د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د سعدالدین شپون مړینه لویه ضایعه بللې


د پښتو ژبې مشهور لیکوال او شاعر سعدالدین شپون د ۸۴ کلونو په عمر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په امریکا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ارواښاد شپون مړینه د پښتو ادب او افغانستان لپاره ستره ضایع بللې ده .

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ولسمشر په دې اړخ په خپل پیغام کې ویلي چې ارواښاد سعدالدین شپون د خپلو بېلابېلو خپرو شوېو اثارو په وسیله د ټولنې په بیدارۍ او د ادبي ذوق په روزلو کې فعاله ونډه درلوده.

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"جمهور رئیس د استاد سعد الدین شپون مړینه د افغانستان لپاره ستره ضایع وبلله همدارنګه يې په خپل پیغام کې ویلي دي چې استاد شپون یو لیکوال، شاعر او د ادبیاتو د یو عالم په توګه د افغانستان د ادب او فرهنګ خدمت وکړ او د خپلو ناولونو لنډو کیسو او نورو لیکنو په وسیله د ټولنې په بیدارۍ او همدارنګه د ادبي ذوق په روزلو کې فعاله برخه اخېستې وه."

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد

ښاغلي غني په خپل پیغام کې دا هم ویلي چې ارواښاد شپون د افغانستان د بدو ورځو پر مهال د مهاجرت په کلونو کې د وطن او افغانانو د ژغورنې لپاره بې دریغه هلې ځلې کړي دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم په جلا پیغامونو سره د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره علمي او ادبي ضایعه بللې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د ارواښاد سعدالدین شپون په مړینه د خواشینۍ د ښودلو تر څنګ د مرحوم د تدفین او جنازې مراسمو ته د چمتوالي خبره کړې ده.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو هم د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي ښکاره کړې او دا غم يې ستر بللی دی.

ارواښاد سعدالدین شپون د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړي او د عمر ډېر کلونه په افغانستان کې دننه او بهر یې د پوهنتون د استاد او ژورنالیست په توګه پاتې شوی دی.

نوموړي د نثر او نظم په برخه کې بېلابېل اثار لیکلي او خپاره کړي دي، د کابل پوهنتون د استادۍ پر مهال يې د ادب تیوري ولیکله چې د یو مهم تحقیقي اثر په توګه ترې محصلینو ګټه اخېسته.

د ارواښاد شپون د ګټیالی، شین ټاغی، د څمڅې یاران او د ښایستو په نوم څلور ناولونه، د بنګي غاړې په نوم د لنډو کیسو ټولګه او د پرخه ترخه او شین خالۍ څنګه پیدا شوه په نوم د نظمونو دوه ټولګې چاپ شوي دي.

په ورته وخت کې په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون وايي چې د ارواښاد سعدالدین شپون په اثارو کې په رښتیني مانا د ادبیاتو ماهیت خلکو ته توضیح شوی دی.

د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون
د ولسمشر سلاکار استاد لال پاچا ازمون

ښاغلي ازمون زیاته کړه:

"د ده په لیکنو کې د ده په نثر کې او د ده په تحقیق کې د ادبیاتو ماهیت، د ادبیاتو ارزښت او د ادبیاتو ګټه دا خلکو ته توضیح شوې ده چې ادبیات یعنې څه، له ادبیاتو نه څه خوند اخېستل کېږي او هغه زموږ ځوانو لیکوالو او شاعرانو ته د یو ستر لارښود حیثیت لري."

که څه هم معلومه نه‎ده چې د مرحوم شپون جنازه به کله او چېرته خاورو ته وسپارل شي خو د کورنۍ غړو يې په امریکا کې رسنیو ته ویلي چې د ارواښاد له وصیت سره به سم به هغه په ننګرهار ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG