کندهار کې مېشتې ښځینه شاعراني وايي، په ادبي او فرهنګي برخه کې له پامه لوېدلي او له تېرو شاوخوا دوو کالو راهیسې چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي، د هېڅ ډول فرهنګي فعالیت اجازه نهلري او نهشي کولای د شعر په ژبه خپل د زړه خبري او احساسات څرګند کړي.
د طالبانو حکومت د کندهار د انارګل په شمول د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې دودیزي مشاعرې کوي، خو ښځو ته د شعر ویلو او ګډون کولو اجازه نه ورکوي.
دا په داسي حال کې ده چې کندهار د تاریخ په اوږدو کې د مېرمن عایشې، نازو انا، ملالې میوندۍ، مېرمن نیک بختې، بي بي حلیمې او د پروین ملالې په نوم ښځینه شاعراني درلودې.
نور تفصيل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: