د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د افغانستان وتلی ادیب او ناول لیکونکی استاد سعدالدین شپون وفات شو


د افغانستان وتلی ادیب او ناول لیکونکی استاد سعدالدین شپون د ۸۵ کلنۍ په عمر په امریکا متحده ایالتونو کې وفات شو.

په واشنګټن کې د افغانستان فرهنګي اتشې مجید قرار دا خبر په خپله فیس بوک پاڼه تائید کړی دی.

استاد شپون له ډېرې مودې راهیسې ناروغ او په روغتون کې بستري و.

ګڼو لیکوالانو او شاعرانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه په مړینې ژوره خواشینې ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانانو په خاصه توګه پښتو ژبې او نثر ته یوه لویه ضایعه بللې ده.

"و نه و يو شپون و"، "شين ټاغی"، "ګټيالی"، د "سمڅې ياران"، د "بنګي غاړه" او ښايستو د استاد شپون له ډېرو مشهورو کتابونو څخه دي.

XS
SM
MD
LG