د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

سيګار: د افغان دولت د محدود حاکمیت له امله له نشه‌يي موادو سره مبارزه ناکامه وه


ارشیف، د زابل مرکز قلات کې د کرل شویو کوکنارو د له‌منځه وړلو عملیات
ارشیف، د زابل مرکز قلات کې د کرل شویو کوکنارو د له‌منځه وړلو عملیات

د افغانستان بیارغونې لپاره د څار امریکايي بنسټ يا سيګار له افغانستان څخه د بهرنيو پوځي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته په خپل تازه راپور کې، په تېرو څو کالو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ستونزې ارزولې دي.

سيګار دغه راپور کې ويلي، تېرو ۲۰ کالو کې چې څومره پيسې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره لګول شوي، په نتيجه کې يې د نشه‌يي موادو کښت، توليد او قاچاق نه‌دی کم شوی.

د سيګار څېړنې ښيي چې د امريکا متحده ايالاتو او افغان دولت لږ تر لږه په تېرو ۱۲ کلونو کې ونه‌شوای کولای چې د نشه‌يي موادو د کښت، توليد او قاچاقو مخه ونیسي او د دې مبارزې لپاره ځانګړې شوې پيسې تر ډېره حده شخصي جېبونو، په تېره بيا د زورواکانو لاس ته لوېدلې دي.

سيګار ناامني او نشه‌يي مواد دوه هغه عمده عوامل یادوي چې يو د بل مرستندوی وو او په افغانستان کې د جنګي ډلو د پياوړي کېدو سبب شوي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين ډاکتر ظفر په دې اړه ازادي راډيو ته وويل، په تېرو ۲۰ کالو کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ستراتېژي ناکامه وه، ښاغلی ظفر زياتوي چې د دولتي او بهرنيو ادارو ترمنځ همغږي هم نه‌وه.

ارشیف، د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د کرل شویو کوکنارو د اړولو عملیات
ارشیف، د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې د کرل شویو کوکنارو د اړولو عملیات

ښاغلی ظفر وايي: "هر ځای چې ناامني وه هلته کوکنار ښه په ارامه کرل کېدل او قاچاق‌يې هم ښه اسانه کېدل، ترهګرو یا مافيايي ډلو له دې قاچاقو سره همکاري کوله، بې له شکه چې ناامني او نشه‌يي مواد يو د بل مرستندوی و، حقيقت دا دی چې له نشه‌يي موادو سره په دقيق ډول مبارزه نه‌ده شوې، نه افغانانو او نه هم بهرنيانو دقيقه مبارزه کړې ده. قانون او ستراتېژي يو له بل سره په ټکر کې وه، په قانون کې ښکاره ويل شوي و چې تر حد ډېر د کوکنارو کښت جرم دی، خو په ستراتېژۍ کې بيا ويل شوي و چې بايد د کوکنارو کښت په هغو سيمو کې واړول شي چې د بديل معیشت پروګرام موجود وي، د بديل معيشت پروګرام هم په عمل کې سم نه‌و، په تېرو ۲۰ کالو کې فقط يوه لوبه شوې، خو له نشه‌يي موادو سره هېڅ وخت واقعي مبارزه نه‌ده شوې."

د سیګار په راپور کې هم راغلي، په تېرو ۲۰ کالو کې يو خو دا چې دولت د افغانستان پر ټولو سيمو واک نه‌درلود او له بلې خوا ناامني د دې لامل شوه چې د کوکنارو د اړولو او بديل معيشت پروګرام مثبته نتيجه ونه‌لري.

سيګار په افغانستان کې لاس ته راغليو تجربو ته په کتو سره، امريکايي ادارو ته وړانديز کوي چې تر دې وروسته دې په امن او دولت تر واک لاندې سيمو کې له نشه‌يي موادو سره مبارزې ته پام واړوي، ځکه چې په وینا یې په تېرو ۲۰ کالو کې ناامنۍ او د دولت محدود حاکمیت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ۹ ميليارده امريکايي ډالر ضايع کړي دي.

دا چې په افغانستان کې د جګړې اړخونو د نشه‌يي موادو له کاروبار څخه څومره پيسې ترلاسه کولې او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په اړه د طالبانو راتلونکی پروګرام څه دی؟ ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب مقاماتو نظر هم وپوښتي، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بيا هم بريالۍ نه‌شوه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کارپوهان بیا وايي چې په تېرو ۲۰ کالو کې د دولتي او بهرنیو ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دې سبب شوی چې د نشه‌يي موادو کښت، توليد او قاچاق کال په کال پسې ډېر شي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی
د ولسي جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی

د ولسي جرګې پخوانی غړی هاشم الکوزی وايي چې طالبان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره خپل شرطونه لري: "طالبان نړیوالو ته ځيني شرطونه لري، که هغه ومنل شي له نشه‌يي موادو سره مبارزه به جدي وګڼل شي. د بزګرو لپاره د مرستو جلبول ډېره مهمه خبره ده، ځکه د افغانستان خلک ډېر بې‌وزله او د افغانستان اقتصادي حالت ډېر خراب دی، ځکه نو ډېره مهمه ده چې نړۍ، په تېره بيا امريکا بايد له بزګرو سره مرستې وکړي."

د سيګار اداره له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې بيا تر اوسه پورې هر کال په افغانستان کې د امريکا متحده ایالاتو د پرمختيايي پروګرامونو نتايج ارزوي او د دې ارزونو راپور خپروي.

د دې ادارې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د بديل معیشت په ګډون له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرام د نشه‌يي موادو کښت، توليد او قاچاق نه‌دی کم کړی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG