د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

ایرانی مشهور شاعر او څېړونکی "امیر هوشنګ ابتهاج سایه" ومړ


امیر هوشنګ ابتهاج سایه
امیر هوشنګ ابتهاج سایه

د ایران مشهور شاعر او څېړونکی امیر هوشنګ ابتهاج سایه ومړ.

امیر هوشنګ ابتهاج چې تخلص یې سایه و، چهارشنبې سهار مهال د ۹۴ کلونو په عمر په المان ومړ.

د دې مشهور غزل لیکونکي شاعر شعرونه د ډېرو طلايي حنجره لرونکو افغان سندرغاړي احمد ظاهر او ایراني سندرغاړي محمد رضا شجریان له‌خوا ویل شوي.

د هغه لور یلدا ابتهاج په انسټاګرام د خپل پلار مړینه تایید کړې ده.

لیکوال او شاعر کاه جبران سایه په اوسني عصر کې د فارسي ژبې د لیکوالو په ډله کې وروستی کلاسیک شعر لیکونکی شاعر ګڼي.

هغه وویل: "د نننۍ ادبي تنقید د موجودو روایتونو له مخې هوشنګ ابتهاج د فارسي ژبې له وروستیو کلاسیک شعر لیکوونکو شاعرانو څخه و چې په حقیقت کې د فارسي شعر عصري کولو او د فارسي ژبې شعر ته په تنوع ور کولو وفادار پاتې شو."

ابتهاج د نیما یوشاج له شاګردانو څخه و، خو د خپل استاد د طریقې په خلاف یې، د غزل په لیکلو سره د خلکو په منځ کې ځان‌ته ځانګړی ځای پیدا کړی و.

د ادیبانو په خبره، امیر هوشنګ ابتهاج د فارسي ژبې او ادب د نامتو شاعر حافظ شیرازي له شاعرۍ هم اغېزمن و.

سایه زياتره سره له‌دې چې غزل یې لیکلي، نوي شعرونه او مثنوي یې هم لیکلې ده.

ابتهاج سایه د موسیقۍ په برخه کې هم څېړنې کړې او په دې برخه کې یې لاس‌ته راوړنې هم لرلې دي.

نخستین نغمه ها ، سیاه مشق ۱، ۲ او ۳، شبګیر، چند برګ از یلدا، تا صبح شب یلدا، یادګار خون سارو، تاسیان، بانګ نی، سراب ، د ایران د دغه مشهور شاعر له پاتې اثارو څخه دي.

ګڼ شمېر پوهانو، لیکوالانو او ځوانانو د دغه وتلي شاعر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او مړینه یې د فارسي شعر او ادب مینه‌والو ته یوه ستره ضایعه بللې ده.

XS
SM
MD
LG