د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

افغان ځوانان: طالبان دې د ټیک ټاک او پبجي د بندېدو بدیل وړاندې کړي


کابل کې یوه افغان ملاشوم د پبجي ګیم د کولو پرمهال. May 22 2021
کابل کې یوه افغان ملاشوم د پبجي ګیم د کولو پرمهال. May 22 2021

افغان ځوانان وايي، که د طالبانو حکومت ټيک ټاک او پبجې بندوي، بدیل یې باید وړاندې کړي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکی رحمت الله وايي، ټیک ټاک ډېر کاروي.

هغه وویل: "ما چې څومره ټیک ټاک تعقیب کړی، د ټيک ټاک اصلاحي او اسلامي ويډيوګانې تر نورو ډېر لیدونکي لري. که چېرې ټيک ټاک بندېږي نو باید ځوانانو ته نور فرصتونه برابر شي. که چېرې ځوانان په نورو علمي او تفریحي پروګرامونو کې مصروف شي، بیا به ټیک ټاک ته وخت پیدا نه کړي."

د غزني ولایت اوسېدونکی صدیق بیا اکثره وخت پبجي انلاین لوبه کوي.

هغه وايي: "که طالبان پبجي بند کړي، بیا به دوی ځوانانو ته څه سرګرمي پیدا کړي چې ځوانان په کې مصروف شي؟"

افغان ځوانان وايي، دا چې ‌ډېر یې کاري مصروفیتونه نه لري، ځکه خپل ډېر وخت په ټولنیزو شبکو او انلاین لوبو کې تېروي.

ټيک ټاک د یوې چینايي کمپنۍ له خوا جوړ شوی اپلېکشن دی او لنډې ويډیوګانې په کې خپرېږي چې تر ډېره تفریحي بڼه لري، خو د نورو برخو اړوندې ویډيوګانې هم په کې شته او پبجي د جنوبي کوریا هېواد د یوې کمپنۍ لخوا جوړه شوې لوبه ده چې انلاین د یوې وسله والې جګړې په ډول کېږي.

رحمت دېوان چې د ټکنالوژۍ په اړه څو کتابونه لیکلي وايي، دا به د طالبانو لپاره سخته وي چې ټيک ټاک او پبجي په افغانستان کې وتړي، ځکه په خبره یې د وي يي این VPN له لارې دې شبکو ته بېرته لاسری کېږي، خو نوموړی زیاتوي چې په نورو هېوادونو کې ځوانان له دې شبکو د میاشتې ډېر عاید ترلاسه کوي او د ده په باور د طالبانو حکومت یې هم باید د تړلو پر ځای پر دې فکر وکړي چې له دې شبکو څنګه ګټوره استفاده کېدلای شي.

ارشیف
ارشیف

دېوان زیاتوي: "ټيک ټاک او پبجي په ډېرو هېوادونو کې ځوانانو ته د ګټې لارې دي چې هغوی ترې پیسې ګټي. په افغانستان کې هم د دې شبکو د بندولو پر ځای باید د سالم استفادې په اړه یې فکر وشي. ځوانانو ته باید دا ور زده کړل شي چې څنګه له دې لارې ګټه کولای شي، یعنې هغه انرژي چې په تړلو یې مصرفېږي، باید په دې مصرف شي چې ځوانانو ته د ګټې یوه لاره پیدا شي."

د طالبانو حکومت د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت وايي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخنداده په امر ټيک ټاک او پبجي په افغانستان کې بندېږي.

د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د شنبې په ورځ د مخابراتو شبکو له مسولانو سره په ناسته کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې یوه میاشت کې ټیک ټاک او په راتلونکې درېیو میاشتو کې پبجي په افغانستان کې بند شي.

هغه وویل: "دا پرېکړه د شنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۲۶مه نېټه د وزیر صیب او د مخابراتي شبکو د مسوولانو په حضور کې وشوه."

طالبان داسې مهال یو ځل بیا د ټیک ټاک او پبجې د تړلو پرېکړه اعلانوي چې تر دې مخکې یې هم په افغانستان کې د پبجي لوبې د بندولو خبره کړې وه، خو لا تر اوسه نه ده بنده شوې.

XS
SM
MD
LG