د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د ژوندون تلوېزیون د ځمکې د تړون پر سر لانجه؛ یون: د دې تړون د لغوه کولو اجازه نه ورکوم


د ژوندون تلوېزیون نښان
د ژوندون تلوېزیون نښان

د افغانستان یو رسنیز فعال او د ژوندون تلوېزیون مشر وایي، د طالبانو د حکومت د مخابراتو سرپرست وزیر په ناقانونه توګه د ژوندون تلوېزیون د ځمکې د تړون د لغوه کولو هڅې کوي.

ژوندون تلوېزیون په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوی او مرکز یې په هغې څلور جریبه دولتي ځمکه کې دی چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په امر په ۲۴زره افغانیو کلنۍ اجارې ورکړل شوی.

تازه د دغه تلویزېون مشر او د پوهنتون استاد محمد اسماعیل یون د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني په زور زیاتي تورنوي او وایي، د شخصي عقدو له مخې هڅه کوي چې له دوی سره دا تړون لغوه کړي.

یون د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې اجازه نه ورکوي د تلوېزیون پر ځای یې مدرسه جوړه شي.

نوموړي وويل: "ته په خپله خوښه رانه دلته اکوړه او حقانیه مدرسه نه‌شې جوړولی. او نه د تېلو ټانک رانه جوړولی شې. چې دلته به یې تجارتي مسایلو باندې ورکړې. ځکه ماته دې دلته قید کړی چې یوازې به فرهنګي مسایلو کې فعالیت کوې."

یون همدا راز وویل هغه کسان چې په بېلابېلو دلایلو لس تر شل کاله پاکستان کې اوسېدلي او اوس دلته واکمنان دي د ملت په تاوان دي.

اسماعیل یون په یوه رسنیزه خبرتیا کې بیا د تلوېزیون د تاسیساتو او لګښتونو اندازه نږدې یو سل او لس میلیونه افغانۍ یاده کړې او ویل يې دي چې، که د مخابراتو وزیر تړون ورسره لغوه کوي باید ده ته تاوان ورکړل شي.

هغه په خپله وینا کې هم دا خبره یاده کړه: "زه دې ځمکې نه بیخي تېر دا قرارداد زما اصولي فسخ کړی. چې ماته سبا جنجال نه وي. چې ماته ولس پیسې راکړي چې بیا ونه وايي ولې دې قرارداد فسخ کړ. مګر په زور یې رانه نه‌شې فسخ کولای."

اسماعیل یون د طالبانو په حکومت کې د رسنیو په وړاندې له زیاتېدونکو محدودیتونو هم شکایت وکړ او ویې ویل چې طالبان ورځ تر بلې د رسنیو فعالیت محدودوي او ستونزې ورته جوړوي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت

خو د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه اعلامیه کې دوشنبه ناوخته د ښاغلي یون څرګندونې رد کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې له ژوندون تلوېزیون سره په تېر جمهوري نظام کې د قانون خلاف او د داوطلبۍ پرته دولتي ځمکه په ډېر ټېټ قیمت د میاشتې په ۵۰۹ افغانیو کرایه ورکړل شوې وه.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویلي چې تړون به د اصولو له مخې ترسره کوي او په دې برخه کې به د دوی په خبره د خیانت مخه نیسي.

د ژوندون د تلوېزیون او د مخابراتو وزارت تر منځ داسې وخت د تړون پر سر لانجې زور اخیستی چې د یاد تلوېزیون د مشر ښاغلي یون د څو اوونیو مخکې څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.

هغه طالبانو ته له سلو ۹۵ نمرې ورکړې وې.

وروسته یې بیا وضاحت ورکړ چې د امنیت په برخه کې یې طالبانو ته دا نمرې ورکړې وې خو د تعلیم د مخنیوي له کبله یې د طالبانو حکومت ناکامه بللی و او هېڅ نمرې ورته نه وو قایل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG