د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د ايران او سعودي عربستان د ډيپلوماټيکو اړيکو د بيا پيل موافقې ته غبرګونونه


ايران او سعودي عربستان تېره جمعه د ډيپلوماټيکو اړيکو د بيا پيل موافقه لاس‌ليک کړه.
ايران او سعودي عربستان تېره جمعه د ډيپلوماټيکو اړيکو د بيا پيل موافقه لاس‌ليک کړه.

سعودي عربستان او ایران چې په سیمه کې د یو بل سرسخت رقیبان ګڼل کېږي، تر کلونو رقابتونو او دښمنۍ وروسته تېره جمعه د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا احیا په اړه یوه موافقه لاسلیک کړه، چې پرون یې په باب ځینو هېوادونو عکس العمل وښود.

ریاض او تهران اوس منلې چې خپل سفارتونه به هم په دوو میاشتو کې بېرته پرانیزي او خپلې اړیکې به عادي کوي.

ځینې سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې د دې موافقې لاسلیک او د دوو سیمه‌ییزو رقیبانو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیل پر افغانستان هم اغېز کوی.

"د سعودي عربستان او ایران ترمنځ دغه موافقه د چین په هڅو لاسلیک شوه.

د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا موافقه تر ډېره د سیمې د بل اقتصادي قدرت چین په منځ‌ګړیتوب لاسلیک شوه.

نوموړی وايي: "د سعودي عربستان او ایران ترمنځ دغه موافقه د چین په هڅو لاسلیک شوه. چین هڅه کوي، چې سیمه‌ییزه همکاري پراخه کړي او په سیمه کې اوسنۍ ستونزې کمې شي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د تهران او ریاض ترمنځ د موافقې د لاسلیک هرکلی وکړ.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې اړه په خپل ټویټر کې د اعلامیې متن خپور کړی، چې په‌کې راغلي دغه وزارت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا پیل، په سیمه کې د سولې او ثبات پر لار یو مثبت او مهم ګام بولي.

عبدالقهار بلخي
عبدالقهار بلخي

د سیاسي مسایلو کتونکي وايي، سعودي عربستان او ایران په تېرو څو لسیزو کې په یو نه یو ډول د افغانستان په قضایاوو کې هم دخیل وو، چې په افغانستان کې یې د بېلابېلو رقیبو ډلو سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ کاوه.

د پوهنتون استاد محمد اسحق اتمر وايي، د دې موافقې لاسلیک پر افغانستان یو لړ تاثیرات لري.

ښاغلی اتمر وايي: "دواړه لوري یعنې سعودي عربستان او ایران هم د یمن په جګړه کې ښکېل دي چې اوس د دې موافقې له کبله یوې نتیجې ته رسېدلي وي او ایران د حوثي یاغیانو له ملاتړه لاس واخلي. د تېلو د خرڅلاو په تړاو هم ممکن دواړه هېوادونه یو تفاهم ایجاد کړي. زما په باور دغه موافقه د افغانستان پر مسایلو مستقیم اغېز لري، که د افغانستان په اړه کومه همکاري وشي، د افغانستان په ګټه تمامېږي."

د متحده عرب اماراتو په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم د دې موافقې هرکلی کړی دی.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید پرون شنبه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د موافقې لاس‌لیک د سیمې د ثبات او سوکالۍ لپاره مهمه وبلله.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پېیر د دې موافقې په اړه وویل، چې د امریکا متحد ایالتونه په یمن کې د جګړې د ختمولو او په منځني ختیځ کې د سیمه کړکېچ د حل لپاره د هر ډول هڅې هرکلی کوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پېیر
د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پېیر

سعودي عربستان په ۲۰۱۶م کال کې له ایران سره وروسته له هغې اړیکې پرې کړې، چې په تهران کې یې پر سفارت حمله وشوه.

دا حمله د هغو ناکراریو په لړ کې وشوه، چې د ریاض له‌خوا د یوه شیعه مذهبي مشر تر اعدام وروسته پیل شوې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG