د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د 'واصف باختري' مړینه د افغانستان ادبیاتو لپاره لویه ضایعه وبلل شوه


واصف باختري
واصف باختري

د افغانستان نامتو شاعر لیکوال او کره‌کتونکی واصف باختري د ۸۱ کلونو په عمر ومړ.

یو شمېر افغان شاعران او لیکولان، شاعر، لیکوال، څېړونکی او کره‌کتونکی واصف باختري د افغانستان د فارسي دري معاصرو ادبیاتو یوه نه تکرارېدونکې څېره او مړینه یې لویه ضایعه ګڼي.

د واصف باختري لور منیژې باختري په خپل فېسبوکپاڼه د خپل پلار مړینه تایید کړې ده.

نوموړې لیکلي، واصف باختري د روانې اوونۍ د چهارشنبې په شپه د امریکا په کلفورنیا کې ومړ.

واصف باختري څوک وه؟

افغان لیکوال او شاعر غفور لېوال وايي، واصف باختري نه یوازې پېژندل شوی شاعر و، بلکې په ادبي کره‌کتنه، د فلسفي مقالو په لیکنه، د نړۍ د نامتو شاعرانو د اشعارو په ژباړه او د ادب په نورو برخو کې د سیمې په کچه لوی لاس درلوده.

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

هغه ازادي راډيو ته وویل: "استاد باختري د کابل، مزار شریف او د امریکې د متحده ایالاتوپه پوهنتونونو کې زده کړې کړې وې. استاد باختري په معاصري افغاني ادبیاتو کې یو یاد او د درناوی وړ نوم دی."

د غفور لېوال په خبره واصف باختري د افغانستان په معارف وزارت کې د تالییف او ترجمې په برخه کې کار کاوه او د افغانستان د لیکوالو ټولنې له مخکښو څېرو څخه و.

د واصف باختري په رسمي ویپاڼې کې د هغه د ژوند لیک په اړه په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي چې دی د ۱۳۲۱ هجري لمریز کال د سلواغې په ۲۴مه نېټه د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د مزار شریف په عالي لېسه او لسم او یوولسم ټولګي یې په حبیبیه لېسه کې لوستي او د فراغت سند یې د ۱۳۹۳ لمریز کال د لیندۍ په ۱۳مه د مزارشریف له لېسې څخه تر لاسه کړی دی.

واصف باختري په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه د لیسانس سند تر لاسه کړ او په همدې کال یې د پوهنې وزارت د تالییف او ترجمې په ریاست کې په دري څانګه کې دنده پیل کړه.

باختري په ١٣٥٣ کال کې د لوړو زده کړو لپاره امريکا ته ولاړ او د امریکا له کولمبيا له پوهنتون څخه يې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ او په ١٣٥٧ کال کې افغانستان ته راستون شو او د پوهنې په وزارت کې يې دندې ته دوام ورکړ.

فاروق فردا یو له هغو افغان لیکوالو څخه دی چې څه موده یې له باختري سره د افغانستان د لیکوالو په ټولنه کې کار کړی.

فاروق فردا
فاروق فردا

فردا ازادي راډيو ته د اروښاد باختري د یو شمېر اثارو په اړه وویل: "آفتاب نمی میرد یې لومړي ادبي ټولګه ده. از معیاد تا هرګز، از این اینه بشکسته تاریخ، دیباچه در فرجام، تا شهر پنج ضلعی ازادی، در استوای فصل شګفتن، دروازه های بسته تقویم، مویه های اسفندیار ګم شده، استواره بزرګ شهدات، بیتن نامه وارثان زمین، خو هغه څه چې زما په اند ډېر جالب وه، نردبان اسمان و."

د واصف باختري له شلو زیات کتابونه او سلګونه مقالې چاپ شوي دي.

په ورته وخت کې یو بل افغان لیکوال انور وفا سمندر د نوموړي مړینه په شعري نړۍ کې یوه لویه ضایعه بولي.

هغه وویل: "واصف باختري د دري شعر یو ځلانده ستوری و، چې نن وکوچېد، زموږ دري شعر نور دا لوی سالار له ځان سره نه لري، واصف باختري د شعر په ډګر کې اوږد مزل کړی او ځلانده مزل یې کړی. خپل عمر یې وقف کړی و. د ده نه شتون فارسي شعر او ادب ته یوه لویه ضایعه ده."

واصف باختري د ۱۳۸۰ کال راهیسې د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې ژوند کاوه او د خپل ژوند وروستي کلونه یې د ناروغۍ په بستر کې تېر کړل.

XS
SM
MD
LG