د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

مک کارټي: له افغانستانه د راوتلو قضیه کې مسوولو اړخونو سره حساب کوو


کېوېن مک کارټي
کېوېن مک کارټي

جمهوري غوښتونکی کېوېن مک کارټي د امریکا د استازیو جرګې مشر وټاکل شو.

د امریکا د استازیو جرګې اکثریت او مشري د جمهوري غوښتونکو لاس ته ولوېده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ادارې یو کلک منتقد کېوېن مک کارټي شنبه سهار وختي په پنځلسم دور رایګیري کې د استازیو جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

هغه په خپله لومړۍ وینا کې ټينګار وکړ چې له ټولو مسوولو کسانو سره به حساب کتاب کوي.

هغه وویل: "موږ به له ټولو مسوولو اړخونو سره حساب کتاب کوو. له افغانستانه د راوتلو له قضیې را نیولې د کوېډ تر مرکز او د اف بي ای تر وسله وال کولو پورې."

اکثر جمهوري غوښتونکي له افغانستانه د امریکا په راوتلو او د طالبانو لاس ته د دغه هېواد د لوېدو په خاطر د ولسمشر بایډن اداره ګرمه بولي.

کېوېن مک کارټي د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان تر سقوط وروسته د ولسمشر بایډن کړنلاره تر سختو نیوکو لاندې نېولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې هوکړه‌لیک د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه د امریکا د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او د طالبانو ترمنځ لاسلیک شو چې د ۲۰۲۱ کال په وړي کې یې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتلو ته لاره پرانیسته.

هغه ویلي و چې امریکا څنګه د دوو لسیزو له حضور وروسته افغانستان په یو نامعلوم حالت کې پرېښود او تر راووته.

د افغانستان په مسئله سربېره په امریکا کې د کوېډ۱۹ د مخنیوي په کړنلارو باندې هم جمهوري غوښتونکو نیوکې کولې.

خو ولسمشر جوبایډن د کېوېن مک کارټي د ټاکل کېدو په اړه هغه ته مبارکي ورکړې ده.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې د ولسمشر بایډن په حواله لیکلي: "مهمه ده اقتصادي وده همداسې جاري وساتو او مخه یې ډب نه کړو."

ولسمشر بایډن دا هم ویلي: 'باید په ملي امنیت باندې پانګونه وکړو نه دا چې بودیجه یې کمه کړو."

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

هغه ویلي له جمهوري غوښتونکو سره د کار لپاره چمتو دی، خو جمهوري غوښتونکي هم باید له ده سره کار وکړي.

د کېوېن مک کارټي تر ټاکل کېدو دمخه د ډیموکراټ ګوند غړې ننسي پلوسي د استازیو جرګې مشره وه، خو داسې ښکاري چې د مک کارټي په ټاکل کېدو سره به د ډیموکراټانو په مشرۍ حکومت له ځینو ننګونو سره مخ وي.

ننسي پلوسي
ننسي پلوسي

په امریکا کې د استازیو جرګه ځینې ځانګړي واکونه لري چې د چارواکو استیضاح یې تر ټولو مهمه برخه جوړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG