د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

طالبانو افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړې


ارشیف: په کابل کې د یوه پارک څنډه
ارشیف: په کابل کې د یوه پارک څنډه

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې ماریا توتاخېل وايي چې طالبانو لومړی افغان ښځې او نجونې له زده کړې او کار څخه منع کړې، بیا یې د حجاب او سفر بندیز ورباندې ولګاوه او اوس تفریحي پارکونو او حمامونو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي.

ماریا زیاتوي، طالبان ښځې د خپل حکومت لخوا اخیستل شوی جنس ګڼي.

هغه زیاتوي: "تاسو فکر وکړئ یعنې مېرمنې د دوی په اداره کې زندانیانې دي، د تفریح حق نه لري. تاسو دا په یاد ساتئ له دې وروسته به د دوی بل بندیز دا وي چې حتی مېرمنې له کور نه بهر ته د تګ اجازه هم نه لري. مېرمنې پارک ته د ډاکتر په مشوره ځي، ورته ویل کېږي چې پیاده وګرځه، تازه هوا واخله، دوی د مېرمنو د صحت مخالف دي. له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې لطفاً په طالبانو نور هم بندیزونه ولګوئ."

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوې تازه پرېکړه کې افغان مېرمنې تفریحي پارکونو او حمامونو ته له تګ منع کړې دي.

د حبیب الله ځاځي پارک مرستیال حبیب جان ځاځي ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولانو دوی ته ویل شوي چې نور د مېرمنو پرمخ د پارک ور وتړي.

نوموړی وایي چې د طالبانو په دې کار سره دوی ډېر زیات مالي تاوان کوي.

هغه وویل: "د امربالمعروف مسوولینو خبر راکړ چې نور ښځې حق نه لري چې پارک ته درشي. په دې خبرې سره موږ ته هم ډېر تاوان رسېږي. موږ دونیم سوه کارکونکې لرو، له دې وروسته مو عواید نور هم کمېږي، موږ مجبوره یو چې پارک وتړو."

په ورته وخت کې په کابل کې د یوه ښځینه حمام څښتنه، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وایي چې طالبانو د ښځینه حمامونو په بندولو سره د دوی له خولې هم مړۍ واخیستله.

هغې وویل: " کومې پیسې مې چې په حمام کې ګټلې د کورنۍ لګښت مې ورباندې برابراوه، له دې وروسته چا ته لاس ونیسم، زه بل هېڅ عاید نه لرم."

د چراغ پوهنتون پخوانۍ رییسې حمیرا فرهنګیار ازادي راډیو ته وویل چې اکثره کسان په کور کې د حمام ګرمولو توان نه لري، دوی ته حمام لوی غنیمت و.

هغې وویل: "کومو مېرمنو ته چې په کور کې د حمام کولو سهولت شته، په اوس وخت کې اصلاً حمام ته نه ځي، خو اکثره کورنۍ په دې سړه هوا کې په کور کې د حمام ګرمولو توان نه لري، میندې او ماشومان چېرې حمام وکړي."

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر دا مني چې دوی مېرمنې تفریحي پارک ته له ورتګ څخه منع کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

نوموړی د دې کار لامل ښځو ته د مناسب چاپېریال نشتون ګڼي.

هغه وویل: "د خویندو په وړاندې پارکونو ته د تګ په اړه د اوس لپاره ویل کېږي چې نه دې ځي. موږ له تېرو پنځلسو میاشتو دوامداره کوشش کوو چې دوی ته مناسب چاپېریال برابر کړو، خو ځینې مشکلات شته د همغو له امله د اوس له پاره ورته ویل شوي دي، چې پارک ته دې نه ځي."

خو حمانونو ته د تګ په برخه کې پر ښځو د لګېدلي بندیز په اړه ښاغلي مهاجر ازادي راډیو ته په لنډ ډول وویل: "اوکې، د اوس له پاره همداسې ویل شوي دي."

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو کابو پنځه لس میاشتې تېرېږي، په دې موده کې تر ټولو زیات محدودیتونه په مېرمنو دي.

د طالبانو حکومت دې کړنو په کور دننه او بهر غبرګونونه هم راپارولي دي، خو طالب چارواکو د دغو محدودیتونو په اړه په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG