د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

د هرات ښاریان: د معتادینو ډېروالي زموږ رواني حالت زيانمن کړی دی


يو معتاد - ارشيف
يو معتاد - ارشيف

د هرات ښاریان په دې ښار کې د معتادینو د ډېروالي له امله شکايت کوي او وايي چې، په ښار کې معتادینو دوی ته ستونزې جوړې کړي دي.

په هرات ښار کې د ترقي شهر په نوم د پارک يوه برخه کې ليدل کېږي چې، څو معتادینو پر سر پټو غوړولی او په ډله‌ييز ډول د هيرويينو نشه کوي.

د هرات خواجه کلا، ترقي پارک، د ښار دننه عمومي سړکونو ګلدانونه او هرات پخوانۍ فرقه د هغو معتادینو د راټولېدو په سيمو اوښتي چې څو میاشتې مخکې زندان ته وړل شوي وو، خو اوس له زندان څخه تر راخوشې کېدو وروسته بېرته په نشو اخته شوي دي.

د هرات ښار يو اوسېدونکی عرفان وايي چې، په ښار کې د معتادینو حضور او ناوړه وضعيت د هرات ښاريان له رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

"ټول ځوانان دي، ډېری يې هغه کسان دي چې د بېلابېلو دلايلو له مخې معتاد شوي دي."

نوموړی وايي: "ټول ځوانان دي، ډېری يې هغه کسان دي چې د بېلابېلو دلايلو له مخې معتاد شوي دي. د هرات خلک چې له سړکونو څخه د تېرېدو پر مهال دا ځوانان ويني په رواني او ذهني ستونزو اخته کېږي. له بده مرغه چې د بېوزلۍ، بې کارۍ او روان وضعيت له امله معتادین ورځ په ورځ ډېرېږي."

خو اعتیاد نه يوازې دا چې د هرات د ښاريانو ژوند تريخ کړی او ټولنيزې ستونزې یې ورته پيدا کړي، بلکې خپله د معتادینو لپاره هم د جسمي او رواني زورونې سبب شوی دی.

په هرات ښار کې د زلمي په نوم يوه معتاد ازادۍ راډيو ته وويل: "پر خپله لاره ځو، خو لارويان مو په تيږو او لوټو ولي، زموږ مړو او ژوندو ته کنځلي کوي، څه ووایو وروره."

د زمري په نوم يو معتاد په خپله خوښه دې ته چمتو شوی چې درملنه يې وشي، خو د درملنه امکانات يې نه‌شته، دی د راتلونکي ساړه ژمي له امله ډېر اندېښمن دی.

"پر خپله لاره ځو، خو لارويان مو په تيږو او لوټو ولي"

نوموړی وايي: "زه له دولت څخه دا غوښتنه کوم چې زموږ ژوند ته پام وکړي، تر دې وروسته ژمی راځي، بې‌کاره يو، له هرې خوا تيږې راباندې اوري او لارويان مو وهي. لومړی دې خدای او بيا دې دولت زموږ چاره وکړي، موږ بل څوک نه‌لرو."

هرات له هغو ولایتونو څخه دی چې له ايران سره د ګډې پولې درلودلو له امله ډېر معتادین په‌کې اوسېږي.

د مالي او تخنيکي ستونزو له امله د معتادینو د درملنې مرکزونو تړل او ځينو مرکزونو کې د بستري خدماتو ځنډول د دې لامل شوي چې، درملنې ته چمتو شوي معتادین هم له درملنې څخه بې برخې شي او له ناچاريه خپلو نشو ته دوام ورکړي.

په هرات ولایت کې د معتادینو د درملنې (۱۵۰) بستريز مرکز مسئول ډاکټر محمد سعيد نويد وايي چې، د امکاناتو نه درلودلو له امله د معتادینو درملنه ډېره محدوده شوې ده.

نوموړی وايي: "اوس‌مهال د معتادینو درملنه هر اړخيزه نه‌ده، همدا اوس چې زه له ستاسې سره خبرې کوم په هرات ولایت کې د معتادینو د درملنې ټول پرسونل په پي دو تشکيل کې شامل شوي چې د معاش مستحق وګڼل شي، له دوو مرستندويه ادارو سره هم خبرې شوي چې دا مرکزونه بېرته فعال شي او وکولای شي چې په عادي ډول د مراجعينو خدمت وکړي."

په هرات ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدير مولوي حيات الله روحاني ادعا کوي چې، په تېر يوه کال کې تر درې زرو ډېرو معتادینو درملنه شوې ده.

خو په هرات کې ځينو معتادینو ازادي راډيو ته ويلي، په وروستيو مياشتو کې ډېری هغه معتادین چې د درملنې لپاره زندان ته وړل شوي، هلته له روغتيايي خدماتو پرته په زور درملنې ته اړايستل شوي چې له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته بيرته په نشو اخته شوي دي.
---------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00
XS
SM
MD
LG