د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

طالبان: د فرهنګي محدودیتونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي


ارشیف: په خوست کې د نجونو د یو ښوونځي ټولګی
ارشیف: په خوست کې د نجونو د یو ښوونځي ټولګی

په داسې حال کې چې پر طالبانو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د کورنیو او نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي، د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر وایي، دوی د نجونو د زده کړې مخالف نه دي خو ځیني ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله بند دي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر پرون دوشنبې په خوست کې خبریالانو ته وویل چې فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر
د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر

هغه زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د نجونو له تعلیم سره کوم مخالفت نه لري او نه په هغې باندې کومه شرعي ملاحظه لري خو اصل کې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره نه بلکې له خپله کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري نو د افغانستان اسلامي امارت کوښښ کوي چې له خپل ټول ولس سره په دې اړه یو قناعت حاصل کړي او انشاالله دا پروسه به شروع شي."

ښاغلي منیر ونه ویل چې دغه پروسه به کله پیل شي، خو په داسې حال کې چې نوموړی په لیرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو پرمخ فرهنګي محدودیتونه خنډ بولي، د افغانستان په لویو ښارونو کې هم له نږدې یوه کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوي دي.

پر دې سربېره دغه راز په تېرو شلو کلونو کې پر ښاري سیمو سربېره د دولت تر کنټرول لاندې ډېرو لیرې پرتو سیمو کې د هلکانو ترڅنګ میلیونونو نجونو ته د زده کړې امکانات برابر شوي وو.

په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام ډېرې نجونې خپلې راتلونکې ته ناهیلې کړي دي.

د پوهنې وزارت
د پوهنې وزارت

یوه یې هم د ننګرهار اوسېدونکې ښکلا شېرزاد ده چې آزادي راډیو ته په را استولي پیغام کې یې دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې دوی د زده کړې له حق څخه محرومې شوي دي.

شېرزاد وویل: "تاسو ولې زموږ حقونه اخیستي؟ کله چې پر تاسو هغه د فېسبوک پاڼه تړل شوې وه، یا ستاسو پر ضد چې څوک خبره کوي، څومره ژر یې پر وړاندې خپل غږ اوچتوئ او هغه ردوئ. دا هم زموږ حق دی، موږ خپل حق غواړو، زموږ غږ مه غلی کوئ."

دا یوازې ښکلا نه ده بلکې ډېرو نورو نجونو هم له دې مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته غوښتنې مطرح کړي دي.

رحمن الله ذکي چې د افغانستان د لیرې پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی، ازادي راډیو ته په را استولي پیغام کې د طالبانو دغه پرېکړه ناسمه بللې او هغه یې د نجونو او د افغانستان د راتلونکې لپاره یوه تېروتنه بللې.

ذکي وویل: "د طالبانو پرېکړې چې نجونو ته یې د زده کړې اجازه نه ده ورکړې موږ ډېر خفه کړي یوو. دا د افغانستان د راتلونکې او د نجونو د حق په برخه کې یوه نادرسته پرېکړه ده. موږ غواړو چې هغوی (طالبان) هرڅومره ژر چې کېدای شي، نجونې زده کړو ته پرېږدي."

یو شمېر په دې باور دي له ښوونځیو د نجونو د منع کېدو د پرېکړې تر شا سیاسي انګېزې پرتې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له جرمنۍ شپېګل مجلې سره په وروستۍ مرکه کې تور پورې کړی چې په افغانستان کې له زده کړو له شپږم ټولګي پورته د نجونو محرومول د پاکستان په اشاره شوي دي.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

هغه ویلي، دا یوه سیاسي پرېکړه ده او له اسلام سره تړاو نه لري.

د کرزي په خبره له زده کړو د نجونو منع کول د افغانستان د لا زیات منزوي کېدو په معنا ده چې دا هېواد ونه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي.

طالبانو د کرزي د دغو وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې به نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار ټول حقوق ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG