د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

غور کې د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکو له ۶ میاشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي


ارشیف
ارشیف

په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکو له شپږو میاشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي.

غور یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هلته د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاق ډېر دی، له همدې امله په دې ولایت کې معتادین هم ډېر دي، خو د دې ټولو معتادینو لپاره په غور ولایت کې يوازې يو شل بستريز مرکز فعال دی.

خو اوس په غور کې د دې مرکز کارکوونکي وايي چې له شپږو میاشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخیستي.

د غور د شل بستريز روغتون یو ډاکټر عبدالغفار سروري وايي چې، د معاشونو نه اخيستلو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه وویل: " د حمل له میاشتې راهيسې چې شپږ مياشتې کېږي موږ معاش نه دی اخيستی او په ټوله کې زموږ ټول همکاران له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. موږ له لوړ مقام، په تېره بيا افغانستان د عامې روغتيا له وزارت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي او يا دې زموږ لپاره يوه عایداتي سرچينه پيدا کړي. په مجموع کې موږ د داخل بستر معتادینو درملنه نه شو کولای، په غور ولایت کې معتادین بيخي ډېر شوي دي. "

کله چې طالبان په افغانستان کې دوهم ځل واک ته ورسېدل، د معتادینو د درملنې له (۸۴) مرکزونو څخه تر څلوېښتو ډېرو مرکزونو د مالي ستونزو له امله خپل فعاليتونه ودرول او پاته مرکزونو هم د کارکوونکو د معاشاتو او ناروغانو د لګښت نه درلودلو له امله د معتادینو د بستري کېدو خدمات کم کړل.

په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې اجتماعي کارکوونکی محمدګل احمدي هم د هغو کارکوونکو له ډلې څخه دی چې له شپږو مياشتو راهيسې يې معاش نه دی اخيستی.

احمدي وویل: " موږ له اعاشې او اباطې څخه په بشپړ ډول بې برخې شوي يو او هيڅ شی هم نه لرو چې په هغه د ناروغانو او خلکو خدمت وکړو. شپږ مياشتې کېږي چې معاشونه مو نه دي اخيستي، زموږ ټول همکاران له ستونزو سره مخ دي، هر څوک اقتصادي او کورنۍ اړتياوي لري. "

د غور ولایت روغتيايي چارواکي هم د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د کارکوونکو د معاشاتو او مالي ستونزه مني.

د غور ولایت د معتادینو د درملنې شل بستريز مرکز مشر ډاکټر محمد عمر لعل زاد وايي، د دوی کارکوونکي د امکاناتو د نشتوالي له امله د معتادینو د درملنې لپاره د هغوی کورونو ته د موټر پر ځای پلي ورځي.

هغه وايي: " زما کارکوونکي مخکې په پراختیايي بودجه کې شامل وو، خو اوس په عادي بودجه کې شامل شول، اوس تازه هيله مندي پيدا شوې، د عامې روغتيا وزارت له خوا تشکيل منل شوی او هغوی په ملکي خدماتو کې شاملېږي. کله چې کارکوونکو د پنځو مياشتو معاش نه وي اخيستی او يوه مياشت معاش هم د تېر کال دا پاته وي چې ټول شپږ مياشتې کېږي، په دې صورت کې ګرانه ده چې د درملنې پروګرام عملي کړي. د معتادینو د درملنې په برخه کې د حمل د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه يوه افغانۍ هم نه ده راغلې. زموږ کارکوونکي د موټر او تېلو نه درلودلو له امله د ناروغانو د ليدلو لپاره په فيروزکوه ښار کې پلي ځي، د معتادینو د درملنې لپاره تر محبس پورې پلی تګ کوي. "

په غور ولایت کې مدني فعالان وايي چې، د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې کارکوونکو ته معاشونه نه ورکول او بستري خدمات بندېدل د دې سبب شوي چې د غور ولایت په مرکز او ولسواليو کې معتادین ډېر شي.

دوی اندېښمن دي چې که صحي خدمات په همداسې نيمګړي ډ‌ول دوام وکړي، دا وېره شته چې په ښار کې د معتادینو د ګرځېدو له امله روغ ځوانان هم نشو ته مخه کړي.
---------------------------
گزارش: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

XS
SM
MD
LG