د پروان ولایت اوسېدونکی هجرت الله له یوه کال راهیسې نشه کوي.
هغه چې د برمو کاروبار کاوه او خلکو ته به یې کوهیان کیندل اوس وزګار ناست دی.
هجرت الله وایي چې ده ملګري له نشو څخه خلاصول، خو هغوی دی معتاد کړ.
دا چې هجرت الله ولې او څنګه معتاد شو؟ دا به خپله د ده له خولې واورو.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: