېزمن کړل او تر ۷۰۰ ډیر یې مړه کړل.
کولرا یوه خورا ساري ساری ساري ناروغي ده چې د اسهال او دهایدرېشن یعنې د بدن د اوبو د کمېدو سبب کېږي.
اسراییلو هوايي بریدونه؛ لبناني چارواکي: د ۲۱ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۷۴ کسان وژل شوي
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په هوايي حملو کې د ۲۱ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۷۴ کسان وژل شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزیر فیراس اباید نن وویل چې په دې حملو کې له تېرې سه شنبې ورځې راهیسې نږدې ۵زره کسان هم ټپیان شوي دي.
اسراییلو نن اعلان وکړ چې په لبنان کې د ایران پلوې حزبالله ډلې پر سنګرونو یې د حملو نوې څپه پیل کړې او د لبنان وګړو ته یې له هغو سیمو څخه د وتلو خبرداری ورکړ چې د حزبالله مرکزونو ته نژدې اوسېږي.
اسراییل وايي، حزبالله چې د امریکا له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي، په دې سیمو کې د وسلو زېرمې ځای پرځای کړې وې.
د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لبنان او اسراییلو په سرحد کې کړکېچ دومره پراخېږي.
حزبالله ډله د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسراییلو پر خاوره راکټونه توغول.
یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول
یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي نن د سپټمبر په ۲۳مه له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول.
د روسیې د فضايي تحقیقاتو ادارې روسکوسموس نن اعلان وکړ چې د سیوز فضايي کپسول چې درې واړه ستورمزلي په کې وو، له نړیوال فضايي سټېشن څخه تر جلا کېدو او څه باندې ۳۱ ساته مزله وروسته د قزاقستان په ورشوګانو کې پر ځمکه کېناست.
روسي ستورمزلي مېرمن اولګا کونو نېنکو او نیکولای ښوب په فضا کې د ۳۷۴ ورځو له تېرولو وروسته ځمکې ته ستانه شول چې دا په فضا کې د پرلهپسې ډېر وخت د تېرولو نوی ریکارډ دی.
امریکایی ستورمزلی ټریسي ډایسون چې شپږ میاشتې یې په فضا کې تېرې کړې هم په سیوز کپسول کې و.
اته تنه فضانوردان چې امریکايي بوتچ ویلمور او سني ویلیامیز هم په کې دي، لا هم په نړیوال فضايي سټېشن کې پاتې دي.
ویلمور او ویلیامز لومړني ستورمزلي وو چې په تېره جون میاشت کې د بویینګ په نوي سټارلاینر کپسول کې فضايي سټېشن ته وختل، خو ناسا پرېکړه وکړه چې د بېرته ستنېدو پر مهال به یې په سټارلاینز کې نه راکوځوي، ځکه د دوی په باور دا کار کېدای شي ډېر خطرناک وي.
ایراني سندرغاړي "شروین حاجيپور" ته بخښنه شوې
د ګرامي ایوارډ په نوم د موسیقۍ د معتبرې جایزې ګټونکی ایرانی سندرغاړی شروین حاجيپور وايي چې چارواکو د ده قضايي دوسیه تړلې او بخښنه ورته شوې ده.
حاجيپور، چې د ’"برای" په نوم سندره یې د ۲۰۲۲م کال د پراخو مظاهرو پر مهال ډېره مشهوره شوه او له دې کبله د حبس له احتمالي حکم سره مخامخ و، نن پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې دا خبر ورکړ او ورسره یې لیکلي چې هیله من دی د ده نسل به داسې یو ژوند وکړای شي چې حق یې دی.
د ایران یوې محکمې په تېره مارچ میاشت کې ۲۷ کلن حاجي زاده د ملي امنیت پر ضد د پارونو او د رژیم پرضد د تبلیغ په تور په درې کاله او اته میاشتې بند محکوم کړ.
نوموړي ته دا امر هم شوی و چې باید د امریکا د بې رحمیو په اړه هم یوه سندره جوړه کړي.
"برای" یا لپاره سندره د ښځې، ژوند او آزادۍ په نوم د هغو مظاهرو په اصلي سرود بدله شوه چې د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو په اعتراض کې په ټول ایران کې پیل شول.
خیبرپښتونخوا کې د بهرنیو ډیپلوماتانو موټریز کاروان ته څېرمه برید؛ ټيټيپي په کې لاس لرل رد کړل
تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د پولیسو د موټرو پر هغه کاروان په حمله کې لاس لرل رد کړي چې بهرني ډيپلوماتان یې بدرګه کول.
د دې برید پړه کومې ډلې نه وه منلې، خو د ټيټيپي ویاند محمدخراساني نن په یوه بیان کې د سړک د غاړې بم په وسیله په دې چاودنه کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل.
د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې په پرونۍ چاودنه کې د پولیسو یو افسر ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
دې پولیسو د هغو ۱۱ ډيپلوماتانو امنیت نیولی و چې د یوې کاري غونډې لپاره سوات ولسوالۍ ته تللي وو.
په دوی کې د روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، بوسنیا هرزګووینا، زیمبابوې، اندونیزیا، ایتیوپیا، ویتنام، روانډا او پرتګال ډيپلوماتان شامل وو.
د پاکستان د تروریزم ضد ځواکونه په سوات دره کې پراخ حضور لري، ځکه دې سیمې ته له پخوا راهیسې د وسلهوالو فعالیتونو د لوی مرکز په سترګه کتل کېږي.
اسلامآباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي خو افغان طالبانو او ټيټيپي دا ادعاوې رد کړې دي.
پر زاپوریژیا د روسیې حملې؛ ګڼې ودانۍ زیانمنې او لږترلږه ۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي
د اوکراین پر زاپوریژیا ښار د روسیې د تېرې شپې حملو د استوګنې ګڼ شمېر جګپوړې ودانۍ زیانمنې کړي او لږترلږه ۱۶ ملکي وګړي پکې ټپیان شوي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې د ژغورنې ډلو له څو زیانمنو ودانیو څخه خلک امن ځایونو ته وایستل.
پر زاپوریژیا د روسيې تازه حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې چارواکو د اوکراین په خارکییف ښار کې هم په ورته حملو کې د ۲۱ ملکي وګړو د ټپې کېدو خبر ورکړ.
روسیه دا نه مني چې د خلکو د استوګنې سیمې یې په نښه کړي، خو وروسته له دې چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین بې دلیله یرغل وکړ، تردې دمه زرګونه اوکراینیان د روسیې په حملو کې مړه او ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ د حزبالله پر مرکزونو نوي بریدونه پیل کړي
د اسراییلو پوځ نن دوشنبه په لبنان کې د حزبالله پر مرکزونو نوي بریدونه پیل کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د پوځ په حواله ویلي، دوی دا بریدونه وروسته تر هغه پيل کړل چې ورته معلومه شوه، حزبالله پر اسراییلو د یوه برید چمتووالی نیسي.
د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی د لبنان په جنوب کې ځایي اوسېدونکو ته پيغام ورکړی چې د حزبالله له سنګرونو څخه لرې ولاړ شي.
هګاري یوه خبري کانفرانس ته که څه هم ونه ویل چې لبنان کې ځمکنۍ جګړه پيلوي او کهنه، خو زیاته یې کړه، هر هغه څه کوي چې اړتیا یې وي.
له کله چې تېر اکټوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، حزبالله د فلسطینیانو په ملاتړ وخت نا وخت پر اسراییلو بریدونه کړي دي.
حزبالله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، همدا پرون سهار هم د اسراییلو پر شمالي سیمو څه باندې سل توغندي وویشتل.
پاکستان کې د سفیرانو کاروان ته څېرمه چاودنه؛ یو پولیس وژل شوی او څلور ټپیان دي
په پاکستان کې د یو شمېر سفیرانو کاروان ته څېرمه په یوه چاودنه کې یو پاکستانی پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې بهرنیو ډیپلوماتانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
برید د خیبرپښتونخوا په سوات دره کې شوی دی.
پولیسو د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي ټاکل شوې وه د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې تر غونډې وروسته په چکر ملم جبې ته ورشي چې په لار کې ورسره د مل پولیسو په موټر چاودنه وشوه.
چارواکي وايي چې د روسیې، ایران، قزقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا، زېمبابوې، وېتنام، او روانډا سفیران سوات ته تللي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفیران د ورځې تر پایه په خوندي توګه اسلامآباد ته رسول شوي دي،
د اوکراین پر خارکییف د روسي بریدونه؛ لږترلږه ۲۱ کسان ټپيان شوي
د اوکراین پر خارکییف ښار د روسي په توغندیزو بریدونو کې لږترلږه ۲۱ کسان ټپيان شوي دي.
بریدونه وړمه شپه ناوخته په هستوګنیزو ودانیو شوي دي.
په ټپیانو کې یو اته کلن ماشوم هم شامل دی.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي دا بریدونه غندلي دي.
هغه په خپل پیغام کې یو وار بیا له لوېدیځو د لا زیاتو وسلو غوښتنه کړې څو د روسیې د بریدونو مخه ونیسي.
اخوا د اوکراین هوایي ځواک د یکشنبې په ورځ ویلي چې د روسیې له اتیاوو ډرونو څخه یې ۷۱ نسکور کړي دي.