د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

'نجم‌العرفا'؛ حیدري وجودي ۸۱ کلنۍ کې مړ شو


حیدري وجودي چې د دري ژبې په نجم‌العرفا مشهور و
حیدري وجودي چې د دري ژبې په نجم‌العرفا مشهور و

د هېواد نامتو لیکوال او شاعر حیدري وجودي چې د دري ژبې په نجم‌العرفا مشهور و نن چهارشنبه «۱۳۹۹ کال د غبرګوي ۲۱» ۸۱ کلنۍ کې ومړ.

حیدري وجودي په خپل ژوند کې د لیکوالۍ او شاعرۍ ترڅنګ بېلابېل نور فرهنګي کارونه هم ترسره کړي دي. حیدري وجودي د عامه کتابتون د مدیریت چارې هم پر مخ وړلې.

د حیدري وجودي د کورنۍ غړي وايي هغه دوه اوونۍ وړاندې ناروغ شو او د ساه لنډۍ احساس‌یې کاوه، خو تر اوسه روښانه نه‌ده چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله مړ شوی یا کومه بله ناروغي یې درلوده.

د حیدري وجودي زوی نقشبند حیدري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه ناروغي چې موږ پرې مشکوک و، خو تسټ نه‌دی شوی ځکه کرونا نه‌شو ورته ویلی، توان‌یې نه‌درلود، وفات شو."

مشهور افغان شاعر حیدري وجودي وفات شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

د وحودي د کورنۍ غړي وایي هغه یوه شپه د دشت برچي محمد علي جناح روغتون کې چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته ځانګړی شوی بستر و، خو له ښه کېدو سره بېرته کور ته راستون او بالاخره د چهارشنبې په ورځ مړ شو.

حیدري وجودي نږدې خپل نیمه پېړۍ عمر روزنې، د شعر زده‌کړې او عرفان ته ځانګړی کړی و.

  • عشق و جواني
  • رهنمایي پنجشېر
  • نقش امېد
  • او سالې در مدار نور یې؛

چاپ شوي اثار دي.

د نوموړي جنازه به سبا خاورو ته وسپارل شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښاغلي وجودي مړینه د ادب او فرهنګ برخه کې لویه ضایعه ګڼي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"له بده مرغه نامتو فرهنګي څېره حیدري وجودي ۸۱ کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړي، حیدري وجودي د علم او ادب استاد و او په نظري او عملي عرفان کې یې ځانګړی ځای درلود، هغه شاعر، عارف او مولانا او د هېواد مولانا و."

د ښاغلي مومند په خبره حیدري وجودي د ژوند ډېره برخه د هېواد د فرهنګ خدمت کې تېره کړه او د فرهنګي ادبي بنسټونو فعاله غړی و.

حیدري وجودي د عامه کتابتونونو د مجلو، جرایدو او ورځپاڼو د څانکې مسؤلیت هم په غاړه درلود.

حیدري وجودي په ۱۳۱۸ کال پنجشېر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د هغه ډېری مقالې او کتابونه چاپ شوي دي.

هغه په عرفان ادبیاتو کې ښه پوه درلوده، د شعر ویلو برخه کې د هېواد د مشهورو شاعرانو عشقري او شایق پلوی و.

XS
SM
MD
LG