د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د افغانستان مشهور شاعر او لیکوال صادق عصیان ومړ


صادق عصیان، د افغانستان مشهور شاعر او لیکوال
صادق عصیان، د افغانستان مشهور شاعر او لیکوال

د افغانستان وتلي شاعر او لیکوال صادق عصیان د ژوند پور پرې کړ.

د هغه زوی فرامرز عصیان، د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه د خپل پلار د مړینې خبر تایید کړ.

د افغانستان معاصر شاعر او لیکوال صادق عصیان، د افغانستان د قلم ټولنې غړی هم و.

د دې ټولنې د جرمني څانګې مسول، غفور ابرام د عصیان د مړینې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

" په خواشینۍ سره چې تیره شپه د تلې مياشتې لومړۍ نیټه، د فارسي ادبیاتو شاعر او لیکوال، محمد صادق عصیان مو د ورپیښې ناروغي له امله، له لاسه ورکړ، د هغه جنازه به له دوو ورځو وروسته، د جرمني په اشتورت ګارد کې خاورې ته وسپارو. "

غفور ابرام، د افغانستان د قلم ټولنې د جرمنې د برخې مسوول
غفور ابرام، د افغانستان د قلم ټولنې د جرمنې د برخې مسوول

د صادق عصیان، ناڅاپه مړينه د افغانستان د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه په ماتم کې کینولې ده.

په اروپا کې مېشت افغان شاعر او ليکوال، سيد رضا محمدي، ښاغلی عصیان په دري فارسي ادبياتو کې یو موثر شخصیت بولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" استاد صادق عصیان، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو یو غوره لیکوال او په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د فارسي ادبیاتو پوهنتون تر ټولو ښه استاد ګڼل کېده، د دې تکړه شاعر ادبي اثار د کلاسیک شعر او عصري شعرونو مجموعه ده، چې موضوعات يې مينه، غزل، ټولنېز موضوعات، او د پخوانیو استادانو په هکله دي. "

په جرمني کې یو بل افغان شاعر، وحید رفیعي هم د صادق عصیان مړینه یوه لویه ضایعه بولي.

نوموړی وایي:

" له بده مرغه استاد صادق عصیان ومړ او د مصیبتو ډکه نړۍ یې پریښوده. او نا ویل شوي په زرګونه نا ویلې يې له ځان سره یوړې. د استاد عصیان مړینه د افغانستان د ادب، ليکوالانو او ولس لپاره یوه ستره ضايعه ده، هغه شعرونه وویل، ويې لیکل او ژوند یې وکړ، چې په خبره يې، ټول خوشحاله ژوند يې له دوو ساعتونو ډېر نه و. "

صادق عصیان چې په دري فارسي ژبې او ادبياتو کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي، د شاعرۍ او ليکوالۍ تر څنګ، د څه باندې درېیو لسیزو لپاره د افغانستان په بلخ پوهنتون کې د ادبياتو پوهنځي استاد هم و.

د افغانستان یو شمېر شاعران او ليکوالان وايي، صادق عصیان چې په نظم او نثر کې ډېر اثار لري، د خپل کتاب "سيما و سخن" له امله، چې د افغانستان د شمالي سيمو د شاعرانو او ليکوالانو ژوند انځوروي، پیژندل کیږي.

صادق عصیان، د طالبانو له واکمنۍ وروسته جرمني ته کډوال شو او د سرطان ناروغۍ له امله د ۵۱ کلونو په عمر ومړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG