نړۍ
د يمن حوثي ياغيانو د امريکا لخوا پر جوړه شوې ضربتي ډله انتقاد وکړ
د یمن حوثي یاغیانو د امریکا د متحدو ایالتونو په رهبرۍ د یوې ځانګړې ضربتي ډلې پر جوړېډو انتقاد وکړ.
دغه ځانګړې ضربتي ډله په سره سمندرګي کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو تر یو لړ حملو وروسته جوړه شوه، چې د اوبو د دغه مهم نړیوال مسیر په اوږدو کې به ګزمې کوي.
په یمن کې د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام وویل، چې په سمندرګي کې د امریکا تازه حرکت د واشنګټن له هغې ادعا سره په ټکر کې دی، چې ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یې د اوربند ملاتړ اعلان کړی و.
عبدالسلام په ټلګرام کې ادعا کړې، چې دغه ضربتي ډله «یرغل او د یمن محاصره» ثابتوي.
په یمن کې جګړه په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت پیل شوه، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران د حکومت ضد مظاهرو په تړاو یو بل کس اعدام کړ
ایران وايي، هغه سړی یې اعدام کړی چې د روان کال د حکومت ضد مظاهرو پر مهال پر پولیسو د پوځي وسلې د ډزو په ګډون په یو شمېر جرمونو محکوم شوی و.
د ایران قضایه قوې د شنبې په ورځ وویل، سیاوش جمشیدي د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو او د ملي امنیت پر ضد د دسیسې په ګډون په څو تورونو د مرګ په سزا محکوم شوی و.
په ایران کې د وروستیو اعتراضونو او جګړې وروسته نیونې او اعدامونه زیات شوي دي.
د امنیستي انټرنشنل د شمېرو له مخې، ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲ زره او ۱۵۹ کسان اعدام کړي وو، چې په څو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. امنیتي انټرنشنل وايي، ایران له چین وروسته د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر کسان اعدام کړي دي.
په جرمني کې په سپټمبرمیاشت کې د لومړي ځل لپاره د پناغوښتونکو شمیر زیات شوی دی
په جرمني کې په سپټمبر میاشت کې د اګست په پرتله د لومړي ځل لپاره د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټوله کې د پناه غوښتنو د کمېدو لړۍ لا هم روانه ده.
د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې "BAMF" په سپټمبر کې د پناه غوښتنې ۵ زره او ۲۷۶ نوي غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د جرمني خبري اژانس "ډي پي اې" ته ویلي، دا شمېر د تېر کال د سپټمبر په پرتله ۴۰ سلنه او د ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله ۷۰ سلنه کم دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، د پناه غوښتونکو په شمېر کې دا د پام وړ کموالی ښيي چې په ملي او اروپايي کچه نیول شوي اقدامات اغېزمن دي.
بل خوا، په وروستیو میاشتو کې د هغو کسانو د بیاځلي پناه غوښتنو شمېر زیات شوی چې له پخوا راهیسې په جرمني کې اوسېږي. دا زیاتوالی د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې له هغې پرېکړې سره تړاو لري چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې یې کړې وه.
محکمې ویلي وو، افغان ښځې چې هیواد یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو تر واک لاندې دی، په ټوله کې د خوندیتوب مستحقې ګڼل کېدای شي.
فرانسه کې د زدهکوونکو لاریونونو د سلګونه ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډولي
په فرانسه کې د زدهکوونکو د لاریونونو له کبله د څه باندې ۵۶۰ ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډېدلي دي.
د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د لېسو زدهکوونکو تېره اوونۍ په پلازمېنه پاریس کې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو، استادانو او کارکوونکو د نهشتون له کبله لاریونونه پیل کړل چې وروسته د فرانسې نورو ښارونو ته وغځېدل.
یو شمېر زدهکوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "درسي ساعتونه اوږده او د صنفونو شرایط نامناسب دي".
