د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د غور ولايت بزګر: د ترياکو د ګډوډو بيو له امله مو نورو کښتونو ته مخه کړې


ارشیف، یو افغان بزګر
ارشیف، یو افغان بزګر

په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د ترياکو بیه لوړه شوې او دليل‌يې دا بلل شوی چې ځينو مافيايي ډلو ترياک رانيولي او زېرمه کړي دي.

خو بيا هم په ځينو ولايتونو کې بزګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته کوکنار ونه‌کري، ځکه چې د کوکنارو بيه د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او ګټه‌يې د بزګرو پر ځای مافيايي ډلو ته رسېږي.

د غور ولايت ۶۲ کلن عبدالله نومی بزګر وايي چې د کوکنارو تر څو کلن کښت وروسته‌يې سږکال په خپله ځمکه کې د خاشخاشو پر ځای بل تخم کرلی دی.

دی وايي چې د کوکنارو خطر د بزګر پر غاړه دی، خو ګټه‌يې قاچاق کوونکي ته رسېږي.

عبدالله زیاتوي: "سږکال مو پټاټې يا کچالو کرلي دي، کچالو که څه هم لږ خراب دي، خو د کوکنارو تر کښت ښه دي او موږ ته ډېره ګټه رارسوي."

آرشیف، کشت کوکنار در ولایت هلمند
آرشیف، کشت کوکنار در ولایت هلمند

د غور ځيني اوسېدونکي د بزګرو د دې کار هرکلی کوي، خو د دې ترڅنګ وړانديز کوي چې په غور ولايت کې د کوکنارو د کښت بشپړ منع کولو لپاره بايد بزګرو ته د بديل کښت امکانات برابر شي او زراعتي محصولاتو ته‌يې بازار وموندل شي.

د غور ولايت يو اوسېدونکی نصير احمد وايي چې په دوو درېيو وروستيو کلونو کې په غور ولایت کې د کوکنارو د کښت له امله معتادين ډېر شوي چې ډېره برخه‌يې ځوانان دي.

نصیر احمد وايي: "زه له ټولو بزګرو څخه هيله کوم چې کوکنار ونه‌کري، ځکه د کوکنارو د کښت له لارې زموږ ځوانان په نشو اخته کېږي او راتلونکی به‌يې تياره وي."

که څه هم طالبانو د کوکنارو د کښت په اړه تر اوسه رسمي اعلاميه نه‌ده خپره کړې، خو د طالبانو ځينو سيمه‌ييزو چارواکو د کوکنارو کښت او نشه‌يي موادو کاروبار منع کړی دی.

ارشیف، د افغانستان کندهار ولایت کې کرل شوي کوکنار
ارشیف، د افغانستان کندهار ولایت کې کرل شوي کوکنار

د غور د والي مرستيال شمس‌الله ازادي راډيو ته وويل چې دوی به بزګرو ته د بديل کښت زمينه برابره کړي: "موږ د بزګرو لپاره د باغدارۍ او زراعت زمينه برابروو، ان‌شاءالله چې په غرنيو سيمو کې به د غنمو، پټاټو او نورو کښتونو له لارې د خلکو اړتیاوې پوره کړو."

ځيني بزګر په داسې حال کې د کوکنارو له کښت څخه لاس اخلي چې د افغانستان په تودو يا ګرمسېرو ولايتونو کې د کوکنارو دوه فصله ترياک ټول شوي او بزګر خپلې ځمکې د کوکنارو د درېيم فصل لپاره چمتو کوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG