خبرونه
هرات کې د کیمياوي نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی ونيول شو
په هرات ولايت کې د کیمياوي نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی نیول شوی دی.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده رسنيو ته وويل چې د نشهيي موادو يو قاچاق کوونکی چې يو کال مخکې له پولیسو څخه تښتېدلی او پولیسو څاره، د هرات ښار په ارزاق واټ کې ونيول شو.
له دې قاچاق کوونکي سره وسله، پيسې او جعلي پېژندپاڼې هم نيول شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په ټوله نړۍ کې یو میلیون ښځې خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د بودیجې د کمښت له کبله په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیون ښځې ژوند ژغورونکو خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.
دغې ادارې پرون جمعه د (جولای لسمه) پر خپلې ایکس پاڼې د یو راپور په خپرولو سره ویلي،" د بشري مرستو کمښت د ښځینه بنسټونو فعالیتونه محدود یا درولي دي".
د دې ادارې په ټکو،"د افغانستان په ګډون د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سروې شویو څه باندې ۸۰۰ ښځینه بنسټونو نژدې نیمايي يې ښايي د بودیجې د نشتوالي له کبله په یوکال کې دننه په دایمي یا موقتي توګه وتړل شي".
له دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د نه لاسرسي په اړه راپورونه ورکړي.
دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت به د دې سبب شي چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې په زرهاوو ښځې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
ظاهر قدیر د نشهيي مواد او وسلو د قاچاق په تور د امریکا فدرال محکمه کې حاضر شوی
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګي پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر چې د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور نیول شوی و، امریکا ته وسپارل شو.
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" ظاهر قدیر د جمعې په ورځ د نیویارک یوې فدرال محکمه کې حاضر شوی و او پریکړه شوې چې د محکمې تر مهاله به په توفیف کې ساتل کیږي".
ښاغلی قدیر د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د کېنیا په پلازمینه نایروبي کې له یوه هوټله ونیول شو.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي" عبدالظاهر قدیر په افغانستان کې یوه جنايي شبکه رهبري کوله، هغه د خطرناکو نشهيي موادو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکیل و".
که پر ظاهر قدیر لګیدلي تورونه ثابت شي نو تر لسو کلونو پورې د زندان سزا یا لږترلږه د عمري بند سزا ورکول کېدای شي.
ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ
ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ؛
د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره هممهاله، د امریکا متحده ایالاتو ایران ته د نن شنبې ورځې تر پایه مهلت ورکړی چې په دغه سمندري لاره کې د سوداګریزو بیړو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عمان ته تللی څو د دغه هېواد له چارواکو سره په هرمز تنګي کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړي.
په هرمز تنګي کې د بیړو د خوندي تګ راتګ مسله وروسته له هغه یو ځل بیا راپورته شوه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د عمان په اوبو کې پر څو بیړو بریدونه وشول.
بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی که د ده د ترور هڅه وکړي نو پراخ بریدونه به پرې وکړي.
هغه پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې لیکلي،" زر توغندي چمتو دي او د ایران اسلامي جمهوریت په لور هدف ته ګرځول شوي دي او که د امریکا د ولسمشر د ترور په تړاو د ایران د حکومت ګواښ عملي شي، نو زرګونه نور توغندي به هم سملاسي ورپسې وتوغول شي.''
د ټرمپ په خبره،"د امریکا پوځ چمتو دی چې د ایران ټولې سیمې په بشپړه توګه ویجاړې کړي".
هغه د خپل پیغام په پای کې لیکلي،"ځانګړې ستاینه د الله لپاره ده".
دا ګواښ وروسته له هغې دی چې وال سټریټ ژورنال او سي ان ان د اسراییلي استخباراتو په حواله راپورونه ورکړل چې ایران د ولسمشر ټرمپ د ترور پلان لري.
امریکايي چارواکو ویلي، د اسراییلو د استخباراتو دغه معلومات په خپلواکه توګه تاییدولی نشي.
ایراني چارواکو له دې مخکي د ټرمپ د ترور د پلان جوړونې تورونه رد کړي وو.
طالبان: یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلې
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلی ده.
د دغه تعرفي ټاکل کیدل په سوداګرۍ او کمرګي چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي.
روسیه، قزاقستان، بیلاروس، ارمنستان او قرغزستان د یوریشیا اقتصادي ټولنه غړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي،" د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغه ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې هڅه کوي په کابل او نورو زونونو کې د صادراتو د پروسس لپاره مرکزونه جوړ کړي".
د عزیزي په ټکو، د دغه مرکزونو په جوړیدو سره به له افغانستانه د صادراتو بهر منظمه او اسانه شي.
د امریکا د ملي ګارډ پر سرتیرو د ډزو په تور نیول شوی افغان وګړی په زندان کې د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته انتقال شوی
د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو د ډزو په تور نیول شوی افغان وګړی رحمن الله لکڼوال په زندان کې د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته انتقال شوی.
واشنګټن پوسټ ورځپانې راپور ورکړی چې دغه افغان وکړی اوسهال د جورج واشنګټن پوهنتون په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
لکڼوال په زندان کې له څه مودې راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی و.
۳۰کلن لکڼوال تیرکال د واشنګټن په فاراګاټ وسټ میټرو سیټشین کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو سارا بکسټروم او اندرو وولف د ډزو په تور ونیول شو.
په هغه برید کې سارا د ژور ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
رحمن الله لکڼوال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د صفري قطعاتو غړی و.
د ځینو امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس رحمن الله چې امریکا کې د کار په لټه کې و له ډېره وخته له رواني پلوه ښه نه و.
لکڼوال د لومړي درجې قتل له تور سره مخ دی.
سپینه ماڼۍ د هغه لپاره د تر ټولو سختې سزا غوښتنه کړې وه.
خلیل زاد: دا تیروتنه ده چې افغان نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي،" دا خواشینونکې او لویه تیروتنه ده چې افغان نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي".
هغه د جمعې په ورځ د (جولای لسمه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د طالبانو حکومت دې افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړو ته ستنې شي".
د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاندې الیزابت استیکني ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل،" طالبان دې د افغانو ښځو د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېدي".
د روان ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینې د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان شوې.
دا پنځم پرله پسې کال و چې افغانو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
نن شنبې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیلږي
د شنبې په ورځ د سرطان ۱۹مه په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیلږي.
"له پولیو پاک افغانستان" په نوم بنسټ پر خپلې ایکس ویلي،" دغه کمپاین په کونړ او د نورستان په پنځو ولسوالیو برګ مټال، کامدیش، پارون، واما او وایګل کې پیلږي چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به کې د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي".
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي.
پولیو یوه ساري ناروغي چې درملنه نه لري او د دایمي فلج سبب ګرځي.
یوازې واکسین د دغه ناروغۍ مخه نیولی شي.
د پنجشنبې په ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي
افغانستان کې د طالبانوحکومت وايي د پنجشنبې په ورځ تقریبا ۳ زره افغان کډوال دتورخم، سپین بولدک ، بهرامچې او اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته در سیدنې کومیسیون وايي راستنوشویو کسانو ته نقدې مرستې ، سیم کارټونه ، روغتیايي او خوراکي خدمات برابر شوي دي.
دا کډوال په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې پاکستان سرله ننه د هغو افغانانو دنیولو لپاره چې په دغه هیواد کې د پاته کیدو د اعتبار وړاسناد نلري نوې هلې ځلې پیل کړې.
بلخوا ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي چې په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه ۷۵۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
دنړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې نن هسپانیه او بلجیم سره مخامخ کیږي
د هسپانیې د فوټبال ملي لوبډله نن جمعه د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې د بلجیم له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د امریکا د کالیفورنیا ایالت د اینګلووډ په ښار کې ترسره کېږي.
د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې د فرانسې له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
د فرانسې ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ مراکش ته ۲-۰ ماته ورکړه اونیمه پایلوبې ته ووتله.
همدارنګه، ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ ناروې او انګلستان د کوارټر فاینل په بلې لوبه کې سره مخامخ شي، او د ارجنټاین او سویس ترمنځ سیالي د یکشنبې ورځې لپاره ټاکل شوې ده.
د پولیو ضد واکسین د شنبې په ورځ کونړ او نورستان کې پیلیږي
ټاکل شوې ده چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د شنبې په ورځ، (د چنګاښ په ۲۰مه)، د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو؛ برګمټال، کامدېش، پارون، واما او وایګل کې ترسره شي.
د "له پولیو پاک افغانستان" ادارې د پنجشنبې په ورځ ، په خپلې ایکسپاڼې وویل چې دا ګډ کمپاین د پولیو د پیچکارۍ (تزریقي) او په خوله کې د څاڅکو له لارې ترسره کیږي. د دې کمپاین موخه د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د معافیت سیستم پیاوړی کول او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.
د نړیوال روغتیا سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري او دایمي معلولوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري، او د هغې د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار د واکسین پر وخت تطبیق دی.