د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

نړۍ

ایران د خلیج د حوزې هېوادونو ته خبرداری ورکړ

د ایران مذهبي مشر د خپلو نظامیانو منځ کې
د ایران مذهبي مشر د خپلو نظامیانو منځ کې

د ایران یوه جګپوړي پوځي قوماندان د خلیج د حوزې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي نو له خپلو رسنیو او امنیت څخه باید یو غوره کړي.

د ایران د لوی مذهبي مشر ځانګړي پوځي سلاکار جنرال یحیی رحیم صفوي دا خبرداری چې پرون د نومبر په ۱۱مه رسنیز شو، ظاهراً سعودي عربستان ته متوجه و.

تهران او ریاض پخواني سیالان دي او د دوی ترمنځ تماسونو په دې وروستیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

په ایران کې د وروستیو پراخو اعتراضونو پرمهال، د سیمې بېلابېلو هېوادونو د ځپونکو ځواکونو غندنه کړې او په خپلو رسنیو کې یې دې اعتراضونو ته پراخ انعکاس ورکړی دی.

ایران د صفوي له خبرداري یوه ورځ مخکې، د ایران انټرنېشنل تلوېزیون چې له لندن څخه فعالیت کوي، د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامل کړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د جنوبي کوریا پخوانی دفاع وزیر ونیول شو

د جنوبي کوریا د دفاع پخوانی وزیر د دې هیواد له ولسمشراونورو چارواکو سره د پوځي حالت په اعلانولو کې د همکارۍ په تور ونیول شو.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د سیول د مرکزي برخې محکمې د بغاوت او له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور د کیم یونګ هیون د نیولو حکم صادرکړ.

د جنوبي کوریا د عدلیې وزارت د جنوبي کوریا ولسمشریون سوک یول او د هغه همکارانو ته د جنایي تحقیقاتو او استیضاح دوسیې پرانیستي دي او هغوی یې له هیواد څخه له وتلو منع کړي دي.

د جنوبي کوریا د ولسمشرله خوا تیره اونۍ په هیواد کې د پوځي حالت اعلان چې په څه باندې څلورو لسیزو کې لومړی ځل و، یوازې شپږساعته دوام وکړ.

دغه حالت په هیواد کې دننه سخت اعتراضونه پارولي و چې پارلمان هغه لغوه کړ.

امریکا اوکراین ته ۲۰ ملیارډ ډالر پور ورکوي

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سې شنبې اعلان وکړچې اوکراین ته شل ملیارډ ډالر پور ورکوي او دا روسیې د هغې شتمنۍ د ګټې پیسې دي چې په متحدو ایالتونو کې کنګل شوې ده.

د ولسمشرجوبایډن ادارې ژمنه کړې چې دغه پور به د روان کال ترپای ته رسیدو مخکې کییف ته ورکړي. داسې اندیښنې شته چې د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ به چې د راتلونکې کال د جنوري په شلمه د چارو واګې له بایډن څخه ترلاسه کوي، له اوکراین څخه د امریکا پرملاتړ لاس ونیسي.

له کییف سره د واشنګټن دغه نوې مرسته د هغو پنځوس ملیاډ ډالرو مرستې یوه برخه ده چې د روان کال په دوبي کې د پرمختللو اوو هیوادونو ډلې، G7 له اوکراین سره ژمنه کړې وه.

نتنیاهو د فساد په تور محکمې ته حاضر شو

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن د فساد په یوه قضیه کې محکمې ته حاضر شو.

نتنیاهو د تل ابیب یوې محکمې ته وویل چې پر ده د بډو، درغلۍ او له اعتماد څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لګېدلي تورونه بې معنا دي.

هغه ژمنه وکړه چې په روان قضايي بهیر کې به د ده څرګندونې ترټولو باوري وي.

نتنیاهو د اسراییلو لومړنی برحاله ولسمشر دی چې د جنایي تورنو په خاطر په محکمه کې خپله دفاع کوي او دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې هم د هغه د نیولو حکم ورکړی دی.

په عین حال کې اسراییلي جنګي الوتکو د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو او د سوریې او اسراییل ترمنځ حایل سیمې ته د اسراییلي سرتېرو له ننوتو وروسته په سوریه کې هوايي حملې کړې دي. اسراییلو په عین حال کې هغه راپورونه رد کړي چې وايي، اسراییلي ځواکونو د دمشق پر لور د پرمختګ په حال کې دي.

اروپا هم غواړي بیا کاریدونکی فضایي راکټ جوړ کړي

عکس له آرشیف څخه
عکس له آرشیف څخه

د اروپا د فضايي تحقیقاتو یوه شرکت مایا سپېس Maiaspace هڅې ګړندۍ کړي څو هغه ډول راکټ جوړ کړي چې بیا بیا کار ترې اخیستل کېدی شي.

د مایا سپېس څېړونکو د فرانسې د نورماندي سیمې د ویرنون Vernon ښار په غرنيو ځنګلونو کې یو فولادي سلندر د هغه لوی راکټ له ځانګړو برخو سره ونښلاوه چې د بیا کارولو وړتیا به ولري.

اروپا هیله لري چې د دوی دا پروژه به د امریکايي میلیاردر ایلان ماسک د ناڅاپي پرمختګ مخه ونیسي. مایا سپېس د اروپا د راکټ جوړولو د لوی شرکت اریان ګروپ یوه څانګه ده چې یوازې دوه کاله عمر لري او اوس هغه پړاو ته رسېدلې ده چې د اروپا د لومړني بیا کارېدونکي فضايي راکټ د جوړولو پلان لري.

دا راکټ چې په ۲۰۲۶ کال کې به وتوغول شي تر ډېره فضا ته د وړو سپوږمکیو د استولو لپاره پلان شوی دی.

عراقچي: د اسد د حکومت له لوري د انعطاف نه‌ښودل او چټک اقدام نه‌کول د سوريې د سقوط لامل شو

عباس عراقچي
عباس عراقچي

په‌داسې حال کې چې د بشارالاسد د حکومت ماتې د ایران او روسیې ناکامي ښودل کېږي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، بشارالاسد په‌دې پړ وباله چې له مخالفانو سره یې خبرې ونه‌کړې او د یوې سیاسي حل‌لارې د موندلو هڅه یې ونه‌‌کړه.

عباس عراقچي د بشارالاسد د حکومت له پرځېدو یوه ورځ وروسته په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې د بشارالاسد د سقوط او د سوریې د وروستیو تحولاتو په اړه د ایران سیاست تشریح کړ او ویې ویل چې، ایران، ترکیې او روسیې د آستانې په بهیر کې د سوریې د حالاتو او نارضایتۍ د مدیریت لپاره توافق کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بشارالاسد د حکومت له لوري د "انعطاف نه ښودل او چټک اقدام نه‌کول" د سقوط اصلي دلیل وباله.

د هيئت تحريرالشام ډلې سوريه کې د يو موقت حکومت لپاره د چمتووالي خبر ورکړی

د تحريرالشام ډلې يو قوماندان سوريه کې له سقوط وروسته يو مسجد کې د وينا پر مهال
د تحريرالشام ډلې يو قوماندان سوريه کې له سقوط وروسته يو مسجد کې د وينا پر مهال

هغه وسله‌‌وال چې د بشارالاسد رژیم یې د یک‌شنبې په ورځ وپرځاوه وایي چې، د یو موقت حکومت په جوړولو بوخت دي او د راپورونو له‌‌مخې محمد بشیر به، چې د هیئت تحریرالشام غړی دی، د دې موقت حکومت صدراعظم وي.

محمد بشیر د ادلب ولایت اداره په غاړه لرله، چې د هیئت تحریرالشام تر کنټرول لاندې وه.

د بشارالاسد له‌‌خوا ټاکل شوي صدراعظم محمد غازي جلالي ویلي چې، د واک د انتقال په پروسه کې به مرسته وکړي.

