د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د سعوديانو او حوثیانو د روغې جوړې په خبرو کې پرمختګ شوی


حوثي جنګیالي
حوثي جنګیالي

د یمن د حوثیانو جګپوړي مذاکره کوونکي وایي چې له سعودي عربستان سره په خبرو کې پرمختګ شوی او نورې خبرې به د پاتې مهمو اختلافاتو د حل سبب شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون دواړه لورې وهڅول چې نږدې نهه سوه بندیان تبادله کړي.

په پلازمېنه صنعا کې تر خبرو وروسته دواړو لوریو پر یوه بل د اعتماد او باور په خاطر د سره صلیب دا وړاندیز ومانه او یو شمېر زندانیان یې تبادله کړل.

په واشنګټن ډي سي کې د عربي مرکز همکارې او یمنۍ خبریالې افراح ناصر اسوشېټېډپرېس اژانس ته وویل چې دا یو ښه اقدام دی.

افراح ناصر وویل: "د پوځیانو تبادله د دوو مختلفو دلایلو له امله مهمه ده. یو خو له دوه زره شلم کال راپه دې خوا دا د شمېر له پلوه د زندانیانو لویه تبادله ده چې په راتلونکو درېیو ورځو کې به موږ د دواړو خواو تر منځ د نږدې (۱۶۰۰) بندیانو د تبادلې شاهدان یوو. دویم دلیل چې ولې دا مهم ګام دی دا دی چې په دې کسانو کې یو شمېر ډېر مهم مشران دي چې دواړو خواوو له اتو کلونو راهیسې غوښتل چې په دې اړه خبرې وکړي چې دا کسان خوشې شي."

سعودي عربستان چې په یمن کې د حوثي یاغانو پر ضد له دوه زره پنځلسم کال راپه دې خوا د ایتلاف مشري کوي، په دې هڅه کې دی چې دایمي اوربند وشي او په یمن کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي.

یمین کې جنګېدونکې د حوثي ډلې جنګیالي
یمین کې جنګېدونکې د حوثي ډلې جنګیالي

بل لور ته د حوثيانو مشر مرکچي محمد عبدالسلام پرون وویل چې د سعودي عربستان او عمان له استازیو سره یې خبرې جدي او مثبتې وي.

محمد عبدالسلام په ټویټر کې لیکلي چې په ځینو مواردو کې پرمختګ شوی او هیله ده چې پر نورو مهمو خبرو به بیا خبرې وشي.

د ریاض پلاوی د یمني سرچینو په وینا د پنجشنبې په ورځ صنعا ته ولاړ.

دا مهمه هڅه وروسته تر دې وشوه چې تېره میاشت د ملګرو ملتو له لورې د شوي اوربند موده ختمه شوه او د سعودي او ایران ترمنځ روغه جوړه وشوه.

رویټرز اژانس د یو شمېر سرچینو په وینا خبر ورکوي چې سعودي- حوثي خبرې تر اوربند راڅرخېدې او په دې مذاکرو کې د حوثیانو په واک کې د شته بندرونو او د صنعا د هوایي ډګر د پرانیستو په اړه بحث وشو.

همداراز د عامه سکتور غړیو ته د معاشونو د ورکړې مسئله یاده شوه، د بیا رغونې پر مسئلې خبرې وشوې او له یمن څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه خبرې وشوې.

دوو یمني سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې هغه وخت به دوی اوربند ته غاړه کېږدي چې د دوی دا نورې غوښتنې ومنل شي.

په یمن کې د دوه زره څوارلسم کال په وروستیو کې وروسته تر دې شخړې پيل شوې چې حوثیانو پلازمېنه صنعا له سعودي پلوه حکومت څخه ونیوله.

پرو سږ کال ریاض د یمن یو شمېر سیاستوال سره یوځای کړل او په جلا وطني کې یې یمنیانو ته یو حکومت جوړ کړ، د دې حکومت او ملګرو ملتو استازیو د صنعا په پرونیو خبرو کې برخه نه لرله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG