د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د تاریاکو بیې لوړې شوي؛ ځینې بزګران: طالبانو خبر نه دی راکړی چې مه یې کرئ


افغان بزکر د تاریاکو په کرونده کې
افغان بزکر د تاریاکو په کرونده کې

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنې د طالبانو له نوي حکومت سره د خپلو مالي مرستو د دوام او د هغوی د حکومت پر رسميت پېژندلو د غور کولو لپاره د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو له توليده لاس اخېستل شرط ايښی، ځينو امريکايي رسنيو ويلي چې طالبانو د کوکنارو د کښت منع کولو هڅې پيل کړي دي.

د وال سټريټ ژورنال په تازه ليکنه کې يادونه شوې چې طالبانو همدا اوس ځينو ولايتونو کې بزګرو ته ويلي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار و نه کري، خو د کندهار او هلمند ولايتونو ځيني بزګرو چې نه غواړي د ځینو مواردو له امله خپل نومونه واخلي ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې هېچا هم دوی ته د کوکنارو د نه کرلو په اړه څه نه دي ويلي.

لومړی بزګر وایي:" تراوسه طالبانو موږ ته خبر نه دی راکړی چې کوکنار مه کرئ! د کرلو او نه کرلو موضوع هغه مهال روښانه کېږي چې د کوکنارو د کښت وخت راورسېږي، يعني کښت ته يې مياشت، پنځلس يا شل ورځې پاته وي،هغه وخت طالبان خلکو ته خامخا خبر ورکوي چې مه يې کرئ."

دوهم بزګر زیاتوي:" موږ ته د طالبانو، د طالبانو د ولسوال يا قوماندان له خوا خبر نه دی راکړل شوی چې د تاریاکو کښت بند دی او نه زموږ په وطن کې دا اوازه شته چې د کوکنارو کښت بندېږي. ما خپله څلور پنځه کاله کوکنار نه و کرلي، خو اوس غواړم ويې کرم، ځکه چې يو پنځه روپۍ جوړوي، بې وزله يم، بيخي ټوکر ټوکر يم. "

په هلمند، کندهار او ارزګان ولايتونو کې بزګرو ازادي راډيو ته وويل چې د نشه يي موادو ځينې قاچاق کوونکي همدا اوس لا تارياک زېرمه کوي، له همدې امله په دې ولايتونو کې د يوه کيلوګرام تارياکو بيه له ۷۰ څخه ۲۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان په ختېځو ولايتونو کې هم ځمکې د کوکنارو د دوهم فصل لپاره چمتو کېږي.

د ننګرهار ولايت يو بزګر چې خپل نوم نه يادوي ازادي راډيو ته وويل چې دوی تراوسه پورې د طالبانو له خوا د کوکنارو د نه کرلو په اړه څه نه دي اورېدلي.

په هلمند، کندهار او ارزګان ولايتونو کې بزګرو وويل چې د نشه يي موادو ځينې قاچاق کوونکي همدا اوس لا تارياک زېرمه کوي
په هلمند، کندهار او ارزګان ولايتونو کې بزګرو وويل چې د نشه يي موادو ځينې قاچاق کوونکي همدا اوس لا تارياک زېرمه کوي

بزګر وایي: " زه د ننګرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی او بزګر يم. زموږ په سيمه کې پخوا تارياک کرل کېدل او خلکو ته يې د ګټې زمينه برابروله، تر اوسه پورې د طالبانو امارت موږ ته نه دي ويلې چې تاسې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکرئ او يا يې مه کرئ "

شل ورځې وروسته د افغانستان په تودو ولايتونو کې د کوکنارو دوهم فصل پيل کېږي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو له مقاماتو سره هم خبرې وکړي، مګر له پرله پسې هڅو سره-سره بيا هم په دې کار کې بريالي نه شوو، خو تردې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يوې خبرې غونډې ته ويلي و چې که نړیواله ټولنه خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نو په افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر شي.

د غيرقانوني شبکو او منظمو جرمي ډلو د تحليل او څېړنې مرکز مشره مېرمن ګريچن پيټرس د امريکا ملي راډيو ته وويل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د طالبانو ژمنه د باور وړ نه ده.

پیټرس وایي:" طالبانو د نوي حکومت اعلان کړی چې دوی د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د توليد منع کولو ته لېواله دي، خو نړیوالو مالي مرستو ته اړتیا لري. زما په نظر د مرستو په برخه کې يې اشتباه نه ده کړې، خو زما په نظر بايد پر طالبانو باور و نه کړل شي، ځکه چې دوی په نوېیمو کلونو کې هم دغسې يوه ژمنه کړې وه او ويې کولی شوای چې يوازې د يوه کال لپاره د کوکنارو کښت بند کړي، خو د دوی دې کار افغانستان کې ستونزې پيدا کړې، طالبانو ډېر تارياک زېرمه کړل، د تارياکو بيه ډېره لوړه شوه او دوی د تارياکو د خرڅولو له لارې تر مخکيني کال ډېرې پيسې ترلاسه کړې."

طالبان داسې مهال له نشه يي موادو سره د مبارزې ژمنه کوي چې د افغانستان پخواني حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې څو ادارو فعاليت کاوه، خو له نژدې شلو ورځو راهيسې چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، د دې ادارو برخه ليک تر اوسه پورې نه دی روښانه شوی.

XS
SM
MD
LG