د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

یو شمېر بهر مېشتې افغان کورنۍ: له افغانستانه د وتلو یو مهم لامل د لوڼو زده‌کړې دي


ارشیف، له افغانستانه یوه وتلې کورنۍ
ارشیف، له افغانستانه یوه وتلې کورنۍ

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت چارواکو له بېلابېلو ادرسونو په بهر مېشتو افغانانو غږ وکړ چې هېواد ته دې ستانه شي، یو شمېر دغه کورنۍ وایي په خپل هېواد کې یې طالبانو ترې د ژوند لومړني اساسي حقونه اخیستي، نو په کومه خوشبینۍ هېواد ته ستانه شي.

یو شمېر دوی ازادي راډیو ته وویل، له افغانستان‌یې د وتلو یو مهم لامل د لوڼو زده‌کړې دي.

دوی له طالبانو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

یو له دغو بهر مېشتو د درې ماشومانو یوه مور ده چې د طالبانو تر واکمنېدو شااوخوا یوه میاشت وروسته له افغانستانه وتلې او نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د چا بلنې ته اړتیا نه‌لرم، خو کوم افغانستان ته؟ هغه افغانستان چې اوس طالبانو په‌کې زموږ د لوڼو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي؟ زموږ لورګانې د زده‌کړو ۱۰۰ هیلې لري ولې ترې دا هیلې واخلو؟ طالبان که غواړي چې خلک دې هېواد ته ستانه شي، باید د بشري حقونه دې مراعت کړي.

مجیب لحاظ هم یو له هغو افغانانو دی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له خپل هېواده وتلی دی.

ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

نوموړی وایي که څه هم لورګانې یې کوچنۍ دي، خو په افغانستان کې یې برخلیک نا معلوم و او له همدې امله د هېواد پرېښودو ته اړ شو.

دی زیاتوي: "تعلیم د ټولو لپاره یو مهم اصل او لومړیتوب دی، په دې اوسني عصر کې چې څوک له دې حقه محروموي او د ښوونځیو دروازې تړي، نو د ژوند د نورو حقونو لپاره څه تمه ترې کېدای شي؟"

ښاغلی لحاظ وایي، په افغانستان کې یې د خپلې کورنۍ د پاتې نجونو لپاره چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکې دي، خورا اندېښمن دی.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې اته میاشتې کېږي، خو له ژمنو سره سره لا هم دوی له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه‌ده کړې.

د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته پر تګ بندیز په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

څو ورځې مخکې یو شمېر کډوالو دیني عالمانو هم یو په سرخلاصي لیک کې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده نه د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه.

ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تېره جمعه ازادي راډیو ته وویل چې دوی د لوړو ټولګیو نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو پرانیستلو لپاره د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

دغه وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو لامل د ښوونځي لباس یاد کړی او ویلي دي، هر کله چې د دوی د ښوونځي جامه د اسلامي حجاب، سنت او د افغانستان له فرهنګ سره سم طرحه شوه ښوونځیو ته د تګ اجازه به وکړي.

خو یو شمېر نجونو زده‌کوونکو مخکې ازادي راډیو ته ویلي، د دوی د ښوونځي په لباس کې هېڅ ډول ستونزه نه‌شته او د اسلامي او افغاني دودونو سره سمه جامه لري.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت چارواکو له بېلابېلو ادرسونو او په وار وار له هغو افغانانو چې د دوی له واکمنېدو ورسته‌یې خپل هېواد پرېېښی غوښتي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

تازه تېره اوونۍ د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د څو ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې، له دوی وغوشتل هغو کورنیو ته بېرته هېواد ته د ستنېدو بلنه ورکړي چې له افغانستان وتلې دي.

XS
SM
MD
LG