زدهکوونکو پر پولیسو تور پورې کړی چې د لاریونونو پر مهاليې د دوی پر وړاندې له زوره کار اخیستی دی.
د فرانسې د پوهنې وزیر اډوارډ جیفري ویلي چې د دې لاریونونو مشري د "افراطي ډلو" په لاس کې ده.
پولیسو ویلي چې د لاریونونو له پیل راهیسې ۱۷۰ زدهکوونکي او لږترلږه ۶۵ د لېسو کارکوونکي او مدیران ټپیان شوي دي.
یو شمېر ښوونځیو اعلان کړی چې خپل درسي بهیر په انلاین توګه پیلوي.
پولیسو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دغو لاریونونو کې يې څه باندې ۲،۰۰۰ کسان نیولي چې د ۹۰ سلنو عمرونهيې له ۱۸ ښکته دي.
راپور: ایران هره اوونۍ د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کوي
د راپورونو له مخې، ایران د اګست له پیل راهیسې هره اوونۍ له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو شاوخوا ۳۰ او د بېړیو ضد توغندیو ۱۰ بریدونه کړي دي.
نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په دوهمه، راپور ورکړی چې د یوه لوېدیځ امنیتي چارواکي د محرمو معلوماتو له مخې، ایران هره اوونۍ لسګونه بېپیلوټه الوتکې او توغندي په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو توغوي، خو ډېری یې خپلو هدفونو ته نه رسېږي.
د دغه چارواکي په وینا، په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه څلور سوداګریزې بېړۍ د ایران د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
له بلې خوا، د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي د چهارشنبې په ورځ د ایران په دولتي تلوېزیون کې ویلي چې دوی هغه وړې بېړۍ په نښه کوي چې غواړي له هرمز تنګي تېرې شي او د تېرېدو مخه یې نیسي.
له هرمز تنګي د مایع ګاز د بار وړونکو کښتیو شمېر لوړې کچې ته رسېدلی
رویټرز د انرژۍ د بازار د څارونکو ادارو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د سپټمبر په میاشت کې له هرمز تنګي څخه د مایع طبیعي ګاز (ایلاینجي) د لېږدونکو کښتیو شمېر د امریکا او اسرائیل لهخوا پر ایران د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د «ایساندپي ګلوبل انرژي» د معلوماتو له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د مایع ګاز ۱۹ بار وړونکې کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې چې ۱۳ یې د قطر او شپږ یې د متحده عربي اماراتو وې. کپلر شرکت بیا د دغو کښتیو شمېر ۲۱ ښودلی دی.
له هرمز تنګي د مایع ګاز د لېږد زیاتوالی په داسې حال کې دی چې له دې اوبلارې د تېلو د لېږد کچه هم په وروستیو اوونیو کې لوړه شوې او د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل مخکې کچې ته نژدې شوې ده.
تر جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اومه تېل او مایع طبیعي ګاز له هرمز تنګي تېرېدل.
سعودي ائتلاف: حوثیانو په مدینه کې د برېښنا پر ترانسفارمر برید کړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، حوثي یاغیان تورن کړي چې د مدینې منورې د «مسجد نبوي» د برېښنا رسولو پر یوه مرکز یې د بېپیلوټه الوتکې برید کړی دی.
ائتلاف ویلي، برید د سېشنبې په ورځ شوی او د برېښنا یو ټرانسفارمر یې له کاره غورځولی، خو د ښار د برېښنا پر عمومي شبکې یې اغېز نه دی کړی. د ائتلاف ویاند ترکی المالکي دغه برید تروریستي بللی دی.
حوثیانو د سعودي ائتلاف دا ادعا رد کړې ده. په ورته مهال، ترکیې، پاکستان، قطر او عربي اتحادیې د مسجد نبوي د برېښنا پر مرکز برید غندلی دی.
ترمپ: که ایران د فلایدوبۍ الوتکې په پېښه کې لاس ولري، کلک ګوزار به ورکړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ خبرداری ورکړی چې که څرګنده شي ایران د فلایدوبۍ د هغې الوتکې په پېښه کې لاس لري چې اسرائیل ته روانه وه، پر تهران به کلک ګوزار وشي.
ترمپ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په لومړۍ نېټه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د هغه د معلوماتو له مخې ښايي د الوتکې د مرستیال پیلوټ او ایران ترمنځ اړیکه موجوده وي، خو په دې اړه لا څېړنې روانې دي.
تر اوسه د ایران د لاس لرلو د احتمال په اړه کوم سند نه دی خپور شوی او د مرستیال پیلوټ د برید د انګېزې په اړه هم څېړنې دوام لري. ایراني چارواکو تر اوسه د ترمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
فلایدوبۍ الوتکه چې له دوبۍ څخه تلابیب ته روانه وه، د چهارشنبې په ورځ د پیلوټانو ترمنځ له شخړې او د بېړني پیغام له استولو وروسته د سعودي عربستان د تبوک په هوايي ډګر ته کې ښکته شوه.
د بېاسناده کډوالو د ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو خبرې
د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې د دغې اتحایې له هېوادونو څخه د بېاسناده کډوالو د ایستلو او له نورو هېوادونو سره په دې هکله د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ډنمارک د کورنیو چارو وزیر وايي، د کډوالو د ستنولو د مرکزونو د جوړولو هڅې «په ښه توګه پر مخ روانې دي».
ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ د دغو مرکزونو د جوړولو امکانات څېړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هم د مقدماتي خبرو اترو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هیله لري لومړنی تړون د روان کال تر پایه نهايي شي.
د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د چارو مسئول ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د دې ټولنې د همکارۍ تمرکز د پاکستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو باندې دی.
د دې طرحې منتقدانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو د احتمال او په دغو مرکزونو کې د کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
په اعدام محکومه کریستا تر دوو وژونکو پیچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه
د امریکا په تینیسي ایالت کې په اعدام محکومه ښځه کریستا پایک وروسته له هغه روغتون ته یوړل شوه چې د اعدام د اجرا پر مهال تر دوو وژونکو پیچکاریو وروسته هم ژوندۍ پاتې شوه.
کریستا پایک دېرش کاله مخکې د خپلې یوې ټولګیوالې کولین سلیمیر د شکنجې او وژنې په جرم په اعدام محکوم شوې وه.
په تینسي ایالت کې تېر ۲۰۰ کاله په کومې ښځې د اعدام حکم نه و اجرا شوی.
په امریکا کې د ښځو اعدام ډېره سابقه نه لري.
له ۱۹۷۶ کال راهیسې چې د امریکا سترې محکمې اعدامونه پيل کړي په څه باندې ۱۶۰۰ اعدامونو کې یواځې ۱۸ ښځې شاملې دي.
ولسمشر ټرمپ وايي له عراق څخه وتل داسې نه و لکه افغانستان چې د امریکا مهمات شاته پرېښودل شول او عسکر هم ووژل شول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه د راوتلو برخلاف امریکایي ځواکونه په منظمه توګه له عراق څخه ووتل.
سپینې ماڼۍ تېره شپه د ولسمشر ټرمپ بیان خپور کړی دی.
ولسمشر ټرمپ یاده کړې چې له عراق څخه راوتل داسې نه و لکه افغانستان چې ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل شاته پرېښودل شول او ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.
امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته ورساوه خو ولسمشر ټرمپ له هغه ځایه د راوتلو په بڼې او رامنځته شویو ګډوډیو باندې له اول سره نیوکې کړي دي.
هغه بیا په خپل تازه بیان کې له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي چې ورسره د ده په خبره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د څه باندې دوو لسیزو حضور پای ته ورسېد.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق باندې پوځي عملیات پیل کړل.
دا عملیات د دوو نورو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن په دوره کې هم تمدید او باالاخره په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ له خوا په رسمي توګه پای ته ورسېدل.