افغانستان
اوچا د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه ښودلې چې له زدهکړو بې برخې دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه وښوده چې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې له تعلیم بې برخې پاتې دي.
اوچا پرون په خپل ټویټر کې ولیکل، چې په افغانستان کې له څه باندې ۳۶۵ ورځو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نهشي کولی.
د دې ادارې په خبره، په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د درې نیم ملیون زده کوونکو د تعلیم بهیر ټکنی کړی او په اوکرايین کې روانې جګړې هم نږدې د شپږو ملیونو ماشومانو زده کړه اغېزمنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې تعلیم صبر نهشي کولی او ټول اړخونه دې نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په ۵مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.
د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له املهیې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربهتوب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي چې د استرالیا له سخاوتمندانه ۹ میلیونه استرالیايي ډالرو چې شاوخوا ۶،۳۴ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، مرستې څخه مننه کوي.
اوچا زیاته کړې، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او مالي سرچینې محدودې دي، دا مرسته به په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، دغې ادارې یوازې د خپلې اړتیا وړ بودجې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړ کسان هره ورځ له سختو انتخابونو سره مخ دي، دا چې خواړه واخلي که درمل او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم خبرداری ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳،۸ میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا بېړني ناامنۍ سره مخامخ دي.
د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ د کریکټ لوبلړۍ سبا پیلیږي
تمه ده چې دافغانستان او ایرلینډ د کریکټ ټیمونو ترمینځ یوې ورځنۍ لوبې سبا د اګست په پنځمه پیل شي.
دواړه ټیمونه ۵ یوې ورځنۍ لوبې کوي.
د افغانستان کریکټ بورډ وايی د افغانستان د ټیم لوبغاړو د د دوشنبې په ورځ دسیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړل.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګست تر۱۴ دوام وکړي.
نن د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره نن په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.
یادې ادارې د دوشنبې ورځې، د اسد په ۱۲مه، په اېکس (پخواني ټویټر) خبرپاڼه کې ویلي، چې د سې شنبې په ورځ، د اسد په ۱۳مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو احتمال شته.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلیمترو پورې اټکل شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې همدارنګه ویلي، چې د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته، چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو په ساعت پورې رسېږي.
دا خبرداری داسې مهال خپرېږي، چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
زابل کې ترافیکي پیښه کې لسګونه کسان تپیان شوي دي
تیره شپه زابل کې د یومسافر وړونکي موټر د چپه کیدو په پیښه کې ۴۹ کسان ټپیان شوي دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکوي چې یو ۵۸۰ ډوله بس قلات ښار کې له سړک اوښتی او چپه شوی دی.
د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان پرته له جزییاتو ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته استول شوي دي.
سره لدې چې د پیښې لامل نه دی څرګند خو افغانستان کې اکثر ترافیکي پیښې د لارو دخرابوالي، د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي مقرراتو د نه مراعاتولو څخه رامینځ ته کیږي.
د طالبانو حکومت د ترفشار لاندې روغتیايی سکتور د رغولو پنځه کلنه ستراتیژي اعلان کړه
د روغتیا وزیر نورجلال جلالي د سه شنبې په ورځ دعامې روغتیا د پنځه کلنې ملي ستراتیژي د اعلان په مناسبت غونډې ته وویل چې یاده ستراتیژي د روغتیايي خدماتو د لا پیاوړي کولو او خلکو ته د اوسني عصر د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ده.
هغه زیاته کړه چې د داخلي تولیداتو ملاتړ ددغې ستراتیژي بله اساسي موضوع ده چې په پلي کیدلو سره به یې د درملو ، طبي ملزمو او واکسینونو تولیدات حمایه شي او په دې برخه کې په نورو ملکونو اتکا راکمه شي.
ښاغلي جلالي سره لدې چې وویل په هیواد کې زیات شمیر تخصصي او مسلکي کدرونه شته خو له هیواده بهر ډاکټرانو باندې غږ وکړ چې "که چیرې علاقه ولري او وغواړي نوی علم او هنر په دې رشته کې افغانستان ته راوړي نو دافغانستان دروغتیايي سکتور دروازې ورته خلاصې دي."
دغه ستراتیژي په داسې مهال اعلانیږي چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم د بهرنیو مرستو په کمیدو او هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو سره ترسخت فشار لاندې دی ، په لیرې پرتو سیمو کې خصوصا د ښځینه ډاکټرانو کمی محسوس دی اوپه عین حال کې نجونه او ښځې د طبي زده کړو په عالي موسساتو د تحصیل څخه هم منع شوي دي.
له لومړي ساعته تر ټول عمره؛ د مور شیدې د ماشومانو د روغتیا ساتونکی دی
د روغتیا نړیوال سازمان د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت وايي له زېږون وروسته لومړی ساعت د ټول عمر لپاره لوی بدلون رامنځته کولای شي.
دغه سازمان زیاتوي چې په لومړي ساعت کې ماشوم ته د مور شیدې ورکول د هغه د معافیت سیستم پیاوړی کوي او د ژوندي پاته کېدو فرصت یې زیاتوي په ځانګړې توکه که ماشوم یا ماشومه له وخته مخکې زېږېدلی/ زېږېدلې وي.
یاد سازمان په دې مناسبت وايي چې په دې اوونۍ کې باید په ټول افغانستان کې د میندو او د مور له شیدو څخه د هر ماشوم د ګټې اخیستو له حق څخه ملاتړ او ساتنه وشي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې موخه یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
افغانستان ته د قزاقستان د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی
قزاقستان د تېر کال د سپمټبر میاشتې راهیسې تر اوسه ۲.۴ ملیون ټنه غله افغانستان ته صادره کړې ده.
د یاد هېواد د کرنې وزارت وايي د مخکېني کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د دوی د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د منځني اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړې.
اوسمهال اکثر اولیه خوراکي مواد او د سونګ توکي له منځنۍ اسیا افغانستان ته واردېږي.
د بشري حقونو د څارسازمان: د طالبانو واکمنۍ په افغانستان کې د بشري حقونو بحران لا ژور کړی دی
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومان رایټس واچ) وايي، پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ، افغانستان لا هم په نړۍ کې د بشري حقونو له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی، او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویلي، طالبانو د ښځو او نجونو د زده کړې، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي. افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه راګرځول شوي دي.
د بشري حقونو د څارسازمان وايي، طالبانو د رسنیو پر ازادۍ هم محدودیتونه زیات کړي، خبریالان، فعالان او منتقدین یې نیولي او له ناوړه چلند سره یې مخ کړي دي. دغه سازمان زیاتوي چې د طالبانو نوي قوانین د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض زیاتوي او د ښځو لپاره قانوني خوندیتوب کمزوری کوي، په ځانګړي ډول د کورني تاوتریخوالي او کم عمره ودونو په برخه کې.
راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخیدو دی او شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس، یعنې له ۱۷ میلیونو ډېر کسان، سخت د خوړو له کمښت سره مخ کېدای شي، ځکه نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو د هڅو ملاتړ وکړي، د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې د ځورونې له خطر سره مخ دي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه کړې او ویلي یې دي چې په مارچ میاشت کې په کابل کې د مخدره موادو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څارسازمان د دغه نوي راپور په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.
دولسو ولایتونو کې نن دوشنبې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل شوی دی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن دوشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان کې به د باران اندازه له لسو نه تر ۴۰ملي مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې هم د تندو بادونو او خاورو او دوړو اټکل کیږي.
د یوشمیرمرکزي، ختیځو، جنوبي، لویدیځو او شمالي ولایتونو په ځینو سیمو کې د بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.
دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې نورستان او یوشمیرنور ولایتونه په دې ورستیو کې د سختو بارانونو او سیلونو شاهدان وو چې په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او د طبیعي پېښو له امله د پراخو زیانونو شاهد وو.