د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د قطر د بهرنيو چارو وزير: افغانستان کې د وړاندې تګ کومه روښانه لار نه ليدل کېږي


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن رحمان آل ثاني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن رحمان آل ثاني

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د څه باندې یو کال له تېرېدو وروسته د قطر د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د وړاندې تګ په برخه کې تر اوسه هیڅ روښانه لار نه لیدل کېږي.

دوحه نیوز خبري اژانس د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن رحمان ال ثاني په قول ويلي، ده نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کړې چې، باید د افغانستان لپاره د لارې یوه نقشه جوړه شي.

د ده په وینا که د لارې نقشه نه وي، د دغه هېواد د راتلونکې په اړه اندېښنه به په خپل حال پاتې شي.

د دوحه نیوز د راپور پر اساس، د قطر د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه، په افغانستان کې بشري او اقتصادي بحران په زیاتېدو دی او د هغو تروریستي تنظیمونو په اړه چې له افغانستانه فعالیت کوي، اندېښنې په ډېرېدو دي.

په داسې حال کې چې طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي خو د جولای په وروستیو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په حمله کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د القاعده د حضور په باب اندېښنې زیاتې کړي دي.

طالبان له قطري چارواکو سره - ارشيف
طالبان له قطري چارواکو سره - ارشيف

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وویل چې، افغانستان ته شا اړول به له زیانه خالي نه وي.

ده زیاته کړه، هېواد یې په ځلونو په افغانستان کې د ملي پخلاینې، د نجونو د زده کړو د حق، د ښځو د حقونو په شمول د بشري حقونو د رعایت کېدو او د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنې کړي دي.

د بشري حقونو مؤسسو په ځلونو طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په سرغړونې تورن کړي دي خو طالبان دا تورونه ردوي.

طالبان لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي او تازه راپورونه ښيي چې په کندهار کې یې هغه نجونې پنځم او شپږم ټولګیو ته له تګه منع کړي چې د دوی په باور عمرونه یې څه نا څه زیات دي.

د طالبانو د دې ډول اقداماتو له کبله د قطر په شمول، چې د طالبانود سیاسي دفتر کوربه و، هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG