افغانستان
د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغانی ومړ
د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۱ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي.
روغاني لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه سوات کې کړې وې او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې مخته یوړې.
د روغاني په شاعري کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي.
له نوموړي ګڼ شعري او نثري اثار پاتې دي چې ( نوې نغمه، ځوریدلي احساسات، سندریز احساس، د رڼا څاڅکي) یې شعري ټولګې او ( کوربانه خیالونه او خود غرض) یې نثري کتابونه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کاناډا د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه جوړه کړه
د په ملګروملتو کې د کاناډا استازولۍ اعلان کړی چې د افغانستان د ملګرو ډلې غونډه یې د جمعې په ورځ د ملګروملتو د افغانستان د مرستندوی ماموریت او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د استازو په ګډون جوړه کړې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز د بشري حقونو حالت وارزول شو.
د کاناډا استازولۍ ویلي چې نړیوالو استازو د افغانستان د روان اقتصادي بحران، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو او د بشري مرستو د اړتیاوو په اړه بحثونه وکړل.
د افغانستان د ملګرو ډله یو مهم ډیپلوماتیک چوکاټ بلل کېږي چې هدف یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د بېلابېلو هېوادونو د دریځونو او اقداماتو همغږي کول دي.
کاناډا، چې د دې ډلې له فعالو غړو څخه ده، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په رااړولو کې مهم رول لوبوي.
د خوړو نړیوال پروګرام: په ۲۰۲۶ کال کې به ۱۷ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ وي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ شي او نژدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به په خوارځواکۍ اخته وي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانان لا هم د نړۍ له تر ټولو سخت بشري او غذایي بحران سره لاس و ګرېوان دي. څلوېښت کلنې جګړې، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، وچکالیو او طبیعي پېښو د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط لا پسې خراب کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ښځې او نجونې د دې بحران تر ټولو زیاتې زیانمنې دلې دي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو وړتیا محدوده کړې ده.
دا اداره ټینګار کوي چې که نړیوالې مرستې زیاتې نه شي، د خوړو او بشري مرستو پروګرامونه به لا ډېر کم شي.
ازبکستان: د ټرانسافغان دهلېز د امکانسنجۍ چارې چټکې شوې
ازبکستان ویلي چې د ټرانسافغان دهلېز د اقتصادي او تخنیکي امکانسنجۍ د چمتو کولو چارې فعال پړاو ته داخلې شوې او تمه ده چې دا بهیر د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال شوکرت ګولیاموف دا خبره پرون په تاشکند کې د ترمذ د دوهمې غونډې په ترڅ کې وکړه.
د هغه په وینا، د پروژې لپاره ساحوي سروې او تخنیکي ارزونې هم پیل شوې دي. نوموړي ټرانسافغان دهلېز د سیمې له مهمو ستراتیژیکو پروژو څخه وباله او ویې ویل چې دا به د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اقتصادي او ترانزیټي اړیکې پیاوړې کړي.
ازبک چارواکي باور لري چې دا پروژه به نه یوازې د ترانسپورټ یوه لاره وي، بلکې په راتلونکي کې د افغانستان دننه د پراخې او عمومي ترانسپورټي شبکې بنسټ هم کېدای شي.
ټرانسافغان دهلېز د هغو سیمهییزو پروژو له ډلې ګڼل کېږي چې هدف یې د سوداګرۍ پراختیا، د ترانسپورټ اسانتیا او د افغانستان د ترانزیتي رول پیاوړتیا ده.
په ایران کې ترافیکي پېښه؛ شپږ افغانان مړه او درې نور ټپیان شول
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د سمنان ولایت په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ افغان وګړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پرون (جمعه) راپور ورکړ چې دا پېښه د پنجشنبې په ماښام د ایوانکي او تهران ترمنځ پر لویه لار هغه مهال رامنځته شوه چې یو پیژو موټر له یوه باروړونکي لارۍ سره ټکر وکړ.
د سمنان د طبي علومو پوهنتون د عامه اړیکو مشر، کارن یحیایي، ویلي چې له نهو کسانو څخه چې په پېښه کې شامل وو، شپږ تنه ځای پر ځای مړه شوي او درې نور روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي چې د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان وو، خو تر اوسه یې د هغوی هویت او د پېښې د اصلي لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
له بلې خوا پرون (جمعه) د غزني په قره باغ ولسوالي کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
طالبانو له جرمني څخه د ایستل کېدونکو کډوالو د الوتکې مخه ونیوله
د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو له جرمني څخه کابل ته د هغو افغان کډوالو د لېږدوونکې الوتکې مخه نیولې چې ټاکل شوې وه له جرمني ]حخ وایستل شي.
راپور وايي، طالبانو د الوتنې د لغوه کېدو لامل په جرمني کې د خپلو دیپلوماتانو کمښت ښودلی او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو د منظم اخراج د بهیر د همغږۍ لپاره نورو استازو ته اړتیا لري.
دا مهال په جرمني کې د طالبانو یوازې دوه استازي رسمي اعتبار لري.
له بلې خوا، د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف موجود دی. د بهرنیو چارو وزارت د سخت دریځ پلوی دی، خو د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت اندېښنه لري چې زیات فشار به د افغان کډوالو د اخراج بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
ملګرو ملتونو افغانستان کې دخپلې یوې کارکونکې د مړینې خبر تایید کړ
ملګرو ملتونو افغانستان کې ددغه سازمان دنفوسو د صندوق (UNFPA) د کارکونکې فرشته عمادي د مړینې خبر تایید کړ.
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۱۵ مه په خپله ایکسپاڼه یوه خبره پاڼه کې د میرمن عمادي مړینه تایید او دهغې کورنۍ ، دوستانو او همکارانو سره یې غمرازي شریکه کړه.
افغانستان کې ځینو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې نوموړې د پنجشنبې په ورځ د کابل په یوه سیمه کې دناپیژاندو کسانو لخوا وژل شوې ده.
د ښځو د حقوقو د ملاتړ ځینې فعالان هم ادعا کوي میرمن عمادي د ناپیژاندو کسانو لخوا برید کې وژل شوې.
خو ملګرو ملتونو د مړینې د علت او څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي .
افغانستان کې طالب چارواکو هم ددغه خبر تر خپریدو په دې هکله څه نه وو ویلي .
متحد عربي امارات د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په تامین ټینګار کوي
ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو استازولۍ د افغان نجونو او ښځو د حقوقو په تامین ټینګار کړی دی.
د استازولۍ مرستیالې غسق شاهین د یوناما د مرستیالې جورجیت ګانون سره د لیدنې په مهال د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقوقو د ساتنې په اهمیت ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو کې د متحدو عربی اماراتو استازولۍ د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې میرمن شاهین زده کړو ته دښځو او نجونو د لاسرسي له لارې د عامه ژوند په چارو کې د ښځو په بشپړ، برابر او واقعي مشارکت ټینګار کړی دی.
دغه لیدنه دیوناما دماموریت دتمدید لپاره دامنیت شورا له غونډې مخکې ترسره کیږي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دروانې جون میاشتې په شپاړسمه دیوناما دماموریت دتمدید لپاره غونډه وکړي.
ملګري ملتونه :وچکالي او د اوبو کمی په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښ دی
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دفتر افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره وايي د اوبو کمی او وچکالي په افغانستان کې ترټولو پراخ ګواښ دی.
یوناما د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل رپوټ کې وايي چې د افغانستان نیمايي برخه خلک د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي په کرنه باندې چې په کلیوالي سیمو کې دژوندانه د ملاتیر ګڼل کیږي سخت اغیز کوي.
یوناما زیاتوي چې کندهار، هلمند، نیمروز ، زابل او ارزګان ولایتونه له وچکالي ډیر زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي دوامدارې وچکالۍ ، د ورښتونو کموالي او د ځمکې لاندې اوبو ناسم استخراج ، د اوبو سیستم د له مینځه تلو ترکچې رسولی دی.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي چې افغانستان له هغو لسو هیوادونو څخه یو دی چې د اقلیمي بدلون څخه تر نورو ډیر زیمانمن شوي دي اودغه هیواد د اقلیمي بدلون اغیزو سره دمقابلې لپاره ډیر کم امکانات لري.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د باران او سیلابونو اټکل
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د باران او سیلابونو اټکل شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پیښو پر وړاندی د مبارزې او چمتوالی ادارې وویل چې د جمعې په ورځ پنجشیر، خوست ، بغلان ، تخار، بدخشان ، ننګرهار ، کونړ او نورستان کې د شدیدو بارانونو او سیلابونو اټکل شوی دی.
د باران کچه له ۵ تر ۲۰ ملي مترو اټکل شوې.
سږنیو طبیعي پیښو لکه بارانونو، تلندو ، برښنا او سیلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
رسمي ارقام ښيي چې د وري میاشتې له شپږمې راهیسې د طبیعي پیښو له امله افغانستان کې څه دپاسه ۳۶۰ کسان مړه شوي دي.
په کویټ کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو ډیپلوماټانو ته سپارل شوي دي
په کویټ کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو ډیپلوماټانو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې نن پنجشنبې ازادي راډیو ته د دې خبر پخلی وکړ خو په دې اړه یې نورجزیات ورنکړل.
د افغانستان خصوصي رسنۍ طلوع نیوز ویلي چې شفیق خطیب چې په بهرنیو چارو وزارت کې د قونسلګرۍ او د پولو د چارو د ریس په توګه دنده ترسره کوله، د دې سفارت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
تردې مخکې د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د خلیج اکثرو هیوادونو د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو د حکومت ډیپلوماتانو ته سپارلې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څه موده وړاندې د هغو هیوادونو شمیر له څلویښتو زیات وباله چې دوی ورسره ډیپلوټیکې اړیکې ټینګې کړې دي.