د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

له طالبانو د معتادینو شکایت: د روغتون پرځای نظارت خانو کې ساتل او ډبول کیږو


د طالبانو په لاس را ټول شوي معتادین
د طالبانو په لاس را ټول شوي معتادین

په ځينو ولايتونو کې د معتادينو راټولولو بهېر تر دوو مياشتو ځنډ وروسته بیا پيل شوی دی، خو ځينې معتادين ادعا کوي چې د پخوا برعکس اوس دوی د درملنې پرمهال او ان دا چې د روغتون په بستر کې هم ډبول کېږي.

يوه اوونۍ کېږي چې احمد د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکز ته وړل شوي دی.

دی ادعا کوي چې د طالبانو پولیسو له نورو معتادينو سره په زور بېولی او روغتيايي مرکز ته تر وړلو مخکې يې څه وخت په نظارت خانه کې تېرې کړي او هلته ډبول شوی دی.

احمد وایي: "زه څو شپې د طالبانو په نظارت خانه کې وم او طالبانو ډېر وډبولم، زه خو په خپله خوښه نه يم معتاد شوی، زما نصيب همدا و، اوس طالبان غواړي چې د نشه يي موادو خرڅوونکي ورک کړي، خو د ټولو ورک کول امکان نه لري."

شاه ولي هم چې د معتادينو په دې ډله کې شامل دی او د طالبانو له حکومته سر ټکوي، خو دا يادونه هم کوي چې نشو او مالي ستونزو دومره تنګ کړی و چې هېله يې درلوده يوه ورځ به د معتادينو د درملنې مرکز ته يووړل شي او درملنه به يې وشي.

دی وايي چې نشه نه يوازې دا چې له انسانه روغتيا اخلي، بلکې د خپلوانو زړه سوی هم ورځنې اخلي.

شاه ولي زیاتوي: "ما د پوډرو نشه کوله، کله چې اسلامي امارت راغی په کور کې چې مې هرڅه درلودل هغه مې پر نشه يي موادو ورکړل، خپلوانو او قوم هم راته شا کړه، اوس له خپلو وروڼو پرته هېڅ څوک هم زما پوښتنې ته نه راځي."

په روغتیایي مرکز کې روږدی کس د درملنې پر مهال
په روغتیایي مرکز کې روږدی کس د درملنې پر مهال

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي له معتادينو سره بد چلند ردوي او وايي چې معتادين بايد د ژمي د سړې هوا تر راتلو مخکې راټول او يوه مناسب ځای ته يووړل شي.

کریمي وایي: "د اسلامي امارت مسوولين هڅه کوي هغه معتادين راټول کړي چې په نامناسبو ځایونو کې ژوند کوي، زموږ مسوولين هغوی راټولوي او روغتونونو ته يې وړو چې درملنه يې وشي. ژمی را روان دی، بايد داسې ګامونه پورته شي چې دا محروم او مظلوم قشر له ستونزو وژغورل شي. موږ دا شايعات او اوازې ردوو چې ګواکې موږ هغوی وهو، مجاهدين لکه څنګه چې له خپلو خلکو سره د ډېر ښه چلند په اړه مسووليت لري، معتادين هم په هماغسې ښه ډول راټولوي."

د طالبانو د حکومت چارواکو يوازې په تېره يوه اوونۍ کې له کابل ښاره ۵ سوه معتادين راټول کړي او د معتادينو د درملنې مرکزونو ته یې وړي دي، په داسې حال کې چې د کابل ښار د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونه په اوونۍ کې يوازې د سلو معتادينو د درملنې اسانتياوي لري.

ارشیف؛ د روغتیایي مرکزونو کارکونکي له لارو کوڅو روږدي کسان ټولوي
ارشیف؛ د روغتیایي مرکزونو کارکونکي له لارو کوڅو روږدي کسان ټولوي

د معتادينو د درملنې ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې د معتاد د بريالۍ درملنې يوازينی شرط د هغه خوښه ده، په زور د معتاد درملنه هغه ته جدي ذهني او جسمي ستونزې پېښوي.

کوشان زیاتوي: "کله چې يو معتاد له لوړ ډوز سره بستري کړل شي، د نشې پرېښودلو دا لاره د زغم وړ نه ده او د ناروغ جسم ته ډېر خطر لري. ګڼ شمېر معتادين پر اعتياد سربېره ضميموي ناروغۍ هم لري. بل دا چې د هغوی د نشه يي موادو د استعمال اندازه هم ډېره ده، ځکه نو معتاد نه غواړي چې درملنه يې وشي، که په دغسې حالت کې معتاد په زور بستري کړل شي، امکان لري چې مړ شي. کله چې ناروغ په زور بستري کېږي، د هغه د اروايي درملنې برخه ډېره پېچلې کېږي، يعنې که نشه پرې هم ږدي، په وجود کې يې اعراض او علايم کلونه کلونه پاتې کېږي."

له افغانستانه د بهرنيانو تر وتلو مخکې په افغانستان کې د معتادينو د درملنې ۸۴ دولتي او غيردولتي روغتيايي مرکزونو فعاليت کاوه، خو اوس څرګنده نه ده چې د بهرنيو موسساتو تر وتلو وروسته به له دې مرکزونو څومره يې تړل شوي وي، ځکه د معتادينو د درملنې ډېری روغتيايي مرکزونو ته نادولتي ټولنو مرستې ورکولې.

د دې راپور غږیزه بڼه دې لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG