نړۍ
ملګري ملتونه: ۱۷ میاشتو کې ۲زره یمني ماشومان جګړو وژلي
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښيي چې کابو دوه زره یمني ماشومان د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې پورې د دغه هېواد په روانه جګړه کې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دا کوچنیان د حوثي یاغیانو له لوري چې د ایران د رژیم له ملاتړه برخمنه ډله ده، جذب شوي وو.
په دې راپور کې چې پرون شنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شو، ویل شوي؛ حوثي یاغیانو هڅه کړې چې د یمن له حکومت سره د مقابلې په هدف د ځوانانو لپاره د جنګي زده کړو کمپونه او پروګرامونه جوړ کړي.
د یمن حکومت چې د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پېژندل شوی، له ۲۰۱۴ راهیسې له حوثيانو سره په جګړه کې ښکېل دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یوې افغانې نجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال تر ټولو غوره انځور
د زده کړو په حال کې د یوې افغانې نجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال غوره انځور ګڼل شوی دی.
یونیسیف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق د جمعې په ورځ وویل چې دا انځور د فرانسوۍ عکاسې خبریالې ایلیس بلانچارډ لخوا د کابل په ختیځ کې په یوه لرې پراته کلي کې اخیستل شوی دی.
د یونیسف سرپرستې، د جرمني د ولسمشر میرمن، ایلکه بوډن بیندر وویل چې په افغانستان کې د ډیری نجونو لپاره ماشومتوب د زده کړې لپاره چې ددوی بدیهي حق دی مبارزه ده.
یونیسف وايي د هاجرې په نوم ددغې نجلۍ انځور د ملیونونو افغان نجونو خاموشه خو نه ماتیدونکي مقاومت څرګندوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له ثانوي زده کړو محرومې شوي دي.
طالبان وروسته لدې چې په ۲۰۲۱ کال واک ته ستانه شول پیل کې یې د شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې.
د نړیوال او کورني فشار سره سره تراوسه د طالبانو حکومت په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه نه لیدل کیږي.
د یونان ساحل ساتو سلګونه ګډوال وژغورل
د یونان چارواکو د جمعې په ورځ ګاودوس ټاپو ته نژدې له یوې کښتۍ څخه ۵۴۵ کډوال وژغورل.
دا په وروستیو میاشتو کې د ژغورنې تر ټولو لوی عملیات بلل کېږي.
د یونان ساحل ساتونکو ویلي چې د جمعې په سهار شاوخوا ۳ بجې یې د مرستې اضطراري پیغام ترلاسه کړ. تر دې وروسته، د ساحل ساتونکو ۳ کښتۍ، د ګاوډوس له جنوب ختیځ څخه شاوخوا ۱۶ سمندري میله لرې د پېښې ځای ته ورسېدې.
د ژغورنې ډلې وموندله چې سلګونه کډوال د کب نیونې په یوه بېړۍ کې په ډېر تنګ ځای کې سپاره دي. د څو ساعتونو له عملیاتو وروسته، د ژغورنې بهیر په خوندي ډول پای ته ورسېد او ټول ۵۴۵ کسان د نژدې کریټ ټاپو د اګیا ګالیني بندر ته ولېږدول شول.
د چارواکو په وینا، د ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
له دې په یوه جلا پېښه کې نن د یونان ساحل ساتو په یوه بله کښتۍ کې ۳۲ کډوال وموندل او هغوی یې کریت ټاپو ته بیولل.
په وروستیو کې له لیبیا څخه د یونان جنوبي ټاپوګانو ته د کډوالو تګ زیات شوی دی.
په فرانسه کې یو ډاکتر، چې ۳۰ ناروغان یې مسموم کړي وو، په عمرقید محکوم شو
د فرانسې په ختیځ کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ یو پخوانی ډاکټر د عمر قید په سزا محکوم کړ.
د فریدریک پیشیې په نوم د بېهوشۍ ډاکتر د ۳۰ ناروغانو د مسمومولو په قضیه کې مجرم وپېژندل شو؛ له دې ډلې ۱۲ تنه مړه شوي دي.
د ۵۳ کلن فریډریک پېشیې محاکمې ۱۵ اوونۍ دوام وکړ، او محکمې د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې د سزا پر ټاکلو غور کاوه.
د سزا ټاکلو درې ورځې وخت ونیوه، ځکه محکمې ضروري وبلله چې د مسمومولو د ۳۰ جلا جلا قضیو په اړه په انفرادي ډول پرېکړه وکړي. په دغو پېښو کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ژوندي پاتې شوي دي.
د محکمې د معلوماتو له مخې، دغه جنایي کړنې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د فرانسې د بېزانسون ښار په دوو خصوصي کلینیکونو کې شوې دي. د قربانیانو عمرونه له ۴ کلونو څخه تر ۸۹ کلونو پورې وو.
د پاکستان پر یوه امنیتي اډه په برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي
پاکستاني رسنیو د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په بویا سیمه کې پر یوه امنیتي پوځي اډه د وسلوالو په برید کې څلور بریدګر وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریدګر د اډې انګړ ته له ننوتلو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې له هغې وروسته نښته رامنځته شوه او په ترڅ کې یې ټول څلور بریدګر ووژل شول. د دې پېښې پر مهال څلور امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي دي.
د پولیسو چارواکو ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښايي بریدګرو له موټربم یا ځانمرګي واسکټ څخه کار اخیستی وي. د ځایي رسنیو په وینا، د یوې سترې چاودنې غږ د پېښې له ځایه شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، د میرانشاه تر سیمې پورې اورېدل شوی دی.
امریکا ته د اوکراین او روسیې پلاوي روان دي
ټاکل شوې ده چې نن د اوکراین یو پلاوی د امریکا په میامي کې له امریکایانو سره پر دې خبرې وکړي چې څرنګه په اوکراین کې د روسیې یرغل پای ته رسیدلی شي.
د اوکراین د جګړې او پر دغه هیواد د روسیې د تیري د پای ته رسیدو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه طرحه چمتو کړې ده چې له دې طرحې سره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ډیر موافق نه دی، ځکه چې د روغې جوړې په دې طرحه کې باید اوکراین د خپلې خاورې له ځینو سیمو تیر شي.
بل لور ته رویټرز اژانس میامي ته د روسیې د یوه پلاوي د تګ خبر ورکوي چې د شنبې یا یکشنبې په ورځو به له امریکایي لورې سره خبرې کوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مسکو په دې لټه کې دی چې پوه شي چې امریکایي پلاوي د ولسمشر ټرمپ د سولې د طرحې په تړاو له خپلو اروپایي شریکانو او کییف سره څه نتیجو ته رسیدلې دي.
د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، که چیرته کییف او اروپایي مشران د واشنګتن د سولې له پلان سره موافقې ته نه رسیږي، روسیي ځواکونه به په زوره له اوکرایني پوځیانو نورې سیمې لاندې کړي.
د امریکا سنا ستره دفاعي بودیجه تصویب کړه
د امریکا سنا د دوه زره شپږ ویشتم مالي کال لپاره د (۹۰۱) میلیارډه ډالرو دفاعي بودیجه په غوڅ اکثریت تصویب کړه.
د چهارشنبې په ورځ د سنا اووه اویا غړیو له دې بودیجې سره موافقه وکړه او د سنا شل غړیو مخالفت ورسره وکړ.
دا لایحه تیره اونۍ د امریکا د استازیو جرګې له لورې تصویب شوې وه.
په دې لایحه کې د پوځي پرسونل لپاره د معاشونو د څلور فیصده زیاتوالي او له روسیې او چین سره د پوځي سیالۍ په خاطر د نظامي تجهیزاتو د پیرودلو غوښتنه شوې ده.
د سنا تر تایید وروسته اوس لایحه سپینې ماڼۍ ته استول شوې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي.
د کییف پلاوی د سولې د هڅو په لړ کې امریکا ته ځي
د سولې لپاره د اوکراین پلاوی د امریکا د متحد ایالتونو په لور روان شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې دا هیات به سبا او بل سبا د امریکا د متحد ایالتونو له مذاکره کوونکي ټیم سره خبرې وکړي.
زیلینسکي د رسنیو د وټس اپ په یوه چټ کې خبریالانو ته نن وویل چې تر دې دمه د سولې وروستۍ منل شوې طرحه نه شته. د اوکراین ولسمشر بیا خپله پخوانۍ غوښتنه له خپلو متحدانو څخه وکړه او څرګنده یې کړه، که روسیه جګړه نه دروي له اوکراین سره مرستې زیاتې کړئ.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده چې له مخې یې کییف باید د خپلې خاورې له ځینو برخو تیر شي.
د اوکراین ولسمشر له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.
اروپایي ټولنه: وضعیت ته په کتو، له لویدیځ بالکان سره د نژدې اړیکو اړتیا ډېره ده
د اروپایي ټولنې مشرانو او د لویدیځ بالکان هېوادونو پرون ماښام ( د لیندۍ ۲۶مه) په بروکسل کې د نژدې اړیکو د جوړولو هوکړه وکړه.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې پر اساس ویلي، پر اوکراین د روسیې جګړې او زیاتیدونکي جیوپولیتیک ازمونونو د نژدې اړیکو اړتیا ډېره کړې ده.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د لویدیځ بالکان راتلونکې په اروپایي ټولنه کې نغښتی دی.
د البانیا، بوسنیا هرزګوینا، مونته نګرو، شمالي مقدونیا او کوسووا مشرانو د دغو خبرو لپاره بروکسل ته سفر کړی وو.
اوکراین د روسیې په جنوب کې پر یوې بیړۍ برید کړی، د عملې یوشمېر غړي یې وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وایي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د جنوب په روستوف-نا-دونو بندر کې یوه بیړۍ ویشتلې او یوشمېر کسان یې په کې وژلي دي.
رویټرز اژانس د سیمې د یوه قومندان یوري سلیوسار د ټېلګرام چېنل په حواله نن پنجشنبه ویلي چې برید کې بیړۍ ته زیان رسیدلی او د عملې یوشمېر غړي یې وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې د اوکراین په بریدونو کې یوې تر کار لاندې هستوګنیزې ودانۍ ته هم زیان اوښتی او یوه څنګ لوري ښارګوټي کې په دوه کورونو کې اور لګیدلی دی.
اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اوکراین او روسیې د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو تراوسه په کې د پام وړ کوم عملي پرمختګ نه ښکاري.
د امریکا کانګرس پر سوریې لګول شوي بندیزونه په دایمي بڼه لغو کړل
د امریکا کانګرس د چهارشنبې په ورځ پر سوریې هغه بندیزونه په دایمي بڼه لغو کړل چې د پرزول شوي ولسمشر بشارلاسد د واکمنۍ پر مهال پرې لګول شوي وو.
له دې سره د فرانس پریس په خبره جنګ ځپلې سوریه کې د پانګونې زمینه برابره شوه.
تر دې وړاندې دوه ځله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه دغه بندیزونه ځنډولي وو.
سعودي او ترکیه د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع، چې پخوانی جهادي دی، سیمه ییز ملاتړي دي.
خپله الشرع هم تر دې وړاندې پر سوریې د بندیزونو د دایمي لرې کولو غوښتنه کړې وه.