د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۴

د ملا هبت‌الله تازه څرګندونو ته غبرګونونه؛ ډېری فرمانونه یې د اسلام او شریعت خلاف وبلل شول

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده ته منسوب تصویر
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده ته منسوب تصویر

که څه هم د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له دیني عالمانو سره یوه غونډه کې ویلي، که د هغه کوم فرمان د شریعت خلاف وي، په دېوال دې یې وولي؛ خو یو شمېر دیني عالمان وايي، د طالبانو د مشر یو ډېر شمېر فرمانونه د اسلام و شریعت سره ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون یوه راپور کې لیکلي، ملاهبت‌الله اخندازه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په کندهار کې د "دیني جامعاتو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ" تر عنوان لاندې درې ورځني سمینار کې کړي.

په دې راپور کې راغلي، د طالبانو مشر له دیني عالمانو غوښتي چې د دوی د حکومت فرامین خلکو ته روښانه کړي او تطبیق او منلو ته یې خلک وهڅوي.

خو د دیني عالمانو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر مدافعان د طالبانو د مشر له‌خوا د نجونو په زده‌کړو، کار او نورو ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو د وضع کولو لپاره خپاره کړي فرمانونه له شریعت سره تضاد کې بولي.

دیني عالم او حقوق پوه فضل‌الهادي وزین ازادي راډیو ته وویل، داسې مهال چې د طالبانو د مشر ځینې فرمانونو د شریعت سره تضاد کې دي، خو د دوی حکومت هیڅ داسې اداره نه‌لري چې د فرمانونو څېړنه وکړي.

وزین: د فرمان له لارې له زده‌کړو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول، له کاره یې منع کول دا اسلام سره ټکر کې دي.
وزین: د فرمان له لارې له زده‌کړو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول، له کاره یې منع کول دا اسلام سره ټکر کې دي.

هغه وايي: "د فرمان په وسیله د حکومت اداره کول درست عمل او د ښې حکومتولۍ نښه نه‌ده. باید د فرمان حکومت پای ومومي او د قانون حکومت رامنځته شي. د بېلګې په توګه د فرمان له لارې له زده‌کړو او پوهنتونونو د نجونو راګرځول، له کاره یې منع کول دا اسلام سره ټکر کې دي. یعنې هیڅ داسې دلیل په اسلام، قران، سنت او فقهې کې شته چې د نجونو د تعلیم مانع وي."

د بشري حقونو مدافع نسرین حمیدي هم ازادي راډیو ته وویل، له محدودو فرمانونو پرته د طالبانو د مشر ټول فرامین مبهم دي.

هغه وايي: "خو په دې شکل طالبان د ملت په سترګو کې خاورې اچوي، دوی د یو نسل هیلې په اوبو لاهو کوي، دوی په دې ډول درواغجنو وعدو خپل صداقت او وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي."

د طالبانو مشر په خپلو څرګندونو په دې هم ټینګار کړی چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د دوی له‌خوا د بخښنې په نوم فرمان هم عملي شوی او اوسمهال د دوی مخالفین هوسا ژوند لري.

د ملا هبت الله د ادعا برعکس طالبان وخت پر وخت د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نیولو، شکنجو او ان وژلو تورن دي
د ملا هبت الله د ادعا برعکس طالبان وخت پر وخت د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نیولو، شکنجو او ان وژلو تورن دي

هغه زیاته کړې، دوی پخوا او اوس هم د افغانانو د وژلو او ځورولو اداره نه‌درلوده، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او په افغانستان د دې سازمان مرستندویه ماموریت یا یوناما راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت په ډېر شمېر د مخکني حکومت چارواکي او نظامیان شکنجه کړي، ځورولي او ان وژلي دي.

ازادي راډیو هم په دې اړه مستند راپورونه خپاره کړي چي ښيي د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د مخکني جمهوري نظام امنیتي او دفاعي سرتېري او افسران په بېلابېلو پلمو لومړی نیولي او بیا یې تر شکنجې وروسته وژلي دي.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG