خبرونه
ملګروملتونو د یمن ۸ میلیونه وګړو ته د بشري مرستو د کمولو خبرداری ورکړ
ملګري ملتونه وايي، د یمن ۷ کلنه جګړه پراخه شوې او دا امکان شته چې که سمدستي مالي مرستې ځانګړې نه شي نو په را روانه میلادي میاشت کې ټولې بشري مرستې د دې هېواد د اته میلیونه وګړو له لاسه ووځي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارتین ګریفټس او د یمن لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي هانس ګروندبېرګ پرون د سلواغې په ۲۶مه نېټه وویل، په یمن کې په تېره جنوري میاشت کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېرو درېیو کلونو پرتله تر ټولو زیات وو.
د ښاغلي ګریفټس په وینا په جنوري میاشت کې په یمن کې له ۶۵۰ زیات ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال پیل شوه چې ایران پلوو حوثي یاغیانو د دې هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله. له دې وروسته په ۲۰۱۵م زیږدیز کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په دې مقصد په جنګ کې شامل شو چې عبدالربه منصور هادي بیا د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېنوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د ایټالیا صدراعظمه د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړه.
ایټالیایي رسنیو خبر ورکړ چې د امنیتي دلایلو له امله د دې سفر اعلان وار له مخه نه و شوی.
جورجیا ملوني د لویدیځو هیوادونو لومړۍ مشره ده چې د فبروري له اته ویشتمه راوروسته پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته خلیج هیوادونو ته ځي.
د ایټالیا صدراعظمه به متحده عربي امارات او قطر ته هم د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ولاړه شي.
تمه ده چې د خبرو د اجنډا یوه مهمه موضوع به د ګازو او تیلو ترلاسه کول وي.
روسیه د اوکراین د یوه پټ برید د شنډیدو ادعا کوي
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو اداره وايي چې دوی د اوکراین د امنیتي خدماتو لخوا د مسکو په یوه سوداګریز مرکز کې د یوه روسیي چارواکي په وړاندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې پلان درلود چې د چاودیدونکو توکو یوه وسیله له لرې واټن څخه هغه مهال وچوي چې دا چارواکی له دې سوداګریز مرکز څخه لیدنه کوي.
روسیې د دې احتمالي برید او د دې چارواکي چې ممکن برید پرې شوی وای نور جزییات نه دې ورکړي.
زیلینسکي: روسیې د خپلو هوایي بریدونو تاکتیک بدل کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې روسیه د اوکراین د هوايي دفاع د مخنیوي لپاره تاکتیکونه بدلوي، او روسي ځواکونو خپل بریدونه د عیسویانو د ایسټر اختر په ورځو کې زیات کړې دي.
د رویټرز په وینا، زیلنسکي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې روسیي ځواکونو د جمعې په ورځ پر اوکراین بریدونه وکړل چې لږ تر لږ لس تنه پکې ووژل شول.
د اوکراین ولسمشر وړاندیز کړی و چې د ایسټر د رخصیتو په ترڅ کې روسیه له بریدونو لاسو واخلي.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین حمله وکړه چې دا جګړه لاهم روانه ده.
په افغانستان کې د سیلونو د قربانیانو شمیر تر پنځوسو واوښت
د تیرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، کندهار، رزګان، هرات او هلمند کې د سیلونو له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د ورښتونو له کبله د تلفاتو شمیر تر پنځوسو واوښت.
د هرات چارواکو بیا د جمعې په ورځ د یوه سرویس د چپه کیدو خبر ورکړ چې له هراته د فراه او نیمروز په لور روان و . په دې بس کې اته پنځوس تنه سپاره وو، چې اووه ویشت یې ټپيان شوې دي. د راپور له مخې د لس تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې د شنبې په ورځ هم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر جاکوپو کاریدي د جمعې په ورځ وویل چې د دې جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او دا کورنۍ په ډیر بد حال کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له افغانستانه تر روسیې د یوه نوي تجارتي دهیلز د پرانیستو هڅې روانې دي
ټاکل شوې ده چې د روسیې، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د یوه ترانسپورتي دهلیز د پرانیستو تړون لاسلیک شي.
روسي رسنیو خبر ورکړ چې د دغه مسیر طرحه په ایران کې د جګړو له امله د بدیلي لارې پر بنسټ وړاندې شوه او تایید شوه.
