د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

د يو ان ډي پي په مرسته د معتادینو د درملنې ۱۷ روغتيايي مرکزونه بيا فعاليږي


يو شمېر معتادان چې روغتون ته وړل کېږي - ارشيف
يو شمېر معتادان چې روغتون ته وړل کېږي - ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره په خپله نغدي مرسته د معتادینو د درملنې مرکزونو کې د سلګونو معتادینو د بستري کېدو او درملنې اسانتياوي برابروي.

د هغه تړون له مخې چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي او نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارو تر منځ لاسليک شو، د دې تړون له مخې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې يا (UNDP) له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ته ۲ ميليونه ډالر ورکوي چې د درملو په ګډون د معتادینو د درملنې روغتيايي اړتياوي ورباندې پوره کړي.

له يوه کال راهيسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) فعالیتونه کم شوي، خو اوس تازه دې ادارې د معتادینو د درملنې د فعالیتونو لپاره پيسې ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) ته پيسې ورکړي چې د معتادینو د درملنې مرکزونه بيا فعال کړي او په دې مرکزونو کې بستري خدماتو ته زمينه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د اړيکو مسئولې مېرمن (ون ناچا) د دې نغدي مرستو په اړه ازادۍ راډيو ته وويل: "(UNODC) او (UNDP) به په ګډه په دې ۲ ميليونو ډالرو د معتادینو د درملنې د (۱۷) مرکزونو لپاره د اړتيا وړ درمل، تجهيزات او محافظتي کيټونه چمتو کړي. دا مرکزونه چې په شمال، شرق او غربي ولایتونو کې دي، د (۹۳۰) معتادینو د بستري کېدو ظرفيت لري."

له يوه کال راهيسې چې طالبان دوهم ځل واک ته رسېدلي په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له اتیا ډېرو مرکزونو څخه نيمايي مرکزونه د درملو، کافي خوړو او معاشونو نه ورکولو له امله تړل شوي دي.

د معتادینو د درملنې تر څلوېښت ډېر مرکزونه چې همدا اوس په افغانستان کې فعال دي، ډېری مرکزونو يې د اړتیا وړ درملو او خوړو نه درلودلو له امله بستري خدمات ځنډولي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې استازې مېرمن انوبا سود (Anubha Sood) وايي، د دې دوو ادارو تر منځ همکاري به د دې سبب شي چې، يو شمېر هغه معتادین چې غواړي درمنله يې وشي، د درملنې امکاناتو او بستري خدماتو ته لاسرسی ولري.

نوموړې وايي: "دا همکاري په افغانستان کې د (UNODC) او (UNDP) په ستراتيژيکې همغږۍ کې يوه مهمه نقطه ده. په افغانستان کې د درملنې ډېر مرکزونه د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګست څخه په سختۍ سره خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي. دا تړون به د دې سبب شي چې د ملګرو ملتونو د دوو ادارو په ګډو هڅو بیا يوې مهمې مسئلې ته پام وشي چې په افغانستان کې يې نارينه، ښځې او ځوانان متاثر کړي دي."

تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې له (۸۴) مرکزونو څخه د ډېری مرکزونو لګښت بهرنیو ادارو ورکاوه، خو د ۲۰۲۱ ميلادي کال په پيل کې دا مرستې اتيا سلنه کمې شوې.

په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره سم، د اعتیاد په برخه کې بهرنۍ مرستې په بشپړ ډول بندې شوې او ډېری بهرنۍ مرستندويه ادارې چې د معتادینو د درملنې په برخه کې يې هم کار کاوه افغانستان پرېښود.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
XS
SM
MD
LG