د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

میرر: لا تر اوسه پر حکمتیار د برید مسوولیت چا نه دی منلی


ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

میرر:

میرر برتانوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د حزب اسلامي ګوند پر مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د هغه پر دفتر د ځانمرګي برید په اړه لیکلي دي.

په دې مقاله کې راغلي چې په برید کې یو کس ووژل شو او څو ساتونکي یې ټپیان شول خو د طالبانو امنیتي کسانو بریدګر مخکې له دې چې ودانۍ ته ننوځي، په ډزو ووژل.

مقالې د مجاهدینو د پخواني مشر ګلبدین حکمتیار له قوله لیکلي، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه او چادرۍ اغوستې وې.

وروسته راغلي چې تر اوسه روښانه نه ده چې دا برید چا کړی و او هیچا چا یې مسوولیت نه دی منلی.

د مقالې لیکوال اشاره کوي چې په همدې ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت هم ډزې وشوې او ویل شوي چې دا د پاکستاني سفیر عبیدالرحمان نظاماني د وژلو هڅه وه.

د پاکستان سفیر ته زیان نه دی اووښتی، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.

په مقاله کې یادونه شوې چې یوازې یوه ورځ مخکې تر دې بریده، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغانستان پر خاوره د منظمو شویو تروریستي حملو مخه دې ونیسي.

مخکې تر دې پاکستاني طالبانو په کويټه ښار کې د هغې حملې مسوولیت واخیست چې پکښې څلور کسان ووژل شول.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر سفارت برید په سختو ټکو وغانده او وې ویل چې دا ډول پېښو ته به اجازه ورنه کړي چې په کابل کې سفارتونه له ګواښ سره مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال ټيم په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په سر کې راغلي چې د نارینه وو د فوټبال د نړیوال جام سیالیو پر مهال د هر هېواد بیرغ پورته کېږي، ملي سرود یې ږغول کېږي، خو د افغانانو لپاره په دغو سیالیو کې ګډون وروسته له هغه یوازې یوه هیله پاته ده چې د طالبانو یو ځل بیا واک ته له رسېدو سره دوی اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي.

وروسته راغلي چې طالبانو د نجونو او ښځو پر لوبو بندیز لګولی دی او د ښځو د فوټبال ملي ټیم اوس هم له دې پرېکړې اغېزمن دی که څه هم غړې يې په استرالیا کې ځای پر ځای شوې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دا ټیم د رسمي ټیم په توګه نه پېژني او نه هم فیفا چې د فوټبال د مدریت نړیواله اداره ده.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي، هغه نجونې چې د فوټبال کولو په خاطر یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی وو، اوس اجازه نه لري چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د مقالې په وینا دوی له فیفا غوښتي چې بېرته دې د افغانستان برخه فعاله کړي چې ښځې د خپل هېواد استازیتوب وکړای شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG