د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۲۸

نړۍ

په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل شوي

د یمین د پلازمېنې صنعا یوه څنډه
د یمین د پلازمېنې صنعا یوه څنډه

په یمن کې د سعودي عربستان سفیر پرون دوشنبې وویل چې د اوربند د تثبیتولو او د خبرواترو د زمینې د برابرولو لپاره د یمن پلازمېنې صنعا ته تللی دی.

صنعا د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده.

محمد الجابر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د خپل ورور هېواد عمان د استازو له پلاوي سره یې د اوربند د تثیبت او د سولې د ټینګښت لپاره صنعا ته سفر کړی دی.

ده همداراز ویلي، د بندیانو د تبادلې او د یوې دایمي او هر اړخیزې سیاسي حللارې د موندلو په خاطر یې د یمني خواوو ترمنځ د خبرو د ځای د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا حوثي یاغیانو د سعودي عربستان او عمان له استازو سره په کتنه کې په یمن کې د کورنۍ جګړې پای ته رسولو ته چمتووالی اعلان کړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستاني پولیسو په کراچۍ کې لسګونه اعتراض کوونکي نیولي

د پاکستان پولیس
د پاکستان پولیس

پاکستاني پولیسو نن په لسګونو اعتراض کوونکي د کراچۍ په ښار کې نیولي دي.

دې اعتراض کوونکو د پاکستان د فبروري د اتمې نېټې په انتخاباتو کې د درغلیو ادعا کوله.

اعتراض کوونکي د سند د ایالتي پارلمان د لوړې د مراسمو تر پیلېدو مخکې د پارلمان د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو.

د پاکستان تحریک انصاف، ستر ډیموکراتیک ایتلاف یا 'جي ډي اې' او جماعت اسلامي پلویانو په دې اعتراضیه غونډه کې برخه اخیستې وه.

د لوېدیځ یو شمېر مشران کییف ته رسېدلي

د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې کییف ته ولاړه.
د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې کییف ته ولاړه.

د لوېدیځ یو شمېر مشران تېره شپه کییف ته ورسېدل.

د ایټالیا د حکومت د بیان له مخې د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین له پولنډ څخه په رېلګاډي کې کییف ته ولاړه چې له دې سره د ایټالیا صدراعظمه جورجیا ملوني، د کاناډا صدراعظم جستن ترودو او د بلجیم صدراعظم الکساندر دي کرو هم مله وو.

دا مشران غواړي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوهم کال د پوره کېدو په مناسبت خپله خواخوږي له اوکراین سره شریکه کړي.

په دې ترڅ کې د دې جګړې د دوهم کاله له پوره کېدو سره سم مسکو خپل پيغام په دې ډول استولی چې دفاع وزیر یې د اوکراین هغو سیمو ته تللی چې روسیي پوځیانو نیولي دي.

ټاکل شوې چې صدراعظمه ملوني به د ویډیو کنفرانس له لارې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډیموکراسۍ مشرانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي، دې غونډې ته به د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وینا وکړي.

پر غزې د اسراییلو د بریدونو له کبله تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د راپور له مخې پر غزې د اسراییل د تېرې شپې د بریدونو په ترڅ کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

فرانس پرېس اژانس د دې کسانو د مړینې خبر ورکړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دا تلفات په داسې وخت کې اوښتي چې د اسراییلو د استخباراتو رییس د اوربند او د اسراییلي برمته‌وو د خوشې کولو د مذاکراتو لپاره پاریس ته تللی دی.

د پاریس خبرې وروسته تر دې کېږي چې د اسراییل صدراعظم تر جګړې وروسته پلان په ډاګه کړ، پر دې پلان د امریکا متحد ایالتونو سخت انتقاد کړی دی.

حماس ډلې هم، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د نتنیاهو نوی پلان رد کړی دی.

په فلسطیني قلمرو او اسراییلو کې د سرغړونو په اړه د پراخو څېړنو غوښتنه شوې

په غزه کې د جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور
په غزه کې د جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور

د ملګروملتونو د بشری حقونو ادارې په فلسطیني قلمرو او اسراییلو کې له بشری حقونو د سرغړونو په اړه د پراخو څېړنو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر تورک پرون د فبروري ۲۳مه په یو بیان کې وویل، له سزا څخه خوندیتوب باید دوام ونه کړي او حساب کتاب باید وي.

هغه همداراز د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د غزې جګړه د تېرکال په اکټوبر میاشت کې وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس سختدریځې ډلې پر اسراییلو برید وکړ، له ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او څه باندې ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس یې اداره کوي ویلي چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په حملو کې تراوسه نژدې ۳۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

د ناوالني خښولو لپاره د هغه مور ته درې ساعته مهلت ورکړل شوی

الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د قدم وهلو په حال کې و چې ناڅاپه بېسده شو او له دې وروسته د هغه د مړینې خبر خپور شو.
الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د قدم وهلو په حال کې و چې ناڅاپه بېسده شو او له دې وروسته د هغه د مړینې خبر خپور شو.

د کریملین د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني ویانده کیرا یارمیش وايي، د دې هېواد د تحقیقاتو کمیټې د ناوالني مور ته مهلت ټاکلی و، چې د خپل زوی مړی په پټه خاورو ته وسپاري.

د ازادي راډیو روسي څانګه د مېرمن یارمیش له قوله خبر ورکوي چې دا وايي، د ناوالني مور ته پرون د فبروري ۲۳مه درې ساعته مهلت ورکړل شو چې دا شرط ومني که نه زوی به یې د شمالي قطب په نامعلوم ځای کې خښ شي.

مېرمن یارمیش زیاتوي چې د ناوالني مور لودمیلا ناوالنایا استدلال کاوه چې د زوی مړی یې باید له قانون سره سم دې ته ورکړل شي چې خاور ته یې وسپاري.

د دې اقدام نتیجه تراوسه نه ده معلومه شوې او خپلواکو سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې د محبسونو د ادارې چارواکو تېره اونۍ وویل، الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د قدم وهلو په حال کې و چې ناڅاپه بېسده شو او له دې وروسته د هغه د مړینې خبر خپور شو.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دا پېښه غندلې ده او د ناوالني په مرینه یې ولسمشر پوتین ګرم بللی دی.

اروپايي ټولنې د روسیې په وړاندې د بندیزونو درېیمه بسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې د مرکزي دفتر پر ودانۍ د دې ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې د مرکزي دفتر پر ودانۍ د دې ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د روسیې په وړاندې د بندیزونو درېیمه بسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د روسیې د پوځي او دفاعي سکټور په وړاندې د مجازاتوونکو اقداماتو د سختولو په حال کې دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې جنګي ماشین ته د ګوزار ورکولو او له ځانه د اوکراین د مشروع دفاع لپاره په مبارزه کې یوموټي پاتې کېږي.

دغه تازه بندیزونه د روسیې دفاعي صنعت په نښه کوي او د ۱۰۶ کسانو او ۸۸ بنسټونو شتمني کنګل کوي او پر سفرونو یې بندیز لګېږي.

له دې سره د هغو اشخاصو او بنسټونو شمېر ۲۰۰۰ ته ورسېد چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له خوا د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د زیان اړولو له کبله بندیزونه ورباندې لګول شوي دي.

د امریکا ولسمشر پر روسیې د څه باندې ۵۰۰ نورو بندیزونو بسته اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر پر روسیې د څه باندې ۵۰۰ نورو بندیزونو بسته اعلان کړه چې علت یې په اوکراین کې د مسکو روانه جګړه او د کرملین د منتقد الکسي ناوالني مړینه وه.

جو بایډن په عین حال کې د امریکا په کانګرس کې له استازو جرګې غوښتنه وکړه چې د کییف لپاره د مالي مرستې غوښتل شوې بسته تصویب کړي.

د سپینې ماڼۍ په هغه اعلامیه کې چې نن خپره شوې جو بایډن ویلي، دغه بندیزونه به هغه اشخاص په نښه کړي چې د الکسي ناوالني له زنداني کولو سره ارتباط لري، دغه راز به د روسیې مالي سکټور، د دفاعي صنعتي بنسټ، د تدارکاتو شبکې او په څو لویو وچو کې له بندیزونو پت شوي کسان په نښه کوي.

دغه اعلامیه داسې وخت خپره شوې چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل سبا دوه کاله پوره کېږي.

بایډن په اعلامیه کې ویلي، دغه بندیزونه به دا تضمین کړي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل بهرني تهاجم او په روسیه کې دننه د فشارونو له کبله نوره هم درنه بیه پرې کوي.

د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي مرستې بسته د امریکا د مشرانو جرګې له خوا تصویب شوې، خو د جمهوریپالو تر ولکې لاندې استازو جرګه کې لا تصویب نه ده.

د یوه خصوصي شرکت فضايي وسیله د سپوږمۍ پر سطحه راښکته شوې

د انټیوټیف ماشینز په نامه خصوصي شرکت چې دغه فضايي وسیله یې جوړه او تنظیم کړې، وايي چې د دوی دا وسیله د سپوږمۍ پر سطحه په ناستې بریالۍ شوه.
د انټیوټیف ماشینز په نامه خصوصي شرکت چې دغه فضايي وسیله یې جوړه او تنظیم کړې، وايي چې د دوی دا وسیله د سپوږمۍ پر سطحه په ناستې بریالۍ شوه.

د یوه خصوصي شرکت فضايي وسیله پرون پنجشنبه د سپوږمۍ پر سطحه راښکته شوه چې دا په تېرو ۵۰ کلونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه خصوصي شرکت بله مهمه تجربه ګڼل کېږي.

له دې وسیلې سره تماس ډېر کمزوری و، خو بلاخره د الوتنې کنټرولوونکي وتوانېدل چې بېرته سم تماس ورسره ټینګ کړي.

د انټیوټیف ماشینز په نامه خصوصي شرکت چې دغه فضايي وسیله یې جوړه او تنظیم کړې، وايي چې د دوی دا وسیله د سپوږمۍ پر سطحه په ناستې بریالۍ شوه.

دغه شرکت نور تفصیلات نه دي ورکړي چې دغه وسیله د سپوږمۍ پر کومه برخه کېناسته او ایا د سپوږمۍ لوېدیځ قطب ته څېرمه پر ټاکل شوي هدف کېناسته که‌نه.

دغې وسیلې خپل دغه سفر چې درې لکه او ۸۴زره کیلومتره و، د فبروري پر ۱۵مه پیل کړی و.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره توانېدلې وه، په ۱۹۷۲م کال کې د اپولو ۱۷ ماموریت په مرسته د سپوږمۍ پر فضا خپله وسیله کېنوي چې ستورمزلي هم په کې وو.

سټولټنبرګ: د ناټو متحدانو کییف ته د پرمختللو وسلو د ورکولو لپاره دریځونه د پام وړ بدل کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د ناټو متحدان ژمن دي څو ډاډ ترلاسه کړي چې اوکراین د روسي ځوکونو د تهاجم پر وړاندې بریا ترلاسه کوي.

سټولټنبرګ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د ناټو متحدانو کییف ته د پرمختللو وسلو د ورکولو لپاره خپل دریځونه د پام وړ بدل کړي دي.

د ناټو سرمنشي پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت ویلي: "له اوکراین سره پیوستون نه یوازې سم کار دی، بلکې زموږ د امنیت په ګټه هم دی."

هغه ویلي چې تمه لري چې د ناټو متحدان د اوکراین د امن د تضمین لپاره لا نور اقدامات وکړي.

روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ چې سبا یې دوه کاله پوره کېږي.

مکرون د اوکراین په اړه د ځینو اروپايي مشرانو د غونډې کوربه‌توب کوي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون به راروانه دوشنبه د اوکراین په باب، د ځینو اروپايي مشرانو او حکومتي استازو د یوې غونډې کوربه وي.

الیزه ماڼۍ پرون پنجشنبه ناوخته ویلي چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت به دغه کاري غونډه یو فرصت وي چې د اوکراین د ملاتړ لپاره د شریکانو ترمنځ همکاري پیاوړې شي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري او سبا شنبه یې دوه کاله پوره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG