د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د پښتو ژبې لیکوال او شاعر غازي سیال ومړ


غازي سیال د ۱۹۳۳ میلادي کال د اپرېل په ۵مه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې زیږېدلی و.
غازي سیال د ۱۹۳۳ میلادي کال د اپرېل په ۵مه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو کې زیږېدلی و.

د پښتو ژبې نومیالی لیکوال او شاعر غازي سیال تر اوږدې ناروغۍ وروسته د چهارشنبې په ورځ په ۸۶ کلنۍ کې د پېښور په یوه روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد سیال شاوخوا پنځوس کاله د پښتو ژبې او ادب خدمت وکړ او په خپل ادبي ژوند کې یې ګڼ شمېر ګټور اثار پښتو ژبې ته وړاندې کړل.

سیال د ۱۹۳۳ میلادي کال د اپرېل په ۵مه نېټه د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو سیمې په کوټکه اخوندان منډان کلي کې زیږېدلی و. د ناول، لنډو کیسو او شعري او نعتیه ټولګو په ګډون د نوموړي نزدې ۱۵ اثار چاپ شوي دي.

د پښتو ژبې لیکوال و شاعر اسیر منګل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د غازي سیال مړینه د پښتو ادب لپاره ستره ضایع وبلله.

ښاغلي منګل وویل: "که څه هم صیب سیال اوس په موږ کې نشته، خو دده خیالات به زموږ لارښوونه کوي. غازي سیال د هېرېدو سړی نه دی، د هغه یاد به تلپاتی وي. ده د پښتو ادب او ژبې لپاره په شعر او په نثر کې ډېر کار کړی دی چې نوم به یې په زرینو ټکیو ثبتېږي."

د هغه په خبره، که څه هم غازي سیال ناول، لنډې کیسې او نثر لیکلی، خو د هغه مشهورتیا په سندرېز میدان کې شوې او همدا لامل و چې هغه ته د "سندرې بابا" لقب هم ورکړل شوی و.

ښاغلی منګل وايي، د ارواښاد غازي سیال یو ناول (بنزی) د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو د پښتو پوهنځي د ماسټرۍ یا ۱۶ ټولګي په نصاب کې هم شامل و او په وینا یې "ارواښاد سیال په موسیقۍ ډېر ښه پوهېدو او د موسیقۍ په اړه یې یو ډېر ګټور کتاب (د سندرې روح) هم لیکلی و."

غازي سیال د ګڼ شمېر پښتو فلمونو د سندرو لپاره شعرونه هم لیکلي دي چې ډېری هغه یې د ګلنار بېګم په ګډون د پښتو ژبې ډېرو مشهورو سندرغاړو ویلي دي.

ارواښاد سیال د خپلې لیکوالۍ او شاعرۍ له امله لسګونه دولتي او غېر دولتي ایوارډونه ترلاسه کړي وو او په کتابونو سربېره یې په ګڼو پښتو مجلو کې لسګونه مقالې هم خپرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې ارواښاد غازي سیال له اوږدې مودې ناروغه و او له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې بستر و.

د پښتو ځینې مشهورې سندرې چې ګلنار بېګم او کشور سلطان ویلي د ارواښاد غازي سیال شعرونه دي:

زما زړګی چې پرې ډاډه دی څومره ښکلی دی

دغه زما د اشنا کلی دی

او:

د غره لمنه کې شپونکیه شپېلۍ غږوه

زما ساده ساده لالیه شپېلۍ غږوه

راپور: ذبیح شفق

XS
SM
MD
LG