د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

طالبان: د نړیوالو مرستو په صورت کې به افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شي


ارشیف
ارشیف

لږ تر لږه له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د افغانستان ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، خو اوس چې طالبانو په افغانستان خپله ولکه ټېنګه کړي، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي چې افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برياليتوب د نړیوالې ټولنې په مرستو پورې تړلی دی، که نړیواله ټولنه بزګرو ته بديل کښت وړاندې کړي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد

دی وايي: "موږ خپلو هېوادوالو او نړۍ ته ډاډ ورکوو چې له دې وروسته به افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید مرکز نه وي، خو له نشه يي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. بايد نړیواله ټولنه زموږ سره د بديل کښت په برخه کې مرسته وکړي چې بزګران نور تارياک و نه کري، که موږ وکولای شو چې بديل کښت وړاندې کړو او موثر ګامونه واخلو، انشاءالله چې په نژدې کلونو کې د کوکنارو کښت او تارياکو قاچاق صفر کېږي."

مجاهد وايي، که نړیوال کروندګرو ته بدیل کښت وړاندې کړي د نشه یي موادو کښت به صفر شي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د چهارشنبې(د زمري په ۲۷مه) په ورځ د افغانستان پر وضعیت په داسې حال کې بحث وکړ چې د طالبانو له خوا یو په بل پسې ولايتونه او وروسته پلازمېنه ونيول شوه، د دې غونډې په اعلاميه کې راغلي چې د دوی د مرستو دوام په افغانستان کې د نوي حکومت له خوا له نشه يي موادو سره په مبارزه پورې تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتونو يو کال مخکې د بديل کښت برخه کې خپلې مرستې بندې کړي او دوه اوونۍ مخکې هم بریتانيا د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د مبارزې برخه کې له تخنيکي همکاريو لاس اخیستی دی.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی ګل احمد اعظمي وايي، له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام په دې پورې تړلی چې د افغانستان راتلونکی حکومت يوه جامعه او مشخصه ستراتيژي جوړه کړي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه: "څرنګه چې اوس واکمني د يوه تحريک په لاس کې ده، د دې امکان ډېر دی چې له نشه يي موادو سره جدي مبارزه وشي. د مبارزې تر ټولو لومړۍ او غوره لاره جديت دی، بايد يوه جامعه او مشخصه کړنلاره، پلان او ستراتيژي جوړه شي، له بزګرو سره مرستې هم د کوکنارو د کښت مخه نيولای شي. که دا کارونه په عملي ډول ترسره شي، نړیواله ټولنه به هم له افغانستان سره مرسته وکړي او د دواړو خواوو تر منځ به اعتماد هم پيدا شي. "

د امريکا متحده ايالتونو له ۲۰۰۳ میلادي کال څخه بیا تر ۲۰۲۰ ميلادي کال پورې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې نژدې ۹ ميلیارډه ډالر لګولي، خو د افغانستان د بیارغونې د څار امریکایی بنسټ یا سيګار وروستي راپورونه ښيي چې اوس هم د نړۍ په سلو کې ۸۵ تارياک يوازې په افغانستان کې توليدېږي.

XS
SM
MD
LG