د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د نجونو د زده‌کړو په اړه د اسلام دين څه وايي؟


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ټولو ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو په وړاندې پر کور دننه او د نړیوالو د سختو غبرګونونو په ترڅ کې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شير محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

ستانکزي چې له دې مخکې یې هم د نجونو د زده کړې د حق لپاره غږ اوچت کړی و، په کابل کې د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل چې، د تعلیم په مخالفت کې هيڅ راز شرعي دلایل نه‌شته.

خو په همدې غونډه کې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي د ښاغلي ستانکزي دغه نظر رد کړ.

حنفي د دې استدلال پر وړاندې چې تعلیم فرض دی، په ځواب کې وویل چې، علم فرض نه بلکې مباح دی او زیاته یې کړه چې کله د مباح او د امیر د حکم ترمنځ تعارض راشي د امیر حکم واجب ګرځي.

پر دې موضوع نوریاس نوري د حقوقي او شرعي چارو له شنونکي او لیکوال صلاح الدین سعیدي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د نجونو د زده کړې په برخه کې د طالبانو د مشرانو دغه ضد ونقیضې څرګندونې په دې اړه یو ابهام رامنځ ته کوي، که راته ووایئ چې د نجونو د تعلیم په اړه اسلام څه وایي؟

د ښاغلي صلاح الدين سعيدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG