د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

پوهنې وزارت ټولو ولایتونو کې د بالمقطع ښوونکو د ګمارلو لړۍ پیل کړې


ارشیف، د هرات یو ښوونځی
ارشیف، د هرات یو ښوونځی

په داسې حال کې چې د ښوونیز کال له پیلېدو دوه میاشتې تیریږي، د پوهنې وزارت وایي، په ټولو ولایتونونو کې یې د بالقطع ښوونکو د ګمارلو لړۍ پیل کړې ده.

د دې وزارت ویاندې نجیبې ارين ازادي راډیو ته وویل چې ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی یوه جدي ستونزه ده او د پوهنې وزارت یې د هواري لپاره جدي کار کوي.

د اغلې ارين په خبره، دا پروسه په خورا رونټیا ترسره کېږي او په دې سره به دا هم جوته شي چې په ټول افغانستان کې څومره نارینه او ښځینه ښوونکي کم دي؟

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

اغلې ارین زیاته کړه: "د ګمارل کېدونکي ښوونکو تحصیلي اسناد باید د تحصیلي ادارو له خوا تایید شي. دا پروسه به د بایومټریک سیسټم له لارې ترسره او معاشونه به یې د بانکي سیسټم له لارې حواله شي. له دې سره به شفافیت رامنځته او په کره ډول به معلومه شي چې هر ولایت کې څومره ښوونکو ته اړتیا ده؟ هر ولایت ته به د سهمیې او اړتیا سره سم ښوونکي وګمارل شي."

د پوهنې وزارت وایي چې دا لړۍ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه او د مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې په مشوره ترسره کېږي، خو د جذبېدونکو ښوونکو د دقیق شمېر نه ښيي.

تردې وړاندې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ویلي وو چې د دې پلان پر بنسټ به ۱۱ زره ښوونکي چې ۳۰سلنه به یې ښځې وي جذب شي.

په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی په تېره لېرې پرتو سیمو کې یوه جدي ستونزه ده چې د ډېرو کلونو په تېرېدو او د پرله پسې ژمنو سره-سره لا هم نه ده هواره شوې.

د ولايتونو ترڅنګ دا ستونزه په پلازمېنه کابل کې هم محسوسه ده.

په کابل او پکتیا کې زده کوونکو ازادي راډيو ته ويلي، اوسمهال په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت له امله هره ورځ یو یا دوه درسي ساعتونه تش وي:

په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی په تېره لېرې پرتو سیمو کې یوه جدي ستونزه ده
په ښوونځیو کې د ښوونکو کموالی په تېره لېرې پرتو سیمو کې یوه جدي ستونزه ده

"د لسم ټولګي زده کوونکې مروه یم، درسي ساعتونه مو تش دي ښوونکي کم دي او نن هم دوه یا درې ساعته مو درس ونه وایه، هیله مو دا ده چی موږ ته پام وشي ځکه موږ سبق ویلو ته راځو.

- د دولسم ټولګي زده کوونکې نازنین یم، زموږ په ښوونځي کې د ښوونکو کمبود شته موږ دوه یا درې ساعته درس وایو، نور ساعتونه تش وي. له دولته غواړو چې موږ ته ښوونکي راولېږي."

اوسمهال نږدې لس میلیونه نجونې او هلکان د افغانستان په ۱۸ زره ښوونځیو کې په لیک لوست بوخت دي چې د ۲۲۰ زرو رسمي او زرګونو بالمقطع ښوونکو له خوا ورته زده کړه ورکول کېږي.

خو په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ، د درسي کتابونو کموالي، ښوونکو ته په وخت معاش نه ورکول او داسې نور هغه څه دي چې پوهنېزې چارې یې ټکنۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG