د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ايراني پلاوي په جده کې د اسلامي همکاريو په سازمان کې خپل کار بيا پيل کړ


آرشیف- عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه
آرشیف- عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه

د ایران د بهرنیو چارو وزرات پرون دوشنبې(د مرغومي ۲۷مه) اعلان وکړ چې د ایران استازي په سعودي کې مېشت د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ته بېرته ستانه شول.

دا له ۲۰۱۶م زیږدیز کال راهیسې چې د تهران او ریاض ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې، لومړنی ډپلوماتیک اقدام دی چې کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ایرانی پلاوی اوس په جده کې دی چې د اسلامي همکاریو په سازمان کې خپل کار بېرته پیل کړي.
خطیب زاده زیاته کړه:"دا به د دې لپاره یو ښه پیل وي چې دواړه هېوادونه له خپلو سفارتونو څخه د کتنې لپاره پلاوي واستوي."

سعید خطیب‌زاده سخنگوی وزارت خارجه ایران
سعید خطیب‌زاده سخنگوی وزارت خارجه ایران

د اسلامي همکاریو د سازمان یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې ایراني پلاوی جدې ته رسیدلی، خو تر اوسه یې په هېڅ یوه غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د دې چارواکي په خبره ایراني ډپلوماتان به د جنوري په ۲۳مه نېټه د وزیرانو تر سطحې لاندې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

ایران او سعودي عربستان د دغه ۵۷ کسیز سازمان غړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۶ کال وروسته له هغې کړکېچنې شوې چې ایراني اسلامپالو په سعودي عربستان کې د یوه مشهور شیعه ملا نمرالنمر د اعدام په غبرګون کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت حمله وکړه. له دغې حملې وروسته ریاض له تهران سره ډپلوماتیکې اړیکې وشلولې، په جده کې یې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د ایران دفتر وتاړه او ایراني ډپلوماتان یې له خپلې خاورې وایستل.

له هغې را وروسته، په سیمه کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیالي پیل شوې ده. د ایران چې اکثریت وګړي یې شیعه مذهبه او د سعودي چې اکثریت وګړي یې سني مذهبه دي، د نیابتي سیالۍ دوه ښکاره بیلګې د یمن او سوریې جګړې دي.

ایران چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم یو کلک ملاتړی دی، په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د اییتلاف ضد حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بېرته عادي کېدو د هڅو په ترڅ کې چې د تېر کال د اپریل له میاشتې راهیسې پیل شوي، تراوسه څلور غونډې په عراق کې شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي خطیب زاده وویل، په وروستۍ غونډه کې چې په بغداد کې وشوه، سعودي پلاوي ته یې په لیکلي بڼه د علاقې وړ مسولو یو لېست وسپاره چې دوی یې تراوسه ځواب ته منتظر دي.

ښاغلي خطیب زاده په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو نوموړي یو وار بیا د تهران پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران چمتو دی په سعودي کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، خو دا په دې پورې اړه لري چې سعودي څه ډول عملي ګامونه پورته کوي؟

د سعودي عربستان چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر ډسمبر میاشت کې د دواړو هېوادونو په بهرنیو چارو وزارتونو کې چارواکو تایید کړه چې سعودي د اسلامي همکاریو په سازمان کې د ایران د استازولۍ درې ډپلوماټانو ته ویزې صادرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG