د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر دریمه کلنۍ مشاعره


په کابل کې د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر دریمه کلنۍ مشاعره ولمانځل شوه، په دې مشاعره کې چې د بېلابېلو ولایتونو لسګونه ښځینه شاعرانې راغلي وې، په نوبت سره یي خپل شعرونه وړاندې کړل.

همدا راز په دې مشاعره کې د ټنګ ټکورې برخې ته هم ځای ورکړای شوی وو.

په دې مشاعره کې د ښځینه شاعرانو تر څنګ یو شمېر نارینه شاعرانو، لیکوالانو هم ګډون کړی وو.

د اوږې امیل په دې مشاعره کې لسګونه ښځینه شاعرانې راټولې شوې وې او هرې یوې یي په خپل وار سره، شعرونه د غونډې ګډوالو او د شعر مینه والو ته وړاندې کړل.

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر مسولیني وایي، د رڼا د کلنې مشاعرې هدف د هغو ښځینه شاعرانو ملاتړ دی، چې د سیمه ایزو ناوړه دودونو له امله نه شي کولای خپل شعرونه د شعر تر مینه والو ورسوي.

د میرمن د کلتوري ټولنیز بهیر غړي توبا ندا ساپۍ ازادۍ راډیو ته وویل:

(( رڼا د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر دودیزه مشاعره ده، چې تقریبا له نن نه درې کاله مخکې، د دې بهیر له خوا دا مشاعره جوړه شوه او هر کال د رڼا مشاعره د میرمن بهیر کلتوري ټولنې د کلیزې په ویاړ جوړیږي.

د رڼا مشاعرې هدف، د هېواد د ښځو له کلتوري او فرهنګي هڅو څخه ملاتړ دی، چې تر اوسه مو کړې هم دی.))

اغلې ساپۍ همدا راز وویل، چې د رڼا په کلنۍ مشاعره کې، هر کال د کال غوره فرهنګیالي ته مډال ورکوي، چې د سږ کال د کال د غوره فرهنګیالې مډال ګلالۍ امرخیل ته ورکړل شو.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو ښځینه شاعرانو د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر کارونه وستایل او ويي ویل، چې دې بهیر د دوي د شعر ویلو دنیا رنګینه کړې او ډیرې هغه میرمنې چې د شعر له ویلو سره یي منیه نه درلوده، په شعر ویلو یي پیل کړی دی.

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر چې له نږدې څلورو کلونو راهیسي جوړ شوی، د کابل سربیره په یو شمېر ولایتونو کې څانګې لري.

د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر کې ښځینه شاعرانې په اونۍ کې یوه ورځ راټولیږي او خپلې هڅې له یو بل سره شریکوي.

دا راپور په ږغ کې د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې هم اوریدلای شﺉ

ذکیه غیاثي نذیر،کابل
XS
SM
MD
LG