د روسیې د تجارتي مرکز رییس رستم حبیبولین د جمعې په ورځ وویل چې له دې لارې به د روسیې او افغانستان ترمنځ د مالونو لیږد رالیږد اسانه شي او اروپایي او اسیایي شرکتونه هم کولی شي چې له دې لارې استفاده وکړي.
د راپورونو له مخې د دې تجارتي دهلیز تړون به د « کازان فورم» د غونډې ترڅنګ لاسلیک شي.
ټاکل شوې ده چې د تاتارستان په پلازمینه کازان کې راتلونکې میاشت د سیمې پر اقتصادي-سیاسي-کلتوري موضوعاتو بحث وشي. په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د « کازان فورم» په غونډه کې د شپږ نوي هیوادونو استازیو برخه اخیستې وه.
د چین په اورمچي کې د خبرو دوام، چین وایي افغانستان او پاکستان دې ستونزې ژر هوارې کړي
د راپورونو له مخې د چین په اورمچي کې نن هم د طالبانو د حکومت او پاکستاني استازو خبرې دوام لري.
دواړو خواوو که څه هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ نن ویلي، پاکستان او افغانستان باید خپلې ستونزې ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي.
ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې چین له دواړو لورو د اوربند غوښتنه لري او ترې غواړي چې سوداګریزې لارې هم، چې له میاشتو راهیسې بندې دي، خلاصې کړي.
له دې خبرو سره همهاله د طالبانو حکومت ادعا کوي چې تېرو دوو ورځو کې د پاکستاني لوري په بریدونو کې ۲ ملکیان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
پاکستاني اړخ د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ډول ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
په افغانستان کې د باران او سیلابونو دوام، زابل او سالنګونو کې واوره شوې
له پیښو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت اداره وایي، نن او تېره شپه د هېواد په یوشمېر سیمو کې ورښتونو او سیلابونو خلکو ته زیان اړولی دی.
زابل، هلمند، پکتیا، خوست، لغمان، میدان وردګ هغه ولایتونه یاد شوي چې خلک یې ډېر زیانمن شوي.
سالنګونو او د زابل په یوشمېر سیمو کې بیا واوره ورېدلې ده.
که څه هم د جمعې تر غرمې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې خپرې نه شوې، خو چارواکي وایي، د حمل میاشتې په دویمه اونۍ کې ۵۱ کسان طبیعي پیښو کې مړه شوي دي.
پاکستان کې د تېلو بیه نژدې پنځوس فیصده لوړه شوې ده
د منځني ختیځ د شخړې له کبله په پاکستان کې د تیلو بیه بې ساري کچې ته لوړه شوې ده.
فرانس پریس لیکلي چې نړیوالو مارکیټونو ته په پام اوس پاکستان کې یو لیتر پترول ۴۵۸ روپۍ او ډیزل په ۵۲۰ روپیو پلورل کېږي.
پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته هغه هېواد د هرموز تنګی وتاړه چې ورسره په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اسیایي بازارونو کې د تیلو بیه لوړه شوه.
پاکستان ۲۴۰ میلیونه وګړي لري چې د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، ۲۵ میلیونه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ایران پر برښناکوټونو د برید خبرداری، حقوق پوهان وایي، دا ډول ګواښونه ممکن جنګي جنایت وګڼل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه " تروت سوشیل " یو ځل بیا ایران ګواښلی دی.
ټرمپ په دغه پوست کې خبرداری ورکړی چې " له پلونو وروسته د ایران د برښناکوټونو وار دی."
هغه وړاندې لیکلي " زمونږ پوځ چې د نړۍ لوی او پياوړی پوځ دی، تراوسه په ایران کې د هغه څه ویجاړول نه دي پېل کړي چې هلته پاته دي."
ټرمپ له څو ورځو راهیسې ټینګار کوي چې د ایران د یوه ډله مشرانو له وژلو وروسته هلته اوس " نوی رژیم" حاکم دی چې په ټکو یې دغه رژیم " تر پخواني هغه معقول او منطقي " دی.
د ایران د پلونو او برښناکوټونو په تړاو د ټرمپ تازه ګواښونه داسې مهال څرګندیږي چې څه باندې سلو حقوق پوهانو چې تر ډیره د امریکا په مشهورو پوهنتونونو کې په دندو بوخت دي، خبرداری ورکړی چې دا ډول ګامونه او د ټرمپ او پیت هګست خبرداري ، کیدای شي " جنګي جنایت" وګڼل شي.