د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د کابل پر دارالامان سړک او کندز کې د جومات دننه چاودنې شوي


د کابل پر دارالامان سړک د شوې چاودنې انځور
د کابل پر دارالامان سړک د شوې چاودنې انځور

څو شېبې مخکې د کابل ښار د دارالامان پر سړک کفایت سنټر ته څېرمه درنه چاودنه وشوه.

تراوسه پورې د پېښې جزييات نه دي په ډاګه شوي او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي.

په سيمه سرچينې وايي، ماين د سړک غاړې ته ځاى پر ځاى شوى و چې د طالبانو رينجر موټر يې نښه کړ.

په همدې حال کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جامع جومات کې چاودنه شوې ده.

د سیمه ییزو سرچنیو د معلوماتو له مخې، نن جمعه مازیګر مهال ګڼ شمېر دینې عالمان، دمدرسې حافظان او عام خلک د همدې مدرسې په خانقا کې پر ذکر بوخت وو، چې پرې چاودنه شوې او له امله زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو دقیق شمېر یې لا نه دى روښانه شوى.

دغه جومات د اهل سنت د پيروانو دي.

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني هم دغه پيښې تایید او وايي، چې ددې پيښې جزييات وروسته له رسنیو سره شریک کوي.

د مولوي سکندر په جامع جومات د امام صاحب ښار لودیځ لورې ته د جګشن برق سیمه کې موقعیت لري.

په دې وروستیو ورځو کې په کابل ښار او د افغانستان په نورو ښارونو کې هر ورځ د بمي چاودنو راپورونه ورکول کېږي.

تېره ورځ هم په کابل، کندز، بلخ او ننګرهار کې د چاودنو او نښتو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG