د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

بريتانیا په افغانستان کې د قاچاق کوونکو د ټيليفونونو د څارنې سیستم بند کړ


ارشیف، یو څارونکی سیستم
ارشیف، یو څارونکی سیستم

د امریکا متحده ايالات او بريتانیا له ۲۰۰۳ میلادي کال څخه بیا تر اوسه له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په پروګرام کې لوی ملاتړ کوونکي بلل کېدل.

دې دوو هېوادونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د مالي مرستو ترڅنګ، د داسې استخباراتي معلوماتو په برخه کې هم همکاري کوله چې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو په نيولو کې ډېر مؤثر او ګټور وو، خو اوس تازه بريتانیا د دې مهمو معلوماتو په برخه کې له همکارۍ څخه لاس اخيستی دی.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین وحيدالله کلیمزی وايي چې د بريتانیا د پټو خبرو اورېدو يا استراق سیستم ډېر پرمختللی و او له دوی سره‌يې د قاچاق کوونکو په نيولو کې ډېره مرسته کوله.

ښاغلی کلیمزی زیاتوي: "موږ د استراق يا پټ غوږ نيولو دوه برخې درلودې چې د يوې برخې لګښت د بريتانيا او بلې برخې لګښت د امريکا سفارت ورکاوه. هغه برخه چې د امريکا سفارت‌يې لګښت ورکاوه اوس هم په بشپړ ډول فعاله ده او هغه برخه چې د بريتانيا سفارت‌يې پيسې ورکولې د اوس لپاره درول شوې ده، خو زموږ پرسونل کشفي او استخباراتي معلومات راټولوي او د هغوی فعالیتونه دوام لري. څرنګه چې د پټو خبرو اورېدو سیستم ډېر پرمختللی و او موږ کولای شوای چې ډېرې برياوې ولرو او اوس چې يې نه‌لرو ښکاره خبره ده چې زموږ برياوې به کمېږي."

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین وحيدالله کلیمزی
د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معین وحيدالله کلیمزی

د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې په سلو کې ۷۰ کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او د نشه‌يي موادو توليد هم په همدې سيمو پورې اړه لري. که له يوې خوا بهرني نظامي ځواکونه له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له همکارۍ څخه لاس اخلي، له بلې خوا بيا د افغانستان هوايي ځواک په جګړه بوخت دی، له همدې امله په دې وروستو وختونو کې د نشه‌يي موادو جوړولو پر کارخانو باندې د هوايي ځواکونو بريدونه ډېر کم شوي دي.

په نړۍ کې د نشه‌يي موادو د څرنګوالي په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ اوس هم د نړۍ د ټولو ترياکو په سلو کې ۸۵ يې يوازې په افغانستان کې توليدېږي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون وايي چې له نشه‌يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی، افغان دولت يوازې دا دروند پېټی نه‌شي پورته کولای.

ښاغلی پښتون زیاتوي: " د ۲۰۲۱ ميلادي کال د مې په میاشت کې چې نړيوالې ټولنې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه، له دې سره سم يو شمېر مهمو نړیوالو ادارو هم د وتلو پرېکړه وکړه چې په دې ادارو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې اداره هم شامله وه. له بلې خوا هغه سيستم چې دوی د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو په نیولو کې کار ځینې اخیست هغه سيستم هم له‌منځه ولاړ، نو په مجموع کې د دې کار زيان افغانستان ته رسېږي، په نړۍ کې به معتادان ډېر شي او په افغانستان کې به هم معتادان څو برابره ډېر شي."

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې بريتانيا د کشفي او استخباراتي همکاريو څخه داسې مهال لاس اخلي چې د معتادينو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مالي مرستې هم په سلو کې ۸۰ کمې شوي او نړیوالې ټولنې د راتلونکي کال لپاره هم د هېڅ ډول مرستو ژمنه نه‌ده کړې.

د دغه راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG