د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

یونسکو غواړي په افغانستان کې د لیک لوست پروګرام پیل کړي


آرشیف - په کابل کې د لیک لوست په یوه ټولګي کې ښځې
آرشیف - په کابل کې د لیک لوست په یوه ټولګي کې ښځې

د ملګروملتو کلتوري – علمي موسسه، یونسکو غواړي چې د افغانستان په ګوټ – ګوټ کې د افغانانو لپاره د لیک لوست پروګرام پیل کړي.

د یونسکو مسوولانو مېرمن سارا ایل عطار او مېرمن پرنیان وحیدي په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر سره خبرې وکړې.

په دې کتنه کې اغلې عطار وویل چې له ۲۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې کار کوي او ورته څرګنده شوې چې افغانان د زده کړو استعداد او لېوالتیا لري نو غوره ګڼي چې د دغو استعدادونو د لا ودې لپاره نور کار وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي منیر د یونسکو د علمي کلتوري ادارې له مسوولانو د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د یونسکو له پروګرامونو سره موافق دي او حاضر دي چې د یوې موافقې د لاسلیک له لارې اجازه ورکړي چې افغانانو ته د لیک لوست لپاره رسمي فعالیت پیل کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو ومنله چې د یوې موافقې متن ترتیب او پر یوه کاري میکانېزم توافق ته د رسېدو لپاره د دوو خواوو تخنیکي ټیمونه له راتلونکې اوونۍ خبرې پیل کړي.

آرشیف: په کابل کې د لیک لوست د یوه ټولګي انځور
آرشیف: په کابل کې د لیک لوست د یوه ټولګي انځور

د ملګروملتو د شمېرو له مخې، د نړۍ په لسو هېوادونو کې، چې د سواد کچه په کې تر ټولو ټیټه ده، افغانستان د پای له لوري نهم ځای لري. په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې لیک لوست یې زده دی، تر تولو کم دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه له واک ترلاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی خو له دې سره سره پرون د ملګروملتو د کډوالو مرستیال کمېشنر په کندهار کې هیله وښوده چې طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG