د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د بهاوالدین ولد خانقاه او د ابو ریحان البیروني مقبره بیا رغیږي


د بهاوالدین ولد خانقاه، د مولانا جلال الدین بلخي پلار
د بهاوالدین ولد خانقاه، د مولانا جلال الدین بلخي پلار

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلان لري چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي پلار، بهاوالدین ولد خانقاه په بلخ او د ابو ریحان البیروني مقبره په غزني ولایت کې بیا ورغوي.

د بلخ له مرکزه په ۲۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لرونکې ودانۍ کې لا هم د مغلو د وخت ځیني نښې نښانې ښکاري، خو د بیارغېدو لپاره یې تر اوسه څه نه دي شوي.

خو اوس د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پریکړه کړې چې یاده تاریخي خانقاه او د غزني ولایت ختیځ کې د ابو ریحان البیروني مقبره بیا ورغوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوا شرق
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوا شرق

د دې وزارت نشراتي معین عبدالمنان شیوا شرق وايي: "زموږ ژمنه جدي ده.تخنیکي کار پیل شوی. موږ به ډېر ژر په بلخ کې د بهاوالدین ولد خانقاه، په غزني کې د البیروني مقبره، په هرات کې د امیرعلي شیر نوايي او ګوهرشاد بیګم مقبرې بیا ورغوو او ډېر ژر به یې د پرانېستې غونډه ونیسو."

د ښاغلي شیوا په خبره د خانقاه ترڅنګ به یو جومات، موزیم، د فرهنګي برنامو لپاره یو تالار او د سماع نڅا لپاره یوه خونه جوړه شي او د دې خانقاه په میوزیم کې به د مولانا بلخ اړوند ټول اثار ساتل کېږي.

مولانا جلال الدین محمد بلخي په اتمه پیړۍ کې د فارسي ــ دري ژبې نامتو شاعر دی چې شعرونه یې په ټوله نړۍ کې شهرت لري.

خواجه محمد ابراهیم احراري چې له تېرو ۱۵کلونو راهیسې د مولانا شعرونه د سنتي سندرو په چوکاټ کې وایي.

مولانا جلال الدین محمد بلخي په اتمه پیړۍ کې د فارسي ــ دري ژبې نامتو شاعر دی
مولانا جلال الدین محمد بلخي په اتمه پیړۍ کې د فارسي ــ دري ژبې نامتو شاعر دی

نوموړي د مولانا په اړه داسې وویل: "مولانا یو لوی شاعر چې د تصوف او عرفان په نړۍ کې لوی نوم لري، د مولانا شعرونه د مذهب په پام کې نیولو پرته په ټول انسانیت کې نفوذ لري، په ځانګړي ډول د مولانا، مصنوي او معنوي دوه نامتو اثار چې په نړۍ کې عاشقانه او عارفانه اثارو باندې یې اثر ډېر دی."

د مولانا بلخي د پلار خانقاه له بیارغونې سره به د ختیځ مشهور ستور پیژندونکی ابو ریحان البیروني قبر هم له سره ورغول شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو په وینا هڅه دا ده چې د سلطان محمود په اړه د ابو ریحان ټولې یادونې د اسلامي میناتورۍ په چوکات کې نقاشې شي.

له دې سره هم مهاله شاعر او په تاریخي برخه کې لیکوال او ژورنالېست سنګر نیازی د حکومت دغه ګام ستایي، خو ټینګار کوي چې باید دغه لړۍ دوام پیدا کړي.

یکوال او ژورنالېست سنګر نیازی
یکوال او ژورنالېست سنګر نیازی

دی وايي: "حکومت له دې ګام سره غواړي خپل تاریخ راژوندی کړي، دا ښه ګام دی، هغه ملتونه چې خپل تاریخي ابداتو لپاره هلې ځلې ونه کړي مړه ملتونه دي، دغه لړۍ له پخوا روانه وه، هیله مو دا ده چې همداسې دوام پیدا کړي."

اته کاله وړاندې، د ترکیې حکومت د مولانا بلخي د پلار خانقاه د بیارغونې ژمنه وکړه، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې تردې دمه د ترکیې له خوا کوم اقدام نه دی شوی.

د ختیځ مشهور ستور پیژندونکی ابو ریحان البیروني قبر هم له سره ورغول شي.
د ختیځ مشهور ستور پیژندونکی ابو ریحان البیروني قبر هم له سره ورغول شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسمي شمېرو له مخې په ټول هېواد کې شااوخوا ۷۰۰۰ تاریخي اثار ثبت دي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا تېر لمریز کال کې ۱۳۰ لرغونې ابدات رغول شوي چې سږکال به شااوخوا ۱۰۰ نور ورغول شي.

XS
SM
MD
LG