د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ تله ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۲۸

نړۍ

عربي امارات ايران ته خپل سفير لېږي

د ايران او عربي اماراتو بيرغونه

متحده عربي امارات وايي، په ایران کې خپل سفیر سیف محمد الزابع په راتلونکو ورځو کې بېرته تهران ته لېږي.

د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې په تېرو څه باندې ۶ کلونو کې ډېرې سړې شوې وې.

د متحده عربي اماراتو د باندنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، ښې اړیکې د دوو هېوادونو په ګټه دي.

وروسته له دې چې په ۲۰۱۶ م کال په ریاض کې د یوه شیعه ملا د اعدامېدو له کبله د ایران او سعودي اړیکې کړکېچنې شوې، متحده عربي اماراتو هم له ایران سره خپلې اړیکې سړې کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ناټو د 'نارډ سټريم' نل‌ليکو ته د اوښتو زيانونو په اړه اندېښنه ښودلې

ارشيف

ناتو په بالتیک سمندرګي کې د نارډ سټریم نل‌لیکو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا پېښه یې قصدي، بې احتیاطه او غیرمسولانه تخریبي عملونه بللي دي.

د ګازو په دغو نل‌لیکو کې د روانې اوونۍ په پیل کې په دریو ځایونو کې لیکونه چې دوه یې د ډنمارک او یو د سویډن په اوبو پورې تړلي دي، وموندل شول.

د ګازو دغه نل‌لیکې چې له روسیې جرمني ته د ګازو د لېږدولو لپاره ډیزاین شوي په‌کې یې له څو ورځو راهیسې د ګازو لېږد درېدلی خو د نل‌لیکو په داخل کې تر اوسه ګاز شته.

د سویډن ساحلي ګارډ پرون وویل چې، په دغو نل‌لیکو کې د لیک یو څلورم ځای هم لیدلی دی.

ناتو ویلي چې د اروپا د حیاتي تاسیساتو د امنیت د خوندي کولو لپاره به جدي اقدامات وکړي.

چارواکي: د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ بيا نښته شوې

ارمنستاني پوځي

د ارمنستان چارواکو ویلي، د دوی او اذربایجاني ځواکونو ترمنځ پرون بیا نښته شوې چې درې ارمني سرتېري په‌کې وژل شوي دي.

د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو ګډې پولې ته نژدې سیمې په درنو وسلو ویشتې دي.

د ارمنستان صدر اعظم نیکول پاشینیان ویلي، درې سرتېري یې د ده په وینا د هېواد د استقلال، حاکمیت او دیموکراسۍ د ساتنې په جګړه کې وژل شوي.

اذربایجان بیا ارمنستان تورن کړی چې ځواکونو یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.

اذربایجان خپل لوري ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

امريکا له اوکرايين سره د ۱،۱ ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

اوکرايين سره د امريکا پوځي مرسته - ارشيف

د امریکا متحدو ایالتونو اوکرايین ته د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې یوه بسته اعلان کړه.

په دغو پیسو کې هغو اتلسو پرمختللو راکټي سیستمونو او هغو وسلو ته بوديجه شامله ده چې د بې پیلوټه الوتکې په ضد کاریږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا مرسته د اوکرايین د ځواکونو د پياوړتیا لپاره کوي.

له کله چې روسیې تېره فبروري میاشته کې پر اوکرايین یرغل پيل کړی، امریکا له اوکرايین سره نژدې ۱۷ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

امريکا په عراق کې د ايران خونړۍ بمبارۍ غندلي دي

عراق کې د ايران تازه بمبارۍ انځور

د امریکا متحدو ایالتونو د عراق په کوردستان کې د ایران خونړۍ بمبارۍ په کلکه وغندلې او د نورو بریدونو په وړاندې یې خبرداری ورکړ.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، هېواد یې د عراق پر خاوره د دغو حملو په وړاندې، چې ده شرموونکې بللې دي د عراق د خلکو ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي دي، د عراق د خلکو او حکومت ننګه کوي.

اروپايي کمېسيون پر روسيې د نويو بنديزونو وړانديز کړی

د اروپايي کمیسیون رئیسه اورزلا فون درلین

د اروپايي کمیسیون رئیسې اورزلا فون درلین پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی دی.

دې دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې له روسیې سره د اوکرايین د څلورو برخو د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه.

د اوکرايین حکومت او متحدانو یې په دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا کې ټولپوښتنه شرموونکې بللې او لوېدیځ ویلي؛ هیڅکله به یې نتیجې، چې د ملګروملتو د منشور خلاف دي، په رسمیت ونه پېژني.

اغلې فون درلین پرون د بندیزونو د وړاندې کولو په مهال وویل، هدف دا دی چې کریملین په اوکرايین کې د جګړې د پراخولو لپاره د خپلو اعمالو تاوان ورکړي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو چينايي وګړی وژل شوی

ارشيف

پولیسو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال راډیو ته ویلي چې، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) وشوه، دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

یوه پولیس چارواکي اسد رضا وویل، حمله کوونکي د یوه ناروغ په جامه کې د غاښونو یوه کلینیک ته ننوتل او سمدستي یې ډزې پیل کړې.

د پولیسو په وینا، درې واړه چینایان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سند ایالت کې اوسېدل او د پاکستان تابعیت یې اخیستی و.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

شمالي وزيرستان کې اته پاکستاني پوځيان ټپيان شوي

پر پاکستاني پوليسو چاودنه - ارشيف

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې اته پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه وړمه ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوې ده.

د راپورونو له مخې دا په روان کال کې په دې سیمه کې درېیمه حمله ده چې ترسره کیږي او مسؤلیت یې څوک یا کومه ډله نه اخلي.

دغه برید داسې مهال کېږي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د دې هېواد له حکومت سره د سولې خبرې مخ ته وړي.

ايران کې حکومت ضد لاريونونه؛ د تېلو د شبکې کارکوونکو د کاري اعتصاب ګواښ کړی

ايران کې حکومت ضد لاريونونه

د ایران د تېلو د شبکې کارکوونکو خبرداری ورکړی چې که د ایران حکومت په دې هېواد کې د اعتراض کوونکو له ځپلو لاس وا نه‌خلي، دوی به کاري اعتصاب وکړي چې دا کار به د دې هېواد اقتصادي سکتور له پښو وغورځوي.

د تېلو د شبکې د قراردادي کارکوونکو شورا پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دوی د ښځو او لوږې په وړاندې د ورځني او منظم تاوتریخوالي پر ضد د خلکو د مبارزې ملاتړ کوي.

ایران له داسې نا ارامیو سره مخامخ دی چې لمن یې د دې هېواد اتیا وړو او لویو ښارونو ته غځېدلې.

دغه ناکراري وروسته له هغې پیل شوې چې د سپټمبر په ۱۳مه د تهران د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د وژل کېدو خبرخپور شو.

ویل کېږي، نوموړې چې د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول شوې، د وهلو ټکولو په نتیجه یې ساه ورکړې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان پرون وویل، په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.

نن د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیي د تحمیلي ټولپوښتنې وروستۍ ورځ ده

روسیې له خپلې خاورې سره د لوهانسک، دونتڅک، خرسون او زاپوریژیا د یوځای کېدو په هدف دا ټولپوښتنه پنځه ورځې وړاندې پيل کړه.

نن د اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیي د تحمیلي ټولپوښتنې وروستۍ ورځ ده.

روسیې له خپلې خاورې سره د لوهانسک، دونتڅک، خرسون او زاپوریژیا د یوځای کېدو په هدف دا ټولپوښتنه پنځه ورځې وړاندې پيل کړه.

اوکراین، لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو دا ټولپوښتنه ناقانونه بللې او غندلې یې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د مسکو دا اقدام ځان ښودنه ده او یوازنی هدف یې دادی چې د اوکراین د خاورې یوه برخه له خپل هېواد سره یوځای کړي.

روسیې په دغو څلورو سیمو کې خپل ملاتړي مشران ټاکلي او دغه ټولپوښتنه هم د نړیوالو خپلواکو څارونکو له حضور پرته ترسره کېږي.

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

صحنه یی از اعتراضات مردمی در ایران

په ایران کې بېګا هم د حکومت ضد لاریونونو دوام درلود.

خلک شاوخوا لس ورځې مخکې وروسته له هغه د مظاهرو لپاره راووتل چې یوه ځوانه زنداني شوې نجلۍ روغتون ته په رسېدو مړه شوه.

قهرجن مظاهره چیان د ایران امنیتي ځواکونه د مهسا امیني د وژنې مسوول بولي.

د مظاهرو پر مهال تر دې دمه د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د پولیسو په ډزو سره لږ تر لږه ۳۰ مظاهره چیان وژل شوي. تر زرو زیات مظاهره چیان هم نیول شوي دي.

د ایران چارواکو له مظاهره چیانو سره د نښتو پر مهال د پولیسو مرګژوبله هم تایید کړې خو دقیق ارقام یې نه دي اعلان کړي.

قزاقستان په اوکراین کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني

د قزاقستان ملي بیرغ

قزاقستان چې په سیمه کې د روسیې له متحدینو څخه ګڼل کېږي، د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د مسکو د ټولپوښتنې پایلې په رسمیت نه پېژني.

د قزاقستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند آیبیک صمدیاروف د دوشنبې په ورځ وویل چې د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپورژیا په سیمو کې چې د روسیې د پوځیانو تر ولکې لاندې دي، د روانو ټولپوښتنو په وړاندې د آستانې دریځ د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د اصولو په اساس دی.

ښاغلي صمدیاروف ټینګار وکړ چې ولسمشر قاسم جومارت توکایف په دې برخه کې د خپل هېواد دریځ روښانه کړی دی.

دغه تش په نوم ټولپوښتنه چې د جمعې په ورځ پیل او نن پای ته رسېږي، د کییف، لویدیځو هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا غیر قانوني بلل شوې.

روسیه کې یوه وسله وال د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي

د خبر له مخې بریدګر چې د روسیې د تحقیقاتو دولتي کمیټې یې نوم ۳۰ کلن ارتم کازانڅوف یاد کړی هم وروسته ځان وژلی دی.

په روسیه کې یوه وسله وال په یوه ښوونځي کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي.

د روسیې د کورنیوچارو وزارت وايي پېښه نن د مرکزي ښار ایژیفسک په یوه ښوونځي کې شوې او په برید کې د زده کوونکو په ګډون شل نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د خبر له مخې بریدګر چې د روسیې د تحقیقاتو دولتي کمیټې یې نوم ۳۰ کلن ارتم کازانڅوف یاد کړی هم وروسته ځان وژلی دی.

بلوچستان کې د پاکستاني پوځ يوه څرخي الوتکه نسکوره شوې

پاکستان کې د يوې الوتکې د نسکورېدو انځور - ارشيف

د پاکستان پوځ وايي تېره شپه د دوی یوه څرخي الوتکه د بلوچستان ایالت په هرنايي سیمه کې نسکوره شوې چې په نتیجه کې یې د دوی ۴ پرسونل او ۲ پیلوټان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه الوتکه تېره شپه ناوخته د الوتنې په ماموریت بوخته وه.

د دې پېښې په باب د پوځ په اعلامیه کې زیات وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، خو په بلوچستان ایالت کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعال دي.

زلنسکي: د جګړې په لومړۍ کرښه سخته نښته شوې

د روسيې او اوکرايين جکړه

د اوکرايین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون ناوخته د دغه هېواد د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سختې وسله‌والې نښتې خبر ورکړی.

هغه تېره شپه په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې د اوکرايین ځواکونو په ختیځه سیمه دونیڅک، په شمال ختیځه سیمه خارکیف او په جنوبي سیمو میکولایف او زاپوریژیا کې لاسته راوړنې لري.

د زلنسکي له‌خوا د جګړې د ډګرونو ارزونه داسې مهال کېږي، چې هغه د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د اټومي وسلو د کارونو د خبرداري موضوع رد کړه.

بلخوا د برېتانیا صدراعظمې لیز ټراس د پوتین وروستۍ ګوتڅنډنه کم اهمیته وښوده.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي، چې واشنګټن مسکو ته څرګنده کړې، که د اوکرايین په وړاندې اټومي وسله وکاروي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

روسیه کې د پوځي انسجام ضد اعتراضونه؛ امنیتي ځواکونو نږدې۸۰۰ کسان نیولي

ځینې کسان چې تر پوځي رابلنې وروسته د مخالفانو د ځپلو پر مهال نیول شوي، کشران دي.

په روسیه کې نږدې ۸۰۰ کسان داسې مهال نیول شوي چې په هغه هېواد کې د قسمي پوځي انسجام پر خلاف اعتراضونه روان دي.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو دلې د اطلاعاتو له مخې، تر نن یکشنبې پورې په ۳۳ ښارونو تر ډېره مسکو کې لږ تر لږه ۷۹۶ تنه نیول شوي دي.

دغه ډله چې په روسیه کې سیاسي توقیفونه او نیول کېدل څاري وايي، ځینې کسان چې تر پوځي رابلنې وروسته د مخالفانو د ځپلو پر مهال نیول شوي، کشران دي.

اعتراضونه څو ساعته وروسته له هغې پیل شول چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره چهارشنبه د پوځي انسجام اعلان وکړ چې هدف یې په اوکراین کې د روسي ځواکونو ملاتړ دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG