ځینې لوبغاړي د طالبانو له حکومته غواړي چې په لوبغالو یا ورزشي میدانونو کې دې خلکو ته سزاوې نه ورکوي.
طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د تېر میلادي کال په وروستیو کې د خپل مشر په امر د حد، تعزیر او قصاص لړۍ هم پیل کړه چې ډېر حکمونه یې په لوبغالو کې عملي شوي دي.
اوس یو شمېر لوبغاړي د طالبانو له حکومته غواړي، په لوبغالو کې دې خلکو ته سزاوې نه ورکوي، ځکه د دوی په وینا لوبغالي د لوبو لپاره جوړ شوي او یوازې باید د همدې مقصد لپاره وکارول شي.
د فوټبال میدانونه د فوټبال لپاره دي، نه د وژنو، ځورونو او سنګسار لپاره.
د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړې سودابې خنجاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د فوټبال میدانونه د فوټبال لپاره دي، نه د وژنو، ځورونو او سنګسار لپاره. د طالبانو دا کار ښيي چې دوی هېڅ شي ته هم په ارزښت قایل نه دي. دا سرغړونه او غیرقانوني کار او د فوټبال فدراسیون او زرګونو هغو ځوانانو ته چې هیله لري یوه ورځ د وطن لپاره د ویاړ شي، توهین دی."
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې رویا صمیم هم چې دا مهال له هېواده بهر ده، په دې کار خواشیني ښيي چې په لوبغالو کې د لوبو پر ځای خلکو ته سزاوې ورکول کېږي.
نوموړې وايي، د ځوانانو لپاره به ډېره سخته وي چې په ارام ذهن په داسې لوبغالو کې ورزش وکړي چې هلته وینې تویې شوي یا هم خلک ځورول شوي وي.
صمیم زیاته کړه: "په داسې ځای کې چې باید ورزش وشي، راتلونکې ته په کې هیلې وي او د خپلو هیلو د پوره کولو په خاطر باید هلته خواري وکړو. که هلته داسې پېښې کېږي چې خلک په کې وژل کېږي یا سزاوې ورکول کېږي، دا ډېره دردونکې ده. په دې کار سره یې د هیلو میدانونو د بدبختیو په میدانونو بدل کړي دي."
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مخکېنی روزونکی علي عسکر لعلي بیا وايي، په ورزشي میدانونو کې د قصاص، تعزیر او حدودو جاري کول چې د هېڅ هېواد په لوبغالو کې مخینه نه لري، د افغانستان ورزش په نړیواله کچه له بندیزونو سره مخ کولای شي.
لعلي ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه طالبانو یو ځل بیا لوبغالي د وژنو، ځورونو او په داسې ځایونو بدل کړي چې هلته وېره او وحشت وي. دا کار به لامل شي، هغه ښه موقف چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په نړیواله سطحه زموږ ورزش پیدا کړی و، له لاسه یې ورکړو. دا کارونه به نړیواله ټولنه مجبور کړي چې عکس العمل وښيي او عکس العمل به یې د افغانستان د ورزش ځنډول وي چې دا به د ځوانانو لپاره یو ناورین وي."
لعلي د افغانستان له لوبغاړو او ورزشي بنسټونو څخه غواړي، مخکې له دې چې په ورزشي میدانونو کې د سزاو ورکولو له امله د افغانستان ورزش له بندیزونو سره مخ شي، دوی دې یې په وړاندې غبرګون وښيي او د دې کار مخه دې ونیسي.
د ازادي راډیو خبریال د لوبغاړو د دې نیوکو په اړه د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست غبرګون هم وپوښت، خو ویاند یې په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
بلخوا د والیبال فدراسیون سکرتر جنرال خوشال ملکزی هم د طالبانو له حکومته غواړي چې ورزشي میدانونه دې یوازې د لوبو لپاره وکاروي.
ملکزي وویل: "ورزشي میدانونه د یووالي او ورولۍ په خاطر جوړ شوي او تل په کې د سولې پیغام ورکول کېږي. دا زما غوښتنه ده چې له ورزشي میدانونو یوازې د ورولۍ، سولې او ورزش لپاره استفاده وشي."
د طالبانو حکومت په خپله لومړۍ دوره کې هم د کابل په غازي او یو شمېر نورو لوبغالو کې خلکو ته سزاوې ورکولې او اوس چې بیا واک ته رسېدلي، یو ځل بیا یې لوبغالي د سزا ورکولو لپاره غوره کړي دي، خو اوس لوبغاړي د طالبانو له حکومته غواړي چې دا کار دې په لوبغالو کې نه کوي او لوبغالي دې یوازې لوبو ته پرېږدي.