د راپورونو له‌مخې، اوس د بشارالاسد مخالفان د دمشق ښار او دولتي ودانیو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.

د کرملين وياند: پوتين په شخصي ډول بشارالاسد ته سياسي پناه ورکړې

بشارالاسد
بشارالاسد

د کرملین ویاند وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په شخصي ډول د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته سیاسي پناه ورکړې ده.

دمتري پسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر پوتین په شخصي ډول دا پرېکړه وکړه، چې اسد او د کورنۍ غړو ته یې پناه ورکړي.

هغه په‌دې باب نور توضیحات ورنه‌کړل.

بشارالاسد د سوریې د نظام له پرځېدو وروسته مسکو ته تللی او پر سوریې د هیئت تحریرالشام افراطي ډلې په مشرۍ یاغیانو پرون یک‌شنبه ولکه ټینګه کړه.

په همدې حال کې ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا د سوریې پر وضعیت بحثونه وکړي.

ولکر تُرک: د بشارالاسد د رژيم سقوط سوريه کې د سياسي انتقال په اړه خبرو ته زمينه برابره کړه

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تُرک
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تُرک

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي، د بشارالاسد د رژیم نسکورېدلو، په دغه هېواد کې د سیاسي انتقال په اړه هراړخیزو خبرو ته زمینه برابره کړې ده.

ولکر تُرک نن په جنیوا کې په یوه کنفرانس کې وویل، هیله‌‌‌من دی، چې اوسنی وضعیت د هراړخیزو خبرو لپاره لار خلاصه کړي، ځکه د ده په وینا د دې کار لپاره لوی فرصت برابر شوی دی.

ترک دغه‌‌راز په سوریه کې د تېرو جنایتونو په اړه د حساب‌‌‌‌کتاب او د دقیقو شواهدو د خوندي کېدو غوښتنه وکړه.

د بشارالاسد رژیم پرون یک‌شنبه ړنګ شو او د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرۍ یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه.

د اتریش لپاره د روسیې سفیر میخایل اولیانوف پرون ناوخته په ټولنیزو شبکو کې لیکلي، چې بشارالاسد او د کورنۍ غړي یې مسکو ته تللي دي.

د روسي رسنیو د راپورونو له‌‌‌مخې، روسیې اسد ته پناه ورکړې ده، خو د کرملین ویاند دمتري پیسکوف نن په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال، مسکو ته د اسد د تګ موضوع تایید نه‌کړه.

ګیدون: اسراییلي پوځیانو په سوریه کې مشکوکې ساحې ویشتلي

د اسراییلو او سوریې سرحدي سیمه کې اسراییلي پوځیان د ګزمې پر مهال
د اسراییلو او سوریې سرحدي سیمه کې اسراییلي پوځیان د ګزمې پر مهال

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسراییل پوځیانو په سوریه کې د اوږدواټنه توغندی د ویشتلو مشکوکې ساحې د دې لپاره ویشتلي چې د متخاصمو لوبغاړو لاس ته ورنه شي.

ګیدون سعار نن دوشبنه ویلي: "یوازېنۍ منافع چې لرو، د اسراییل او د اسراییل د ملکیانو امن دی."

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ځکه نو دوی د سټراتیژیکو وسلو پر دستګاوو یې حمله وکړه، د ساري په توګه د کیمیاوي وسلو پاتې شوني، یا هم اوږدواټنه میزاییل او توغندی یې وویشتل چې د افراطيانو لاس ته ونه لوېږي.

ګیدون سعار دا څرګندونې داسې وخت کړي چې د سوریې یاغیان پرون یکشنبه دمشق ته ورسېدل او له ۱۴ کلنۍ کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت یې وپرځاوه.

چارواکي: د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴۷۰۸ ته رسېدلی

د اسراییلو د بریدونو له کبله د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه
د اسراییلو د بریدونو له کبله د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د اسراییل او حماس ترمنځ په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته رسېدلی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د وژل شویو په شمېر کې د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۴ وژل شوي کسان هم شامل دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، له کله چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ۱۰۶زره ۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG